Previous chapter

دَ تِسالونيکانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

اول باب

سلام

۱دَ پولوس، سيلوانوس اَؤ دَ تيموتيوس له طرف نه، دَ تِسالونکيانو دَ جماعت په نُوم چه دَ خُدائے پلار اَؤ دَ مالِک عيسىٰ دے، فضل اَؤ سلامتى دِ تاسو ته حاصله وى.

دَ تِسالونيکيانو دَ ايمان نمُونه

۲ستاسو ټولو په حقله مُونږ هميشه دَ خُدائے شکر کوُو اَؤ په خپلو دُعاګانو کښے تاسو يادوُو، ۳اَؤ دَ خپل خُدائے پلار په حضُور کښے هر وخت ياد ګيرنه کوُو چه څنګه ستاسو دَ ايمان دَ کار، دَ مينے دَ خوارئ، اَؤ دَ اُميد په صبر کښے زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښے مظبُوطيږئ. ۴اَئے ورُوڼو! مُونږ ته دا معلُومه ده چه خُدائے تاسو سره مينه لرى اَؤ هغۀ تاسو دَ خپل ځان دَ پاره غوره کړى يئ. ۵ځکه چه زمُونږ زيرے نۀ يواځے تاسو ته په لفظى طور در رسيدلے دے بلکه دَ قُدرت اَؤ رُوحُ القُدس اَؤ په پُوره يقين سره. نو تاسو ته معلُومه ده چه هر کله چه مُونږ تاسو سره وُو نو مُونږ ستاسو دَ خاطره څنګه ژوندُون تير کړے وو. ۶اَؤ تاسو په ډير تکليف دَ رُوحُ القُدس په خوشحالئ کښے کلام قبُول کړو اَؤ زمُونږ اَؤ دَ مالِک پيروى مو وکړله، ۷بلکه تر دے چه دَ مِکدونيه اَؤ اخيه ټولو ايماندارانو له په طور دَ نمُونے شوئ. ۸ځکه چه ستاسو له طرفه نۀ يواځے په مِکدونيه اَؤ په اخيه کښے دَ مالِک کلام خور شو بلکه ستاسو ايمان چه په خُدائے دے په هر ځائے داسے مشهُور شوے دے چه زمُونږ دَ وينا څۀ حاجت په کښے نِشته. ۹ځکه چه هغوئ په خپله زمُونږ ذکر کوى چه ستاسو په طرف زمُونږ راتلل څنګه وُو، تاسو دَ بُتانو نه راواؤړيدئ اَؤ خُدائے ته راوګرزيدئ، دَ دے دَ پاره چه دَ ژوندى اَؤ حقيقى خُدائے عبادت وکړئ، ۱۰اَؤ دَ هغۀ دَ زوئے دَ آسمان نه دَ راتلو په اِنتظار اوسئ چه هغه ئے له مړو نه ژوندے کړے دے، يعنے عيسىٰ چه مُونږ به دَ راتلُونکى غضب نه بچ کړى.

Previous chapter