Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د نباط د زوی یروبعام د پاچاهۍ په اتلسم کال ابیا د یهودا پاچا شو ۲ او هغه درې کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم معکه وه چې د ابشالوم لور وه. ۳ ابیا د خپل پلار په شان هماغسې ګناهونه وکړل او هغه د خپل غور نیکه داود په خلاف خپل څښتن خدای ته په پوره توګه وفادار نه ؤ. ۴ خو د داود په خاطر د هغه څښتن خدای ابیا ته زوی ورکړ چې د هغه څخه وروسته په اورشلیم کې پاچاهي وکړي او اورشلیم خوندي وساتي - د داسې څراغ په شان چې نه مړ کیږي، د هغه شاهي کورنۍ به پای ته ونه رسیږي. ۵ څښتن ځکه داسې وکړل چې داود به هغه څه کول چې څښتن ورباندې خوشحالېده او هېڅکله یې د هغه د حکمونو څخه سرغړونه نه وه کړې، پرته د اوریا حیتي له پېښې څخه. ۶ هغه جګړه چې د رحبعام او یروبعام ترمنځ پیل شوې وه د ابیا د ژوند تر پایه پورې یې دوام وکړ. ۷ د ابیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، هغه د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. د ابیا او یروبعام ترمنځ به تل جګړه وه. ۸ ابیا مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو او د هغه زوی آسا د هغه په ځای پاچا شو.
۹ د اسراییلو د پاچا یروبعام د پاچاهۍ په شلم کال، آسا د یهودا پاچا شو. ۱۰ هغه یوڅلوېښت کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه د نیا نوم معکه وه چې د ابشالوم لور وه. ۱۱ آسا د خپل غور نیکه داود په شان هغه کارونه کول چې د څښتن په نظر کې سم وو. ۱۲ هغه د خپل هېواد څخه هغه ټول لواطت کاران او فاحشې چې د عبادت په ځایونو کې یې خدمت کاوه، وشړلې او هغه ټول بتان چې د هغه نیکونو جوړ کړي وو، لېرې کړل. ۱۳ هغه خپله نیا معکه د ملکې د مور په توګه د خپل مقام څخه لېرې کړه، ځکه چې هغې د اشیره د کرکې وړ بت جوړ کړی ؤ. آسا هغه بت رانسکور کړ او د قدرون په دره کې یې وسوځاوه. ۱۴ که څه هم آسا سیمه ییز عبادتځایونه له منځه یو نه وړل، خو هغه ټول عمر څښتن ته وفادار پاتې شو. ۱۵ آسا د څښتن په کور کې سره زر او سپین زر او نور ټول شیان کېښودل چې هغه او د هغه پلار څښتن ته وقف کړي وو.
۱۶ د یهودا پاچا آسا او د اسراییلو پاچا بعشا به تل د خپلو پاچاهیو په دوران کې یو د بل سره په جګړې اخته وو. ۱۷ بعشا په یهودا باندې حمله وکړه او د رامه ښار یې ونیوه. هغه دا ښار قوي کړ، د دې دپاره چې د یهودا د ټولو خلکو د تګ راتګ مخه ونیسي. ۱۸ نو آسا پاچا هغه ټول سپین زر او سره زر چې د څښتن د کور او د خپلې ماڼۍ په خزانو کې پاتې شوي وو، واخیستل. هغه یې خپلو درباریانو ته وسپارل او هغه یې دمشق ته د سوریې پاچا بنهدد ته چې د طبرمون زوی او د حزیون لمسی ؤ، د دې پیغام سره ولېږل: ۱۹ «زما او ستاسو ترمنځ دې داسې یو تړون وي لکه څنګه چې زما د پلار او ستاسو د پلار ترمنځ ؤ. ګورئ، زه تاسو ته د سپینو زرو او سرو زرو سوغات درلېږم. نو خپل تړون اوس د اسراییلو د پاچا بعشا سره مات کړئ، ترڅو هغه خپلې لښکرې زما د سیمې څخه وباسي.» ۲۰ بنهدد پاچا د آسا غوښتنه ومنله او خپل قوماندانان او لښکرې یې ولېږلې چې د اسراییلو په ښارونو باندې حمله وکړي. هغوی عیون، دان، آبل بیت معکه، د جلیل بحیره او د نفتالي ټوله سیمه ونیوله. ۲۱ کله چې بعشا له دې څخه خبر شو، هغه د رامه ښار د قوي کولو نه لاس واخیست او د ترزې ښار ته لاړ. ۲۲ له هغې وروسته آسا پاچا ټول یهودا ته فرمان جاري کړ چې ټول خلک پرته له استثنا څخه هغه ټولې تیږې او لرګي چې بعشا غوښتل د رامې ښار پرې قوي کړي، راوړي. آسا په دې موادو باندې مصفه او د بنیامین په سیمه کې د جبع ښار قوي کړ. ۲۳ نور ټول هغه کارونه چې آسا پاچا د خپلې پاچاهۍ په دوران کې کړي دي، یعنې د هغه د زړورتوب کارونه او هغه ښارونه چې هغه جوړ کړي دي، هغه د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. خو په زوړوالي کې هغه د پښو په ناروغۍ باندې اخته شو. ۲۴ وروسته آسا مړ شو او د خپل پلار داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی یهوشافاط د هغه په ځای پاچا شو.
۲۵ د یهودا د پاچا آسا د پاچاهۍ په دوهم کال د یروبعام پاچا زوی ناداب د اسراییلو پاچا شو او دوه کاله یې پاچاهي وکړه. ۲۶ لکه څنګه چې د هغه پلار د څښتن په وړاندې ګناه کړې وه، نو هغه هم ګناه وکړه او اسراییلیان یې د ګناه خواته بوتلل.
۲۷ بعشا د اخیا زوی چې د یساکار د قبیلې څخه ؤ، د ناداب په ضد یې دسیسه جوړه کړه او کله چې ناداب او ټولو اسراییلي لښکرو د جبتون ښار چې په فلسطین کې ؤ کلابند کاوه، بعشا ناداب وواژه. ۲۸ دا پېښه د یهودا د پاچا آسا د پاچاهۍ په درېم کال وشوه. نو بعشا د ناداب په ځای د اسراییلو پاچا شو. ۲۹ څنګه چې هغه پاچا شو، د یروبعام د کورنۍ ټول غړي یې ووژل. څرنګه چې څښتن د خپل خدمتګار اخیا نبي په وسیله چې د شیلوه څخه ؤ ویلي وو، د یروبعام د کورنۍ ټول غړي ووژل شول او یو هم ژوندی پاتې نه شو. ۳۰ دا پېښه ځکه وشوه چې یروبعام ګناه وکړه، د اسراییلو د ګناهکار کېدلو سبب وګرځېده او په دې ډول یې د اسراییلو د څښتن خدای قهر راوپاراوه.
۳۱ د ناداب د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۳۲ د یهودا پاچا آسا او د اسراییلو پاچا بعشا به تل د خپلو پاچاهیو په دوران کې یو د بل سره په جګړې اخته وو.
۳۳ د یهودا د پاچا آسا د پاچاهۍ په درېم کال د اخیا زوی بعشا د ټولو اسراییلو پاچا شو او هغه څلورویشت کاله په ترزې کې پاچاهي وکړه. ۳۴ لکه څنګه چې یروبعام د څښتن په وړاندې ګناه کړې وه، نو هغه هم ګناه وکړه او اسراییلیان یې د ګناه خواته بوتلل.