0:00 / 0:00

د سموئيل اول کِتاب

پينځويشتم باب

د سموئيل مرګ

۱ نو سموئيل مړ شو او ټول بنى اِسرائيليان راغونډ شول او په هغۀ يې د غم ژړا وکړه. بيا هغوئ هغه په راما کښې په خپل خاندانى قبر کښې ښخ کړو.

حضرت داؤد او ابى‌جيل

د هغې نه پس، داؤد د فاران صحرا ته لاړو. ۲‏-۳ د کالب د قبيلې يو سړے وو چې نوم يې نابال وو، چې هغه د معون د ښار وو او هغۀ د کرمل ښار سره نزدې خپله زمکه لرله. هغه مالداره سړے وو، درې زره ګډې او زر چېلۍ يې وې. د هغۀ ښځه ابى‌جيل ښائسته او هوښياره وه، خو هغه سخت او شوم سړے وو. نابال په کرمل کښې د خپلو ګډو نه وړۍ کلولې، ۴ او داؤد، څوک چې په صحرا کښې وو د دې نه خبر شو چې نابال د خپلو ګډو نه وړۍ کلولې، ۵ نو هغۀ لس زلمى د دې حُکم سره ولېږل چې کرمل ته لاړ شئ، نابال ولټوئ او زما سلام ورورسوئ. ۶ هغۀ ته ووايئ، ”خوشحاله او ژوندے اوسې، په تا او ستا په کور دې سلامتى وى او په هغه هر څۀ دې سلامتى وى چې تۀ يې لرې. ۷ هغۀ اورېدلى دى چې تۀ د خپلو ګډو وړۍ کلوې او هغۀ غوښتل چې تا ته دا پته ولګى چې کله ستا شپانۀ مونږ سره وُو نو مونږ هغوئ ته څۀ نقصان نۀ دے رسولے. کله چې هغوئ په کرمل کښې وُو نو هيڅکله د هغوئ يو څيز هم نۀ دے پټ کړے شوے. ۸ تۀ د خپلو سړو نه تپوس وکړه او هغوئ به تا ته هم دغه شان ووائى. نو تۀ به مونږ سره ښېګړه وکړې څۀ، ځکه چې مونږ د اختر په ورځ راغلى يُو؟ تۀ مونږ يعنې ستا خِدمت کوونکو او خپل دوست داؤد له څۀ راکړه.“ ۹ د داؤد زلمى راورسېدل او د داؤد دا پېغام يې نابال له ورکړو. او هغوئ هلته اِنتظار وکړو، ۱۰ او آخر نابال جواب ورکړو چې، ”داؤد څوک دے؟ د يَسى زوئ څوک دے؟ نن سبا ډېر نوکران د خپلو نېکانو نه تښتى. ۱۱ زۀ روټۍ، اوبۀ او هغه ځناور ولې يوسم چې ما د خپلو نوکرانو دپاره حلال کړى دى چې هغه سړو له يې ورکړم چې ما ته پته هم نشته چې هغوئ د کوم ځائ نه راغلى دى.“ ۱۲ د داؤد سړى واپس راغلل او چې نابال څۀ وئيلى وُو نو هغه يې ورته ووئيل. ۱۳ داؤد خپلو سړو ته وفرمائيل، ”هر يو سړے خپلې تُورې وتړئ.“ هغۀ حُکم ورکړو او هغوئ ټولو تُورې وتړلې. داؤد په خپله هم تُوره وتړله او تقريباً د خپلو څلورو سوو سړو سره لاړو، چې دوه سوه سړى يې وروستو د سامان سره پرېښودل. ۱۴ د نابال يو نوکر د نابال ښځې ابى‌جيل ته ووئيل، ”تۀ خبر يې؟ داؤد د صحرا نه پېغام وړُونکى رالېږلى دى چې زمونږ نېک ته سلام ووائى، خو هغۀ يې بې‌عزتى وکړه. ۱۵ خو هغوئ زمونږ سره ډېر ښۀ وُو، هغوئ مونږ کله هم نۀ يُو تنګ کړى او مونږ به هر وخت د هغوئ سره په پټو کښې وُو او زمونږ يو څيز هم نۀ دے پټ کړے شوے. ۱۶ هغوئ شپه او ورځ زمونږ حِفاظت کولو او چې کله هم مونږ د هغوئ سره وُو نو هغوئ زمونږ د رَمو حِفاظت کولو. ۱۷ دا زمونږ د نېک او د هغۀ د مکمل خاندان دپاره د تباهۍ سبب جوړېدے شى. هغه دومره بداخلاقه سړے دے چې د هيچا خبره به هم نۀ اورى.“ ۱۸ ابى‌جيل زر زر دوه سوه روټۍ راټولې کړې، دوه د ميو نه ډکې مشکيزې، پينځۀ حلال شوى ګډان او لس کلو وريتې دانې، سل د کشمشو موټى او دوه سوه موټى د اوچو اينځرو يې واخستل او په خرونو يې بار کړل. ۱۹ بيا هغې نوکرانو ته ووئيل، ”تاسو مخکښې ځئ او زۀ به په تاسو پسې درځم.“ خو هغې خپل خاوند ته هيڅ هم ونۀ وئيل. ۲۰ هغې خپل خر د غرۀ په لمن کښې په تاو راتاو لاره باندې روان کړے وو چې ناڅاپه هغه د داؤد او د هغۀ د سړو سره مِلاو شوه چې د هغې طرف ته راروان وُو. ۲۱ داؤد دا سوچ کولو چې، ”ما په دې صحرا کښې د دې کس د جائيداد حِفاظت ولې وکړو؟ د هغۀ يو څيز مې هم ورکېدلو ته نۀ دے پرېښے او چې ما د هغۀ سره کوم مدد کړے دے نو د هغې بدله داسې راکوى. ۲۲ خُدائ پاک دې ما ووژنى کۀ ما هغه ټول سړى د سحر نه مخکښې ونۀ وژل.“ ۲۳ کله چې ابى‌جيل داؤد وليدو، نو هغه زر زر راکوزه شوه او خپل ځان يې په زمکه وغورزولو ۲۴ او د داؤد په پښو کښې پرېوته او هغۀ ته يې ووئيل، ”يواځې ما قصورواره وګڼه، خپلې وينځې له د خبرو کولو اجازت ورکړه او چې ستا وينځه څۀ وئيل غواړى نو صاحِبه، هغې ته غوږ ونيسه. ۲۵ صاحِبه، د دې بې‌کاره سړى نابال خبره مۀ اوره. هغه په رښتيا هم هغه شے دے لکه چې څنګه يې نامه ده، کم عقل. صاحِبه، کله چې ستا نوکران راورسېدل نو زۀ هلته نۀ وم. ۲۶ دا مالِک خُدائ وو چې هغۀ د بدل اخستلو نه او تۀ يې د خپلو دشمنانو د وژلو نه ساتلے يې. او اوس زۀ تا ته په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې ستا دشمنان او هر څوک چې تا ته نقصان رسوى هغوئ له به د نابال په شان سزا ورکړے شى. ۲۷ نو اوس، چې ستا وينځې کومه تُحفه تا له راوړې ده هغه قبوله کړه او خپلو زلمو له يې ورکړه. ۲۸ صاحِبه، کۀ ما څۀ قصور کړے وى نو ما معاف کړه. مالِک خُدائ به ستا او ستا د بچو بادشاهى قائمه ساتى، ځکه چې زما نېک د مالِک خُدائ دپاره جنګونه کوى، او چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې نو تۀ دې بد عمل ونۀ کړې. ۲۹ کۀ څوک په تا باندې حمله کوى او ستا د وژلو کوشش کوى، نو مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به تا داسې بچ ساتى لکه چې څوک د قيمتى خزانې حِفاظت کوى. او هغه به ستا دشمنان داسې وغورزوى لکه چې څوک په لينده کښې کاڼے لړه کوى. ۳۰ او کله چې مالِک خُدائ هغه ټول ښۀ کارونه کړى وى لکه څنګه يې چې تا سره وعده کړې ده او تۀ يې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ کړے يې، ۳۱ نو صاحِبه، تۀ به پښېمانه نۀ يې او نۀ به په زړۀ کښې خفه يې، چې بغېر د څۀ وجې نه دې خلق وژلى وى يا دې خپله بدله اخستې وى. او کله چې مالِک خُدائ برکت درکړى، نو مِهربانى وکړه چې خپله خِدمت کوونکې هېره نۀ کړې.“ ۳۲ داؤد ابى‌جيل ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک صِفت دې وى چې هغۀ نن تۀ زما سره مِلاوېدو له راولېږلې. ۳۳ ستا د هوښيارتوب دپاره دې د خُدائ پاک شُکر وى او د هغې دپاره چې تا نن وکړل چې د وينې تويولو د جرم او د خپل بدل اخستلو نه دې وساتلم. ۳۴ مالِک خُدائ زۀ تا ته د نقصان رسولو نه ساتلے يم. خو زۀ د بنى اِسرائيلو په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم کۀ تۀ ما سره مِلاوېدو له زر زر نۀ وې راغلې، نو د سحر پورې به د نابال ټول سړى مړۀ شوى وُو.“ ۳۵ بيا داؤد هغه څۀ قبول کړل چې هغې راوړى وُو او هغې ته يې وفرمائيل، ”په خېر سره واپس کور ته لاړه شه. ما ستا خبره اورېدلې ده او ستا عرض مې منلے دے.“ ۳۶ ابى‌جيل واپس نابال له لاړه، هغه په کور کښې وو او داسې روټۍ يې کړې وه چې د بادشاهانو سره سمون خورى. هغه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغې تر سحره پورې هغۀ ته هيڅ هم ونۀ وئيل. ۳۷ بيا کله چې د هغۀ نه نشه لاړه، نو هغې ورته هر څۀ ووئيل. هغه فالج ووهلو او مکمل شل شو. ۳۸ تقريباً لس ورځې وروستو مالِک خُدائ نابال ووهلو او مړ شو. ۳۹ کله چې داؤد خبر شو چې نابال مړ شو، نو هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. هغۀ د نابال نه زما د بې‌عزتۍ بدله اخستې ده او زۀ يعنې خپل خِدمت کوونکے يې د غلط کار نه ساتلے يم. مالِک خُدائ نابال له د هغۀ د بدعملۍ سزا ورکړې ده.“ بيا داؤد ابى‌جيل له خبر ورولېږلو چې زما سره وادۀ وکړه. ۴۰ د هغۀ نوکران په کرمل کښې هغې له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”داؤد مونږ رالېږلى يُو چې تا بوځُو او د هغۀ ښځه شې.“ ۴۱ ابى‌جيل سر زمکې ته ټيټ کړو او وې وئيل، ”زۀ د هغۀ وينځه يم، زۀ د هغۀ د نوکرانو د پښو وينځلو دپاره تياره يم.“ ۴۲ هغه زر زر پاڅېده او په خر سوره شوه. پينځۀ نوکرانې ورسره وې، هغه د داؤد د نوکرانو سره لاړه او د هغۀ ښځه شوه. ۴۳ داؤد د يزرعيل اخينوعم هم وادۀ کړې وه او دواړه يې ښځې شوې. ۴۴ په دې دوران کښې، د داؤد چې کومه ښځه وه او د ساؤل لور وه، ساؤل هغه د داؤد نه خلاصه کړه او د ليس زوئ فلطى له ورکړه. فلطى د جليم د ښار وو.