د اول سموییل کتاب

دوهم فصل

د حنا دعا

۱نو حنا دعا وکړه او ویې ویل:

«زما زړه کړ څښتن ډک له خوشحالۍ

زیات کړ څښتن قوت زما

خاندمه په خپلو دښمنانو او خوشحاله یمه

ځکه وژغورلم خدای زه

۲هېڅوک د څښتن په شان پاک نه دی

نشته دی بل خدای بې له هغه څخه

نشته بل ساتونکی زمونږ د خدای په شان

۳ډېرې د غرور خبرې مه کوئ

د خپلې خولې نه د غرور خبرې مه راوباسئ

ځکه څښتن دی هغه خدای چې په هرڅه پوهیږي

هغه د خلکو په کارونو باندې کړي قضاوت

۴د زورورو لیندې ماتیږي

خو کمزوري قوي کیږي

۵چې وو ماړه د یو مړۍ ډوډۍ دپاره شول مزدوران

خو چې وو وږي شو هغوی ماړه

هغه ښځه چې وه شنډه راوړل اووه یې اولادونه

خو شوه کمزورې هغه ښځه چې یې ډېر لرل بچي

۶اخلي ژوند څښتن او ورکوي ژوندون

کوزوي ګور ته خلک راپورته کوي یې هم

۷څوک غریبوي او ځینې نور شتمنوي څښتن

ځینې ټیټوي او ځینې نور سرلوړوي څښتن

۸غریبان پورته کوي هغه له خاورو ځینې

له نېستۍ نه خلاصوي محتاجان

کښېنوي هغوی د شهزادګانو سره

خاوندان هغوی د تخت وګرځوي

ځکه چې بنیاد د ځمکې د څښتن دی

په هغې باندې یې ځمکه جوړه کړې

۹ژوند ساتي هغه د خپلو وفادارو

خو ورکیږي به تیارو کې بدکاران

انسان نه بریالی کیږي په خپل زور

۱۰لاړ به شي له منځه هغه څوک

مخالفت چې د څښتن کوي

د اسمان نه به راوغورځوي تندر په هغوی باندې

کړي څښتن به عدالت ټولې دنیا باندې

ورکوي به خپل پاچا لره قوت

بریالی به کړي هغه خپل غوره کړي پاچا»

۱۱بیا القانه خپل کور ته چې په رامه کې ؤ لاړ، خو هغه هلک سموییل په شیلوه کې پاتې شو او د عیلي کاهن تر نظر لاندې یې د څښتن خدمت کاوه.

د عیلي بدکاره زامن

۱۲‏-۱۳د عیلي زامن بدکاره وو، هغوی د څښتن درناوی نه کاوه، دیني اصول به یې تر پښو لاندې کول. په هغه وخت کې د قوم سره د کاهنانو داسې رواج ؤ چې کله به چا قرباني کوله څه وخت به چې غوښه لا په دېګي کې خوټېدله د کاهن نوکر به د درې غاښي پنجې سره راته. ۱۴هغه به دا پنجه په دېګي کې غوټه کوله او هرڅه به چې د پنجې سره راپورته شول هغه به کاهن د خپل ځان دپاره واخیستل. هغوی به د ټولو اسراییلیانو سره چې شیلوه ته راتلل همداسې رویه کوله. ۱۵برسېره پر دې حتی مخکې له دې چې دوی به وازګې سوځولې، د کاهن نوکر به راغی او هغوی چې قرباني کوله ورته ویل به یې: «د کاهن دپاره داسې غوښه راکړه چې کباب شي، هغه به جوش شوې غوښه قبوله نه کړي بلکې یوازې خامه غوښه به قبوله کړي.»

۱۶که قرباني کوونکي به ځواب ورکړ: «پرېږده چې اول وازګې وسوځل شي بیا هرڅه چې غواړې وایې خله،» نو د کاهن نوکر به ویل: «نه! اوس یې راکړه او که نه، نو په زور به یې در نه واخلم.»

۱۷د عیلي د زامنو ګناه د څښتن په نظر کې ډېره لویه وه، ځکه چې دوی به هغو قربانیو ته په سپک نظر کتل چې څښتن ته به وړاندې کېدلې.

سموییل په شیلوه کې

۱۸خو سموییل به د څښتن خدمت کاوه، په داسې حال کې چې هغه وړوکی ماشوم ؤ او سپېڅلی کتاني پېشبند به یې اغوست. ۱۹مور به یې هر کال د هغه دپاره یوه وړه چپنه جوړوله او څه وخت چې به د خپل مېړه سره د کلنۍ قربانۍ دپاره تلله هغه به یې سموییل ته ورکوله. ۲۰عیلي القانه او د هغه ښځې ته برکت ورکاوه او القانه ته به یې ویل: «څښتن دې د دې ښځې څخه تاته نور اولادونه درکړي چې د هغه ځای ونیسي، هغه چې تا څښتن ته وقف کړی دی.» بیا به القانه او حنا خپل کور ته ستنېدل. ۲۱څښتن حنا ته برکت ورکړ او هغې ته یې نور درې زامن او دوه لورګانې ورکړې. په همدې حال کې هغه هلک سموییل د خدای په خدمت کې لویېده.

عیلي خپلو زامنو ته اخطار ورکوي

۲۲په دې وخت کې عیلي ډېر زوړ شوی ؤ او هرڅه چې د هغه زامنو د اسراییلو سره کول هغه اورېدل او دا یې هم اورېدل چې څنګه هغوی د هغو ښځو سره څملاستل چې د سپېڅلې خېمې په دروازه کې یې خدمت کاوه. ۲۳نو هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې داسې کارونه کوئ؟ زه د ټول قوم څخه ستاسو د بدو کارونو په هکله خبرې اورم. ۲۴نور بس دی، زما زامنو! هغه څه چې د څښتن د قوم له خوا ستاسو په اړه اورم ښه خبره نه ده. ۲۵که یو سړی د بل سړي په وړاندې ګناه وکړي، نو خدای کولای شي چې د هغه شفاعت وکړي، خو که څوک د څښتن په وړاندې ګناه وکړي، نو څوک کولای شي چې د هغه شفاعت وکړي؟» خو د عیلي زامنو د خپل پلار خبره وانه ورېدله، نو ځکه څښتن وغوښتل چې هغوی ووژني.

۲۶هغه هلک یعنې سموییل لویېده او په څښتن او خلکو باندې ګران ؤ.

د عیلي د کورنۍ په ضد پېشګویي

۲۷نو یو نبي عیلي ته راغی او د څښتن له خوا یې دغه پیغام هغه ته راوړ: «کله چې ستا د نیکونو څخه هارون او د هغه کورنۍ د مصر د فرعون غلامان وو خپل ځان مې هغوی ته ښکاره کړ. ۲۸د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه مې هغه غوره کړ چې زما کاهن شي او زما د قربانۍ ځای ته لاړ شي، هلته خوشبویي وسوځوي او زما په مخکې سپېڅلی پېشبند واغوندي. ما هغوی ته دا حق ورکړ، ترڅو د هغه قربانیو یوه برخه د ځان دپاره وساتي چې د قربانۍ په ځای کې سوځیږي. ۲۹نو ولې زما د هغو قربانیو او نذرانو بې عزتي کوئ هغه چې زه یې د خپل کور دپاره غواړم؟ ولې خپلو زامنو ته زما څخه زیات عزت ورکوې؟ تاسو زما د قوم اسراییلو د ټولو نذرانو د ډېرو ښو برخو په وسیله خپل ځانونه چاغ کړي دي. ۳۰نو زه د اسراییلو څښتن خدای وایم: ما پخوا وعده کړې وه چې ستاسو کورنۍ او خېلخانه به تل ترتله د کاهنانو په توګه زما خدمت کوي. خو اوس وایم زه به داسې نور ونه کړم! هرڅوک چې زما عزت وکړي زه به د هغه عزت وکړم او هرڅوک چې زما بې عزتي کوي هغه به بې عزته کړم. ۳۱وګوره! داسې وخت به راشي چې زه به ستا د کورنۍ او ستا خېل ټول ځوانان مړه کړم، ترڅو چې ستا په کورنۍ کې هېڅوک هم د سپین ږیرتوب عمر ته ونه رسیږي. ۳۲ته به پرېشانه یې او په بخیلۍ سره به هغه برکتونه ووینې چې زه به یې د اسراییلو نورو خلکو ته ورکړم او ستا په کورنۍ کې به هېڅوک هېڅکله د سپین ږیرتوب عمر ته ونه رسیږي. ۳۳خو که چېرې څوک ستا په اولادې کې ژوندی پاتې شي او د کاهن په توګه هم زما خدمت کوي، په غم او درد کې به ژوند کوي. ستا ټوله نوره اولاده به په تاوتریخوالي باندې مړه شي. ۳۴کله چې ستا زامن حفني او فینحاس دواړه په یوه ورځ باندې مړه شي، نو دا به تاته څرګنده شي چې څه چې ما ویلي وو هغه به رښتیا شي. ۳۵زه به داسې یو کاهن د ځان دپاره غوره کړم چې ماته وفادار وي او هغه کارونه سرته ورسوي چې زه یې غواړم. زه به هغه ته اولاده ورکړم او هغه به همېشه زما د غوره شوي پاچا خدمت کوي. ۳۶ستا هر یو اولاد چې ژوندی پاتې شي هغه به کاهن ته ورځي، د پیسو او ډوډۍ دپاره به هغه ته سر ټیټوي او زارۍ به ورته کوي چې ماته د کاهن توب کار راکړه ترڅو یوه مړۍ ډوډۍ تر لاسه کړم.»