0:00 / 0:00

د سموئيل اول کِتاب

شپاړسم باب

حضرت داؤد د بادشاه په توګه مقرر کېدل

۱ بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“ ۲ سموئيل ترې نه تپوس وکړو، ”دا زۀ څنګه وکړم؟ کۀ ساؤل د دې نه خبر شى نو هغه به ما ووژنى.“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”تۀ د ځان سره يوه سخۍ بوځه او هلته ووايه چې تۀ هلته ځکه يې چې مالِک خُدائ ته يوه قربانى پېش کړې. ۳ يَسى قربانۍ له راوغواړه او زۀ به تا ته ووايم چې څۀ به کوې. زۀ چې کوم سړے درته ښايم نو د نښې په طور به تۀ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړې چې بادشاه جوړ شى.“ ۴ سموئيل هم هغه شان وکړل چې څۀ ورته مالِک خُدائ فرمائيلى وُو او بيت‌لحم ته لاړو، هلته د ښار مشران په يره يره کښې د هغۀ سره مِلاوېدو دپاره راغلل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”د امن په نيت راغلے يې کۀ نه؟“ ۵ هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، د امن په نيت راغلم، زۀ راغلم چې مالِک خُدائ ته يوه قربانى پېش کړم. ځان پاک کړئ او ما سره لاړ شئ.“ هغۀ يَسى او د هغۀ زامنو ته هم وفرمائيل چې ځان پاک کړئ او هغوئ يې قربانۍ له راوغوښتل. ۶ کله چې هغوئ ورسېدل، سموئيل د يَسى زوئ اِلياب وليدو او خپل ځان سره يې ووئيل، ”دا سړے کوم چې دلته د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ دے دا بې‌شکه هم هغه دے چې کوم مالِک خُدائ خوښ کړے دے.“ ۷ خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“ ۸ يَسى خپل زوئ ابينداب راوغوښتو او سموئيل له يې راوستلو. خو سموئيل ورته وفرمائيل، ”نه، مالِک خُدائ دا هم نۀ دے خوښ کړے.“ ۹ يَسى بيا سِمعه راوستلو. نو سموئيل وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دے هم نۀ دے خوښ کړے.“ ۱۰ داسې يَسى اووۀ زامن سموئيل له راوستل. او سموئيل هغۀ ته وفرمائيل، ”نه، مالِک خُدائ دا يو هم نۀ دے خوښ کړے.“ ۱۱ هغۀ ترې نه بيا تپوس وکړو، ”ستا نور زامن شته څۀ؟“ يَسى ورته ووئيل، ”د ټولو نه کشر پاتې دے، خو هغه بهر د ګډو خيال ساتى.“ سموئيل ورته وفرمائيل، ”هغه راوغواړه چې دلته راشى. مونږ به تر هغې قربانى نه پېش کوُو چې هغه راغلے نۀ وى.“ ۱۲ نو يَسى هغه راوغوښتو. هغه يو ښائسته او سور سپين زلمے وو او ښائسته سترګې يې لرلې. مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”هم دغه يو دے، سر يې په تېلو غوړ کړه.“ ۱۳ سموئيل د زيتُونو هغه تېل واخستل چې د ګډ په ښکر کښې وُو او د داؤد سر يې د هغۀ د وروڼو په مخکښې غوړ کړو. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه د طاقت سره په داؤد نازل شو او د هغې ورځې نه د هغۀ سره شو. بيا سموئيل واپس راما ته لاړو.

حضرت داؤد د ساؤل په دربار کښې

۱۴ د مالِک خُدائ روح د ساؤل نه لاړو او د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى هغه ونيولو. ۱۵ د هغۀ نوکرانو هغۀ ته ووئيل، ”مونږ ته پته ده چې تۀ د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى نيولے يې. ۱۶ نو صاحِبه، مونږ له حُکم راکړه چې مونږ داسې سړے ولټوُو چې هغه رباب غږولے شى. بيا چې کله هغه پېرى په تا راشى، نو هغه سړے به بينجو وغږوى او تۀ به ټيک شې.“ ۱۷ ساؤل هغوئ له حُکم ورکړو، ”ما له يو داسې سړے ولټوئ چې هغه بينجو ښۀ غږولے شى او ما له يې راولئ.“ ۱۸ يو نوکر يې ووئيل، ”د بيت‌لحم د ښار، د يَسى يو زوئ دے هغه په موسيقۍ کښې ښۀ ماهِر دے. هغه تکړه او ښائسته سړے دے، هغه يو ښۀ فوجى او تقرير کوونکے دے. مالِک خُدائ د هغۀ مل دے.“ ۱۹ نو ساؤل يَسى ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”ما له ستا زوئ داؤد راولېږه، کوم چې د ګډو خيال ساتى.“ ۲۰ يَسى، ساؤل ته د چېلۍ د يو بچى سره خپل زوئ داؤد ولېږلو، چې ورسره په روټۍ بار کړے خر او يوه د ميو ډکه مشکيزه هم وه. ۲۱ داؤد ساؤل له راغلو او د هغۀ خِدمت يې شروع کړو. د ساؤل هغه ډېر خوښ شو او هغه يې خپل د وسلې وړونکے سړے جوړ کړو. ۲۲ بيا ساؤل يَسى ته يو پېغام ولېږلو، ”داؤد زما ډېر خوښ دے. هغه پرېږده چې زما خِدمت کوى.“ ۲۳ د هغې وخت نه واخله چې کله به هم د خُدائ پاک رالېږلے شوے پيرے په ساؤل راتلو، نو داؤد به د هغۀ رباب واخستو او ووبه يې غږولو او ساؤل به لږ شان ښۀ شو او ورو ورو به نور هم ښۀ کېدو او پيرے به د هغۀ نه لاړو.