0:00 / 0:00

د بادشاهانو اول کِتاب

پينځلسم باب

د يهوداه بادشاه ابياه

۱ د يربعام د نباط د زوئ د بادشاهۍ په اتلسم کال، ابياه د يهوداه بادشاه شو، ۲ او هغۀ په يروشلم کښې درې کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور معکه د ابى‌سلوم لور وه. ۳ هغۀ د خپل پلار په شان هم هغه ګناهونه وکړل او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک وفادار نۀ وو، لکه څنګه چې د هغۀ نيکۀ داؤد وفادار وو. ۴ خو مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د داؤد د خاطره ابياه له يو زوئ ورکړو چې د هغۀ نه پس په يروشلم بادشاهى کوى او د دې حِفاظت کوى. ۵ مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل چې داؤد به هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو او ټول عُمر يې د حِتى اورِياه د مسئلې نه بغېر د هغۀ د يو حُکم نافرمانى نۀ وه کړې. ۶ کوم جنګ چې د رحُبعام او يربعام په مينځ کښې شروع شوے وو نو هغه د ابياه په ټول ژوند کښې جارى وو. ۷ او نور هر څۀ چې ابياه کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۸ ابياه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ آسا د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.

د يهوداه بادشاه آسا

۹ د اِسرائيلو د بادشاه د يربعام د بادشاهۍ په شلم کال آسا د يهوداه بادشاه شو، ۱۰ او هغۀ يو څلوېښت کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه. د هغۀ نيا معکه وه، چې د ابى‌سلوم لور وه. ۱۱ آسا د خپل پلار نيکۀ داؤد په شان هم هغه څۀ کول چې مالِک خُدائ ورباندې رضا کېدو. ۱۲ هغۀ د مُلک د بُتانو د عبادت د ځايونو نه ټول نران او ښځې کنجرې وويستلې او هغه ټول بُتان يې لرې کړل چې د هغۀ پلار نيکۀ جوړ کړى وُو. ۱۳ هغۀ خپله نيا معکه د ”مور مَلِکه“ د عُهدې نه لرې کړه، ځکه چې هغې د اشيرې يو بې‌حيا بُت جوړ کړے وو. آسا دا بُت مات کړو او د قِدرون په مېدان کښې يې وسوزولو. ۱۴ اګر چې آسا علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه کړى، خو بيا هم ټول عُمر د مالِک خُدائ وفادار وو. ۱۵ د هغۀ پلار چې کوم څيزونه خُدائ پاک ته وقف کړى وُو نو هغه ټول يې د مالِک خُدائ په کور کښې کېښودل، د سرو زرو او سپينو زرو هغه څيزونه يې هم کېښودل چې هغۀ په خپله وقف کړى وُو. ۱۶ د يهوداه بادشاه آسا او د اِسرائيل بادشاه بعشا د خپلې بادشاهۍ په دوران کښې همېشه د يو بل خِلاف په جنګ وُو. ۱۷ بعشا په يهوداه حمله وکړه او د راما نه يې پاخۀ دېوالونه تاو کړل چې د يهوداه ټول تګ راتګ بند کړى. ۱۸ نو آسا بادشاه هغه ټول سپين زر او سرۀ زر يوړل چې د مالِک خُدائ په کور او محل په خزانو کښې پاتې وُو او دا يې د خپلو آفسرانو په ذريعه د دې پېغام سره دمشق ته د شام بادشاه بِن‌حدد له ولېږل چې هغه د حزيون نمسے او طاب‌رمون زوئ وو، ۱۹ ”راځه چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان په خپلو کښې لوظ وکړُو. ګوره، دا سپين زر او سرۀ زر تحفه درلېږم. نو د اِسرائيل بادشاه بعشا سره خپل اِتحاد مات کړه، چې هغه زما د علاقې نه خپل فوجيان بهر کړى.“ ۲۰ بِن‌حدد بادشاه د آسا خبرې ته راضى شو او خپل فوجى آفسران او د هغوئ لښکر يې ولېږلو چې د اِسرائيل په ښارونو حمله وکړى. هغوئ عيون، دان، ابيل‌بيت‌معکه، د ګليل ډنډ ته نزدې علاقه او د نفتالى ټوله علاقه قبضه کړه. ۲۱ کله چې بعشا بادشاه د دې نه خبر شو، نو هغۀ د راما دېوالونه پخول پرېښودل او تِرضاه ته لاړو. ۲۲ بيا آسا بادشاه په ټوله يهوداه کښې هر چا ته دا حُکم وکړو چې د راما نه هغه کاڼى او لرګى يوسى چې بعشا د دې پَخو دېوالونو جوړولو دپاره استعمالول. د دې سامان سره آسا د مصفاه او جبعه ښار مضبوط کړو چې د بنيامين په علاقه کښې وو. ۲۳ نور هر څۀ چې آسا بادشاه کړى وُو، د هغۀ د بهادرۍ کارنامې او کوم ښارونه يې چې جوړ کړى وُو، دا هر څۀ د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. خو په بوډاتوب کښې ورباندې د پښو بيمارى راغله. ۲۴ آسا مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوسفط د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.

د اِسرائيل بادشاه ندب

۲۵ د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په دوېم کال کښې، د يربعام بادشاه زوئ ندب د اِسرائيل بادشاه شو او دوه کاله يې بادشاهى وکړه. ۲۶ لکه څنګه چې د هغۀ پلار د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه نو هغۀ هم وکړه او اِسرائيليان يې د ګناه طرف ته بوتلل. ۲۷ د يساکار قبيلې د اخياه زوئ بعشا د ندب خِلاف منصوبه جوړه کړه او هغه يې ووژلو، په دې وخت کښې ندب او د هغۀ لښکر د فلستيه په مُلک کښې د جبتون ښار محاصره کړے وو. ۲۸ د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په درېم کال داسې وشول. او بعشا د ندب نه پس د اِسرائيل بادشاه شو. ۲۹ څنګه چې هغه بادشاه شو نو هغۀ د يربعام د خاندان کسان ووژل. هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوونکى د سيلا پېغمبر اخياه په ذريعه فرمائيلى وُو، د يربعام مکمل خاندان ووژلے شو، يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو. ۳۰ دا ځکه چې يربعام د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله، دا د هغې ګناه په وجه چې هغۀ کړې وه او اِسرائيليان هم د ګناه طرف ته بوتلى وُو. ۳۱ نور هر څۀ چې ندب کړى وُو نو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. ۳۲ د يهوداه بادشاه آسا او د اِسرائيل بادشاه بعشا هر وخت د يو بل خِلاف په جنګ کښې وُو.

د اِسرائيل بادشاه بعشا

۳۳ د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په درېم کال د اخياه زوئ بعشا د ټول اِسرائيل بادشاه شو او څليريشت کاله يې په تِرضاه کښې بادشاهى وکړه. ۳۴ لکه څنګه چې مخکښې يربعام بادشاه ګناه کړې وه نو هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او اِسرائيليان يې د ګناه طرف ته بوتلل.