0:00 / 0:00

د پطروس رسول لومړی لیک

درېم فصل

ښځې او مېړونه

۱ای ښځو! د خپلو مېړونو تابع اوسئ، ځکه که چېرې په هغوی کې ځینې یې د خدای کلام نه مني، نو ستاسو د چلند په لیدلو سره به پرته له کومې خبرې ایمان راوړي، ۲ځکه چې هغوی به وویني چې تاسو څومره په پاکۍ او د خدای څخه په وېره کې ژوند تېروئ. ۳‏-۴ستاسو ښایست دې یوازې ظاهري نه وي لکه څنګه چې خپل ویښتان جوړوئ یا د سرو زرو ګاڼې اچوئ او یا ښکلي کالي اغوندئ، خو ستاسو ښایست دې باطني ښایست وي چې له منځه نه ځي. هغه ښایست په نرم او ارام روح کې دی چې د خدای په نظر کې ډېر قیمتي دی. ۵په همدې ډول په پخوا زمانه کې پرهېزګارې ښځې وې چې په خدای یې توکل درلود او د خپلو مېړونو تابع وې، له دې امله هغوی ښایسته کېدلې. ۶د مثال په ډول ساره د ابراهیم اطاعت کاوه او هغه ته به یې بادار ویل. که تاسو هم ښه کارونه کوئ او د هر هغه شي څخه چې د وېرې سبب ګرځي ونه وېرېږئ، نو تاسو به د هغې لورګانې یئ. ۷تاسو هم ای مېړونو! د خپلو ښځو سره په هوښیارۍ سره ګوزاره کوئ او که څه هم هغوی ستاسو څخه کمزورې دي، خو په درناوي ورسره چلند کوئ، ځکه چې هغوی درسره د تلپاتې ژوندون په نعمت کې شریکې دي. همداسې کوئ، ترڅو داسې نه شي چې ستاسو دعاګانې خدای قبولې نه کړي.

د نېکو کارونو له امله د کړاوونو زغمل

۸لنډه دا چې تاسو ټول باید په یو فکر اوسئ، یو د بله سره خواخوږي ولرئ، د یو بل سره د ورونو په شان مینه ولرئ او مهربانه او عاجزه اوسئ. ۹د بدو په بدل کې بدي مه کوئ او د ښکنځلو په بدل کې ښکنځل مه کوئ، بلکې د هغې په ځای برکت وغواړئ، ځکه چې خدای تاسو د دې دپاره رابللي یئ چې برکت درکړي. ۱۰لکه څنګه چې د خدای کلام وایي:

څوک چې غواړي خوشحاله ژوند ولري

او وویني ښې ورځې

وساتئ خپله ژبه بدو خبرو نه

وساتئ خپلې شونډې د دروغو نه

۱۱له بدو لېرې ګرځئ کوئ نېکي

سولې دپاره هلې‌ځلې کوئ او ورپسې وګرځئ

۱۲دی د څښتن نظر نېکانو باندې

او نیسي غوږ یې دعاګانو ته

خو دی څښتن د بدکارانو خلاف

۱۳که چېرې تاسو د نېکو کارونو غوښتونکي یئ، نو څوک به تاسو ته زیان ورسوي؟ ۱۴که څه هم تاسو د نېک کار په خاطر درد او کړاو زغمئ، خو تاسو بختور یئ. د هېچا نه مه وېرېږئ او اندېښنه مه کوئ. ۱۵خو د مسیح دپاره په خپلو زړونو کې درناوی ولرئ او هغه خپل څښتن وګڼئ. که څوک ستاسو نه ستاسې د هیلې د علت پوښتنه وکړي، نو تل یې ځواب ورکولو ته تیار اوسئ، ۱۶خو په نرمۍ او درناوي سره. خپل وجدان پاک ساتئ، ترڅو کله چې تاسو ته سپکاوی کیږي او د نېک مسیحي چلند په خاطر درته خلک بد وایي، وشرمیږي. ۱۷ځکه که دا د خدای رضا وي چې تاسو دې تکلیفونه ووینئ، نو ډېره ښه به وي چې د نېکو کارونو له امله وي، نه د بدو کارونو له امله.

۱۸ځکه چې مسیح یوځل او د تل دپاره زمونږ د ګناهونو په خاطر مړ شو، یعنې یو بې‌ګناه سړی د ګناهکارانو په خاطر، د دې دپاره چې مونږ خدای ته ورسوي. هغه په جسماني توګه مړ شو، خو په روحاني توګه ژوندی شو، ۱۹او په دې ډول هغه لاړ او هغو روحونو ته یې وعظ وکړ چې بندیان وو. ۲۰دا د هغو خلکو روحونه وو چې د خدای د حکم څخه یې اطاعت ونه کړ. کله چې نوح کشتۍ جوړوله، خدای په صبر سره هغوی ته انتظار کاوه. په هغې کشتۍ کې یوازې اته تنه د اوبو څخه وژغورل شول. ۲۱دا د تعمید د غسل یو مثال دی. اوس خدای تاسو ته د عیسی مسیح د بیا راژوندي کېدلو په وسیله خلاصون درکوي. د تعمید غسل د بدن د ناپاکۍ لېرې کول نه دي بلکې د پاک وجدان په سبب د خدای څخه یوه غوښتنه ده. ۲۲اوس مسیح اسمان ته پورته شوی دی او د خدای ښي لاس ته ناست دی او ټولې فرښتې، اختیارات او اسماني قدرتونه د هغه تابع دي.