0:00 / 0:00

د بادشاهانو اول کِتاب

نولسم باب

حضرت الياس د سينا په غرۀ باندې

۱ الياس چې څۀ کړى وُو او چې ټول پېغمبران يې وژلى وُو نو اخى‌اب بادشاه خپلې ښځې ايزبل ته هغه هر څۀ ووئيل. ۲ نو هغې الياس له پېغام ورولېږلو، ”خپل خُدايان دې ما ووژنى چې سبا په دې وخت زۀ تا سره هغه کار ونۀ کړم کوم چې تا د هغه پېغمبرانو سره کړے دے.“ ۳ الياس ويرېدو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره وتښتېدو، هغۀ خپل نوکر ځان سره بوتلو او په يهوداه کښې بيرسبع ته لاړو او خپل نوکر يې هلته پرېښودو. ۴ الياس په بيابان کښې ټوله ورځ مزل وکړو. هغۀ مزل بس کړو او د جارُو د ونې د سورى لاندې کښېناستو او هغۀ غوښتل چې مړ شى. هغۀ ووئيل، ”مالِکه خُدايه، بس دے، ما ووژنه، زۀ د خپل پلار نيکۀ نه ښۀ نۀ يم.“ ۵ هغه د جارُو د ونې لاندې څملاستو او اودۀ شو. ناڅاپه يوې فرښتې هغۀ له لاس وروړو او ورته يې وفرمائيل، ”پاڅه او وخوره.“ ۶ هغۀ ګېرچاپېره وکتل او يوه روټۍ يې وليده چې په ګرمو سکارو باندې پخه شوې وه او خپل سر سره نزدې يې د اوبو يو منګے وليدو. هغۀ خوراک څښاک وکړو او بيا څملاستو. ۷ د مالِک خُدائ فرښته بيا راغله او په دوېم ځل يې هغه پاڅولو، ورته يې وفرمائيل، ”پاڅه او وخوره، ګنې ستا دپاره به سفر ډېر ګران وى.“ ۸ الياس پاڅېدو، خوراک څښاک يې وکړو او دې خوراک هغۀ له دومره طاقت ورکړو چې سينا ته څلوېښت ورځې مزل وکړى، کوم چې د خُدائ پاک غر دے. ۹ هلته هغه يو غار ته ورننوتلو او شپه يې په کښې تېره کړه. او د مالِک خُدائ کلام پرې نازل شو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“ ۱۰ هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما په شوق سره ستا خِدمت کړے دے، ما صِرف ستا خدمت کړے دے، اے مالِک خُدايه ربُ الافواجه. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما په ژوند پسې لګېدلى دى.“ ۱۱ مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”بهر لاړ شه او د غرۀ په سر باندې زما په وړاندې ودرېږه.“ بيا مالِک خُدائ تېر شو او يوه زبردسته هوا يې راولېږله چې هغې غرونه وشلول او کاڼى يې دړې وړې کړل، خو مالِک خُدائ په هوا کښې نۀ وو. هوا بنده شوه او بيا زلزله راغله، خو مالِک خُدائ په زلزله کښې هم نۀ وو. ۱۲ د زلزلې نه پس اور راغلو، خو مالِک خُدائ په اور کښې هم نۀ وو. او د اور نه پس، يو نرے آواز راغلو. ۱۳ کله چې الياس آواز واورېدو، نو هغۀ خپل مخ په چُوغه کښې پټ کړو، بهر لاړو او د غار په خولۀ کښې ودرېدو. او هغۀ ته يو آواز وشو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“ ۱۴ هغه ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، ما په تا باندې غېرت کړے دے. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما د وژلو کوشش هم کوى.“ ۱۵ مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دمشق ته نزدې بيابان ته واپس شه، بيا ښار ته ورننوځه او حِزائيل د شام بادشاه مقرر کړه، ۱۶ د نِمسى زوئ ياهُو د اِسرائيل بادشاه مقرر کړه او ابيل‌محوله د سافط زوئ اليشع ستا نه پس پېغمبر مقرر کړه. ۱۷ هر څوک چې د حِزائيل نه ژوندے خلاص شى نو د ياهُو په ذريعه به ووژلے شى او هر څوک چې د ياهُو نه وتښتى نو اليشع به هغه ووژنى. ۱۸ خو زۀ به بيا هم په اِسرائيل کښې اووۀ زره کسان ژوندى پرېږدم، هغه ټول چې زما وفادار وى او بعل ته يې سجده نۀ وى کړې او هغه ټول چې د هغوئ خُلو هغه بُت ښُکل کړے نۀ وى.“

اليشع ته بلنه

۱۹ الياس لاړو او وې ليدل چې اليشع د غوَيو په يوه قلبه باندې يوه کوله، د هغۀ نه مخکښې يوولس سړى د قلبو سره وُو او هر يو سړى په يوه قلبه باندې يوه کوله. نو الياس خپله پېغمبرى چُوغه وويستله او اليشع ته يې ورواغوستله. ۲۰ نو اليشع خپل غوَيان پرېښودل، په الياس پسې يې منډه کړه او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ به خپل مور پلار په مخه ښه وئيلو دپاره ښُکل کړم، نو بيا به تا سره لاړ شم.“ الياس ورته وفرمائيل، ”ټيک ده، لاړ شه. خو چې ما ستا دپاره څۀ کړى دى نو هغه مۀ هېروه.“ ۲۱ بيا اليشع د خپلې قلبې غوَيو له لاړو او حلال يې کړل او د دې غوښه يې پخه کړه، د جغ نه يې د خشاک کار واخستو. هغۀ غوښه خلقو له ورکړه او هغوئ وخوړله. بيا هغه الياس پسې د هغۀ د نوکر په شان لاړو.