Previous chapter

تسالونیکیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

لومړی فصل

سلامونه

۱دا لیک د پولوس، سیلاس او تیموتاوس له خوا د تسالونیکیانو کلیسا ته دی چې د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح کلیسا ده. فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

په تسالونیکیه کې د مسیحیانو ژوند او ایمان

۲مونږ تل ستاسو ټولو دپاره د خدای شکر کوو او تل مو په خپلو دعاګانو کې یادوو. ۳کله چې مونږ ستاسو دپاره خپل خدای ته چې زمونږ اسماني پلار دی دعا کوو، نو ستاسو عمل چې د ایمان څخه پیدا کیږي، لکه څنګه چې تاسو په مینه زیار وباسئ او ستاسو د صبر او زغم هیله چې زمونږ په څښتن عیسی مسیح کې پیدا کیږي، یادوو.

۴ای خویندو او ورونو! مونږ پوهېږو چې تاسو په خدای ګران یئ او تاسو یې غوره کړي یئ. ۵ځکه هغه زېری چې مونږ تاسو ته درورساوه، هغه یوازې په خبرو کې نه بلکې د روح القدس د قدرت او د هغه په رښتینولۍ باندې په پوره باور لرلو سره ؤ. تاسو پوهېږئ کله چې مونږ ستاسو سره وو او هر کار چې مونږ وکړ، هغه ستاسو په خیر ؤ. ۶تاسو زمونږ او زمونږ د څښتن عیسی د مثال څخه پیروي وکړه او سره له دې چې د هغه د پیغام په خاطر مو ډېر تکلیفونه ولیدل، خو هغه مو په هغې خوشحالۍ سره چې د روح القدس له خوا ورکول کیږي، قبول کړ. ۷په دې ډول تاسو په ټول یونان یعنې مقدونیه او جنوبي یونان کې د ټولو ایماندارانو دپاره یو مثال شوئ. ۸ځکه نه یوازې دا چې د څښتن عیسی پیغام ستاسو له خوا په مقدونیه او جنوبي یونان کې خپور شو، بلکې په خدای باندې ستاسو د ایمان په هکله خبر هرځای ته ورسېده. نو لازمه نه ده چې په دې هکله څه ووایو. ۹ځکه چې هغوی خپله د هغه تود هرکلي په هکله خبرې کوي چې تاسو زمونږ څخه وکړ او دا چې څنګه مو بت‌پرستي پرېښودله او خدای ته راوګرځېدلئ، ترڅو د ژوندي او رښتیني خدای خدمت وکړئ. ۱۰او د اسمان څخه د خدای د زوی یعنې عیسی د راتللو انتظار کوئ چې خدای د مړو څخه راژوندی کړ او دا هغه څوک دی چې مونږ به د راتلونکي غضب څخه ژغوري.

Previous chapter