0:00 / 0:00

قرنتیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

نهم فصل

د یو رسول حقونه او دندې

۱ ایا زه ازاد نه یم؟ ایا زه رسول نه یم؟ ایا ما زمونږ څښتن عیسی نه دی لیدلی؟ ایا تاسو په څښتن کې زما د کار نتیجه نه یئ؟ ۲ که زه د نورو دپاره رسول نه یم، نو لږ تر لږه ستاسو دپاره خو یم، ځکه چې تاسو په خپله د دې ثبوت یئ چې زه د څښتن رسول یم.

۳ کله چې خلک ماته ګوته نیسي، نو دا د هغوی په وړاندې زما دفاع ده: ۴ ایا مونږ د خپل کار په خاطر چې سرته یې رسوو، د خوړلو او څښلو حق نه لرو؟ ۵ ایا مونږ لکه د نورو رسولانو او د څښتن د ورونو او پطروس په شان دا حق نه لرو چې خپله ایمانداره ښځه په سفر کې د ځان سره بوځو؟ ۶ ایا یوازې زه او برناباس باید د ژوند کولو دپاره کار وکړو؟ ۷ ایا کوم عسکر په خپل لګښت او خرڅ باندې په پوځ کې خدمت کوي؟ څوک دی چې خپل د انګورو په باغ کې انګور وکري او مېوه یې ونه خوري؟ ایا داسې څوک شته چې رمه وساتي او د شيدو نه یې ګټه وانخلي؟

۸ ایا دا شیان یوازې زه د انساني فکر له مخې وایم؟ او ایا د موسی شریعت هم همداسې نه وایي؟ ۹ ځکه چې د موسی په شریعت کې لیکل شوي دي:

د غوبل کولو په وخت کې د غویي خوله مه تړئ.

نو ایا خدای یوازې د غویانو په هکله فکر کوي؟ ۱۰ ایا هغه په رښتیا سره دا خبرې زمونږ په خاطر نه کوي؟ بې له شکه چې دا زمونږ په خاطر لیکل شوي دي، ځکه څوک چې قلبه کوي، نو په یوې هیلې سره یې کوي او څوک چې غوبل کوي، نو په دې هیله یې کوي چې د حاصل څخه یې برخمن شي. ۱۱ که مونږ ستاسو په منځ کې روحاني تخم وکرلو، نو ایا دا زمونږ دپاره مناسبه نه ده چې په دې تمه واوسو چې د هغې په بدل کې لکه د یو حاصل په شان مونږ ته مادي ګټې راکړئ؟ ۱۲ که چېرې نور خلک ستاسو نه داسې تمه لري، نو ایا مونږ یې باید زیاته ونه لرو؟

خو بیاهم مونږ د خپل حق څخه ګټه نه ده اخیستې، بلکې هرڅه مو زغملي دي ترڅو د مسیح په هکله د زیري په لاره کې خنډ نه شو. ۱۳ ایا تاسو په دې نه پوهېږئ چې کوم کسان چې د خدای په کور کې خدمت کوي او کومې نذرانې چې د خدای کور ته وړاندې کیږي، د هغو څخه د هغوی حق هم ورکول کیږي؟ کوم کسان چې د قربانۍ په ځای کې خدمت کوي، نو هغوی د قربانۍ د نذرانو څخه خپله برخه اخلي. ۱۴ په همدې ډول څښتن حکم کړی دی هغه کسان چې د زیري رسوونکي دي، نو هغوی دې د خپل ژوند وسایل د زیري د رسولو له لارې برابر کړي.

۱۵ خو ما د دې حقونو څخه ګټه نه ده اخیستې او دا شیان د دې دپاره نه لیکم چې د خپل ځان دپاره د داسې حقونو غوښتنه وکړم. زما دپاره به دا ښه وي چې مړ شم له دې نه چې څوک زما دا ویاړ په هېڅ حساب کړي. ۱۶ کله چې زه د زیري وعظ کوم، نو په دې باندې ویاړ نه شم کولای، ځکه زه مجبور یم چې دا کار وکړم. زما په حال دې افسوس وي چې د زیري وعظ ونه کړم. ۱۷ که چېرې زه په خپله خوښه دا کار کوم نو زه د اجر او انعام لایق یم، خو که چېرې زما د خوښې له مخې نه وي، بیاهم دا یوه دنده ده چې ماته سپارل شوې ده چې سرته یې ورسوم. ۱۸ نو بیا زما اجر او انعام څه دی؟ زما انعام همدا موقعه ده چې په وړیا توګه زېری ورسوم. له همدې امله کله چې زه زېری رسوم، نو هېڅکله د خپلو حقونو غوښتنه نه کوم.

۱۹ ځکه که څه هم زه ازاد یم او د چا غلام نه یم، خو خپل ځان مې د ټولو غلام کړی دی، ترڅو زما په وسیله ډېر خلک په مسیح باندې ایمان راوړي. ۲۰ کله چې زه د یهودیانو سره یم، نو لکه د یهودي په شان ژوند کوم د دې دپاره چې هغوی په مسیح باندې ایمان راوړي. کله چې زه د هغو کسانو په منځ کې یم چې د شریعت پیروي کوي، نو زه هم د شریعت تابع کېږم، ترڅو هغوی په مسیح باندې ایمان راوړي، که څه هم زه د شریعت تابع نه یم. ۲۱ زه د هغو خلکو سره چې شریعت نه لري، بې‌شریعته شوم د دې دپاره چې غیریهودیان په مسیح باندې ایمان راوړي. د دې معنی دا نه ده چې ګوندې زه د خدای شریعت نه منم، بلکې زه د مسیح د شریعت پیروي کوم. ۲۲ زه د کمزورو دپاره کمزوری شوم، ترڅو زما په وسیله هغوی په مسیح باندې ایمان راوړي. زه د ټولو خلکو سره یوشان شوم چې په هره طریقه وي، وکولای شم د ځینو دپاره د خلاصون وسیله شم. ۲۳ زه دا هرڅه د زیري د رسولو په خاطر کوم، ترڅو د هغه په برکتونو کې شریک شم.

۲۴ ایا تاسو نه پوهېږئ چې د منډو وهلو په سیالۍ کې ټول منډې وهي، خو یوازې یو کس جایزه ګټي؟ نو تاسو هم داسې منډې ووهئ چې هغه جایزه وګټئ. ۲۵ هر لوبغاړی د لوبو په سیالۍ کې ډېر سخت تمرین کوي. هغوی دا کار د دې دپاره کوي چې هغه تاج لاسته راوړي چې له منځه تلونکی او فاني دی، خو مونږ یې د دې دپاره کوو چې داسې تاج لاسته راوړو چې تل پاتې دی. ۲۶ نو زه منډې وهم، خو د هغه چا په شان نه چې بې‌مقصده منډې وهي. زه سوک وهم، خو د هغه چا په شان نه چې په هوا کې سوکونه وهي. ۲۷ بلکې زه په خپل ځان باندې تکلیف تېروم او هغه په خپل واک کې ساتم، هسې نه چې نورو ته وعظ کوم او په خپله ترې بې‌برخې شم.