د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خط

اوؤم باب

د وادۀ په حق کښې مسئلې

۱ اوس د هغه مسئلو په حقله کومې چې تاسو ليکلى دى چې د سړى دپاره دا بهتره ده چې د ښځې سره کوروالے ونۀ کړى. ۲ خو د حرام کارۍ نه د بچ کېدو د خاطره دا به ښۀ وى چې د هر سړى خپله ښځه وى او د هرې ښځې خپل خاوند وى. ۳ خاوند دې د خپلې ښځې د کوروالى خيال ساتى او هم دغه شان دې ښځه د خپل خاوند خيال ساتى. ۴ ښځه د خپل بدن اختيارمنده نۀ ده، بلکې اختيار د خاوند دے. هم دغه شان خاوند د خپل بدن اختيارمند نۀ دے بلکې د هغۀ ښځه ده. ۵ تاسو د يو بل سره کوروالے مۀ پرېږدئ خو د لږ وخت دپاره د يو بل په مشوره خير دے چې د دُعا خاص فرصت درته مِلاو شى، او د لږ وخت نه وروستو بيا يو ځائ شئ، هسې نه چې شېطان د نفس د کمزورۍ په وجه تاسو په آزمېښت کښې واچوى. ۶ زۀ تاسو ته د دې اجازت درکوم خو حُکم نه. ۷ زما دا خواهش دے چې هر څوک دې په دې مسئله کښې زما په شان ناوادۀ کړے وى خو د خُدائ پاک د طرف نه هر چا ته جدا جدا نعمت ورکړے شوے دے. ۸ نو زۀ ناوادۀ کړو او کونډو ته دا وايم چې د هغوئ دپاره دا بهتره ده چې زما په شان ناوادۀ کړى پاتې شى. ۹ خو کۀ هغوئ خپل ځانونه نۀ شى قابو کولے نو وادۀ دې وکړى ځکه چې وادۀ کول په شهوت کښې د سوزېدو نه ښۀ دى. ۱۰ خو چې د چا وادۀ شوے وى هغوئ ته، زۀ نه، بلکې مالِک حکم ورکوى، چې ښځه دې د خپل خاوند نه نۀ جدا کيږى. ۱۱ خو کۀ هغه جدا شى نو هغه دې بل خاوند ونۀ کړى يا دې د خپل خاوند سره دوباره پخلا شى، او خاوند دې هم د خپلې ښځې نه، نۀ تښتى. ۱۲ دې نورو ته هم زۀ دا وايم، نه چې مالِک، کۀ د يو ايماندار ښځه ايمانداره نۀ وى او هغه د هغۀ سره په اوسېدو راضى وى نو هغه دې خپلې ښځې له طلاق نۀ ورکوى. ۱۳ او کۀ د کومې ښځې خاوند چې ايماندار نۀ وى او هغه د هغې سره په اوسېدو راضى وى نو هغه دې د خپل خاوند نه طلاق نۀ اخلى ۱۴ ځکه چې کوم خاوند ايماندار نۀ وى، نو هغه د ښځې په وجه پاک شى او کومه ښځه چې ايمانداره نۀ وى، نو هغه د ايماندار خاوند په وجه پاکه شى، ګنې ستاسو بچى به ناپاک وُو خو اوس پاک دى. ۱۵ خو کۀ بې‌ايمانه خاوند يا ښځه په خپلو کښې جدا کېدل غواړى نو پرېږدئ چې جدا شى. په داسې حالت کښې ايماندار خاوند يا ښځه د يو بل پابند نۀ دى، ځکه چې خُدائ پاک تاسو د سلامتۍ ژوند کولو دپاره رابللى يئ. ۱۶ ولې چې اے ښځې، تۀ څۀ خبر يې، کېدے شى چې تۀ خپل خاوند بچ کړې. او اے سړيه، تۀ څۀ خبر يې، کېدے شى چې تۀ خپله ښځه بچ کړې.

د مالِک نه مقرر شوے ژوندون

۱۷ خو بيا هم هر يو کس ته په کار دى چې هغه شان ژوند تير کړى کوم چې مالِک ورته مقرر کړے دے او کوم ته چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ. په ټولو جماعتونو کښې زما دا دستور دے. ۱۸ کۀ چرې څوک سنت شوى رابللے شوى وى نو هغوئ دې خپل ځانونه ناسنته نۀ ښکاره کوى، او کۀ چرې څوک ناسنته رابللے شوى وى نو هغوئ دې خپل ځانونه نۀ سنتوى. ۱۹ ځکه چې په سنت او ناسنته کښې څۀ مطلب نشته بلکې د خُدائ پاک په حکمونو عمل کول ضرورى دى. ۲۰ تاسو هر يو چې په کوم حالت کښې رابللے شوى يئ هم په هغې کښې پاتې شئ. ۲۱ آيا تۀ غلام وې کله چې راوبللے شوې؟ نو په دې مۀ پرېشانه کېږه، خو کۀ تا ته د آزادېدو موقع مِلاو شى نو هغه اختيار کړه. ۲۲ ځکه کۀ تاسو د غلامۍ په حالت کښې مالِک ته رابللے شوى يئ، نو په مالِک کښې آزاد کړے شوى يئ. دغه شان څوک چې آزاد رابللے شوے دے، هغه اوس د مسيح غلام دے. ۲۳ تاسو په بيعه اخستے شوى يئ، نو اوس د انسانانو غلامان مۀ جوړېږئ. ۲۴ اے وروڼو او خوېندو، په کوم حالت کښې چې تاسو رابللے شوى وئ، هم په هغې کښې د خُدائ پاک سره قائم پاتې شئ.

پېغلې او کونډې

۲۵ خو د پېغلو په باب کښې ما سره د مالِک څۀ حکم نشته، خو زۀ څوک چې مالِک د خپل رحم په وسيله د اعتماد قابل کړے يم تاسو ته خپله رائے درکوم. ۲۶ زما په خيال چې په دې سخت حالت کښې تاسو دپاره دا بهتره ده چې څنګه يئ هم هغه شان پاتې شئ. ۲۷ کۀ ستا ښځه وى نو هغې له د طلاق ورکولو کوشش مۀ کوه او کۀ ستا ښځه نۀ وى نو د وادۀ کولو کوشش مۀ کوه. ۲۸ خو کۀ تۀ وادۀ وکړې نو تا ګناه نۀ ده کړې، او کۀ يوه پېغله وادۀ شى نو هغې څۀ ګناه ونۀ کړه، خو کۀ څوک وادۀ وکړى نو په ژوند کښې به پرې تکليفونه راشى او زۀ تاسو د دې نه بچ کول غواړم. ۲۹ خو اے وروڼو او خوېندو، زۀ دا وايم چې مقرر شوے وخت رانزدې دے نو د دې نه پس دې د ښځو خاوندان داسې وى لکه چې د هغوئ ښځې نۀ وى، ۳۰ او ژړېدونکى دې داسې وى لکه چې هغوئ نۀ ژړل، او څوک چې خوشحالى کوى، هغوئ دې داسې وى لکه چې هغوئ خوشحالى نۀ کوى، او اخستونکى دې داسې وى لکه چې مال ورسره نۀ وى، ۳۱ او څوک چې د دُنيا سره لېن دېن کوى هغوئ دې داسې وى لکه دې سره يې هيڅ لېن دېن نۀ وى. ځکه چې دا موجوده دُنيا فنا کېدونکې ده. ۳۲ زۀ دا غواړم چې تاسو د پرېشانۍ نه بې‌غمه اوسئ. ناوادۀ شوے سړے د مالِک په حقله سوچ کوى چې مالِک به څنګه راضى کړى. ۳۳ خو وادۀ شوے سړے د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ کوى چې خپله ښځه به څنګه راضى کړى، ۳۴ او هغه دوه زړيه شى. خو ناوادۀ شوې ښځه او پېغله د مالِک په فکر کښې اوسيږى چې د هغوئ بدن او روح دواړه پاک شى، خو وادۀ شوې ښځه د دُنياوى څيزونو په حقله فکر کوى چې څنګه به خپل خاوند راضى کړى. ۳۵ زۀ دا ستاسو د فائدې دپاره وايم، نه چې په تاسو څۀ پابندۍ دپاره بلکې څۀ چې ښۀ وى په هغې عمل وکړئ او تاسو د مالِک په خِدمت کښې بې‌غمه آخته اوسئ. ۳۶ کۀ د چا دا خيال وى چې هغه د خپلې چنغلې سره د وادۀ نۀ کولو په وجه د هغې حق وهى او د هغې زيات خواهشمند وى نو پرېږدئ چې د هغې سره وادۀ وکړى نو دا ګناه نۀ ده. ۳۷ خو کۀ چا خپل ځان سره د وادۀ نۀ کولو پخه اراده کړې وى او هغه مجبوره نۀ وى بلکې خپل خواهش ساتلے شى او په زړۀ کښې يې دا وى چې خپله چنغله به بې‌وادۀ نۀ پرېږدى نو هغه ښۀ کوى. ۳۸ نو بيا څوک چې د خپلې چنغلې سره وادۀ کوى هغه ښۀ کوى، او څوک يې چې نۀ کوى هغه لا ښۀ کوى. ۳۹ د يوې ښځې چې ترڅو خاوند ژوندے وى هغه تر هغې د هغۀ پابنده ده، خو کۀ خاوند يې مړ شى نو هغه بيا آزاده ده خو صرف د ايماندار سره وادۀ کولے شى. ۴۰ خو زما په خيال به هغه بختوره وى چې په خپل حالت کښې پاتې شى څنګه چې ده، او زما په خيال چې د خُدائ پاک د روح په مطابق تاسو ته زۀ دا نصيحت کوم.