د اول سموییل کتاب

اتلسم فصل

۱ وروسته له هغې چې داود خپلې خبرې د شاوول سره پای ته ورسولې، د شاوول زوی یوناتان او داود سمدلاسه ډېر ښه دوستان شول او داود په یوناتان باندې د خپل ځان په شان ډېر ګران شو. ۲ له هماغې ورځې څخه شاوول داود د خپل ځان سره وساته او هغه یې پرېنښود چې د خپل پلار کور ته لاړ شي. ۳ یوناتان د داود سره د ملګرتوب تړون وکړ، ځکه چې د هغه سره یې د خپل ځان په شان مینه کوله. ۴ یوناتان هغه چپنه چې په تن کې یې وه وویستله او داود ته یې ورکړه، خپلې زغرې، حتی خپله توره، لینده او کمربند یې هم هغه ته ورکړل. ۵ هر چېرته چې به شاوول داود د هر کار دپاره لېږه هغه به یې په بریالیتوب سره سرته رساوه. شاوول هغه د اردو لوړ افسر وټاکه. په دې باندې ټول قوم او د شاوول مامورین خوشحاله شول.

شاوول د داود سره بخیلي کوي

۶ کله چې داود جلیات وواژه او عسکر بېرته خپلو کورونو ته راستنېدل، د اسراییلو د ټولو ښارونو څخه ښځې د خوشحالۍ په سندرو ویلو، ګډېدلو او د چمبو او ربابونو په غږولو سره د شاوول پاچا د هرکلي دپاره راووتلې. ۷ په داسې حال کې چې ښځې ګډېدلې هغوی به دا سندره ویله: «شاوول زرګونه وژلي دي، خو داود یو په لس د هغه نه زیات وژلي دي.» ۸ دا سندره د شاوول خوښه نه شوه او هغه ډېر په قهر شو، ویې ویل: «هغوی داود ته د لسګونو زرو اعتبار ورکړی دی او ماته یوازې د زرګونو. په راتلونکې کې به د هغه څخه پاچا جوړ کړي.» ۹ نو له هماغه وخت څخه شاوول په داود باندې بخیلي کوله او په هغه شکمن شو.

۱۰ د هغې ورځې په سبا د خدای له خوا په شاوول باندې پېریان نازل شول او هغه په خپل کور کې لکه د لېوني په شان بدرد ویل. داود لکه د هرې ورځې په شان رباب غږاوه او د شاوول په لاس کې نېزه وه. ۱۱ شاوول خپله نېزه د داود خواته ورګوزاره کړه، د خپل ځان سره یې وویل: «زه به داود د دېوال سره مېخ کړم.» خو داود دوه ځلې خپل ځان بچ کړ.

۱۲ شاوول د داود څخه وېرېده، ځکه چې څښتن د داود سره ؤ، خو شاوول یې پریښی ؤ. ۱۳ نو هغه داود د خپل ځان نه لېرې کړ او هغه یې په زرو تنو باندې قوماندان کړ. داود به په جنګي عملیاتو کې د خپلو لښکرو مشري کوله. ۱۴ داود به په خپلو ټولو کارونو کې بریالی ؤ، ځکه چې څښتن د هغه سره مل ؤ. ۱۵ کله چې شاوول ولیدل چې داود دومره بریالی دی، نو د هغه څخه نور هم ووېرېده. ۱۶ خو داود د اسراییلو او یهودا په ټولو خلکو باندې ګران ؤ، ځکه چې هغوی ته به یې په جنګي عملیاتو کې لارښودنه کوله.

داود د شاوول د لور سره واده کوي

۱۷ یوه ورځ شاوول داود ته وویل: «میراب زما مشره لور ده. هغه به تاته په نکاح کړم په دې شرط چې ته به د یوه زړور او وفادار عسکر په توګه زما خدمت کوې او د څښتن په جنګونو کې به جنګېږې.» شاوول د خپل ځان سره فکر کاوه: «زه به داود په خپله ونه وژنم، پرېږده چې فلسطینیان دا کار وکړي.»

۱۸ خو داود شاوول ته وویل: «زه څوک یم او زما د پلار کورنۍ څه ده چې زه د پاچا زوم شم؟» ۱۹ هغه وخت چې داود تیار شو چې د شاوول د لور میراب سره واده وکړي، شاوول خپله لور عدر ییل ته چې د محولا د ښار څخه ؤ ورکړه.

۲۰ خو د شاوول بله لور میکال په داود باندې مینه وه، کله چې شاوول دا خبره واورېدله، هغه خوشحاله شو. ۲۱ هغه د خپل ځان سره وویل: «زه به میکال داود ته ورکړم. زه به د هغې څخه کار واخلم چې داود په دام کې راګېر کړي او هغه به د فلسطینیانو په لاس ووژل شي.» نو شاوول د دوهم ځل دپاره داود ته وویل: «ته به زما زوم شې.» ۲۲ نو بیا شاوول خپلو خدمتګارانو ته حکم وکړ: «د داود سره په خصوصي ډول خبرې وکړئ او ورته ووایئ: پاچا ستا څخه خوشحاله دی او په مونږ ټولو باندې ګران یې. ولې نه غواړې د هغه زوم شې؟»

۲۳ هغوی دا خبرې داود ته تکرار کړې، خو داود ورته وویل: «ایا ستاسو په فکر د پاچا زوم کېدل یوه کوچنۍ خبره ده؟ زه یو غریب او بې نومه سړی یم.»

۲۴ د شاوول خدمتګارانو هغه څه چې داود دوی ته ویلي وو شاوول ته بیان کړل. ۲۵ شاوول هغوی ته حکم وکړ چې داود ته ووایي: «هغه څه چې پاچا ستا څخه د مهر په توګه غواړي هغه د سلو فلسطینیانو د سنتۍ پوستکي دي چې د هغه د دښمنانو څخه بدل واخیستل شي.» دا د شاوول پلان ؤ چې داود د فلسطینیانو په لاس ووژل شي. ۲۶ د شاوول خدمتګارانو چې داود ته دا خبرې وکړې هغه په دې خوشحاله شو چې د پاچا زوم شي. نو مخکې له دې چې ټاکلی وخت پوره شي، ۲۷ داود د خپلو نفرو سره لاړ او دوه سوه فلسطینیان یې ووژل. د هغوی د سنتۍ پوستکي یې راوړل او پاچا ته یې پوره حساب وړاندې کړ، ترڅو هغه د پاچا زوم شي. نو شاوول خپله لور میکال هغه ته په نکاح کړه.

۲۸ شاوول په دې ښه پوه شو چې څښتن د داود سره دی او دا چې د هغه لور میکال په هغه مینه ده. ۲۹ نو شاوول د هغه څخه نور هم ووېرېده او د ژوند تر پایه پورې د هغه سره دښمن ؤ.

۳۰ د فلسطینیانو قوماندانان به په دوامداره توګه راتلل او جګړه به یې کوله. خو په هرې جګړې کې به داود د شاوول د نورو عسکري منصبدارانو په پرتله بریالی ؤ او په ډېر درنښت یادېده.