Next chapter

د تِسالونيکيانو په نوم د پولوس رسول اول خط

پينځم باب

۱ نو اے وروڼو او خوېندو، اوس د هغه وختونو او د موقعو په حقله تاسو ته د څۀ ليکلو حاجت نشته چې دا به کله پېښ شى. ۲ ځکه چې تاسو په خپله ښۀ خبر يئ چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان ناګهانه راشى. ۳ کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى. ۴ خو اے وروڼو او خوېندو، تاسو په تيارۀ کښې نۀ يئ د هغه ورځ دپاره چې تاسو به لکه د غل په شان حېران کړى. ۵ ځکه چې تاسو ټول د نُور او د ورځې بچى يئ، او مونږ نۀ د شپې يُو او نۀ د تيارې يُو. ۶ نو بيا دې مونږ د نورو په شان اودۀ پاتې نۀ شُو بلکې مونږ دې بېدار او په هوش کښې اوسو. ۷ ځکه څوک چې اودۀ کيږى هغوئ په شپه کښې اودۀ کيږى، او څوک چې نشه کيږى هغوئ په شپه کښې نشه کيږى. ۸ خو مونږ چې د ورځې سره تعلق ساتو نو په کار دى چې مونږ په هوش کښې اوسو، او د ايمان او د مينې زغره واغوندو او د خلاصون د اُميد ټوپۍ په سر کړُو. ۹ ځکه چې خُدائ پاک مونږ د غضب دپاره نۀ يُو مقرر کړى، بلکې د دې دپاره چې مونږ د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله خلاصون بيامومو. ۱۰ هغه زمونږ دپاره ځکه مړ شو نو کۀ مونږ ژوندى يُو يا کۀ مړۀ، نو مونږ به ټول د هغۀ سره يو ځائ اوسيږو. ۱۱ نو په دې وجه تاسو يو بل له ډاډ ورکوئ او يو بل جوړوئ، څنګه چې په حقيقت کښې تاسو هم دغه شان کوئ.

آخرى نصيحتونه

۱۲ خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو ته مِنت کوُو، چې څوک ستاسو په مينځ کښې خوارى کوى او په مالِک کښې ستاسو لار ښودونکى وى او تاسو ته نصيحت کوى د هغوئ قدر کوئ. ۱۳ او د هغوئ د کار په سبب په ډېره مينه د هغوئ ډېر عزت کوئ، او په خپل مينځ کښې په امن و امان ژوند تېروئ. ۱۴ او اے عزيزانو، مونږ په تاسو زور راوړُو چې سستو خلقو ته نصيحت کوئ، بې‌زړۀ خلقو له ډاډګيرنه ورکوئ، د کمزورو مدد کوئ، او ټولو سره د صبر معامله کوئ. ۱۵ ګورئ چې څوک هم په تاسو کښې د بدۍ په بدله کښې بدى ونۀ کړى بلکې همېشه کوشش کوئ چې د يو بل سره او د ټولو سره نېکى کوئ. ۱۶ او همېشه خوشحاله اوسئ. ۱۷ په دُعا کښې ناغه مۀ کوئ. ۱۸ په هر حال کښې شُکر کوئ ځکه چې دا په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو دپاره د خُدائ پاک رضا ده. ۱۹ د روحُ القُدس بل شوے اور مۀ مړ کوئ. ۲۰ د چا پېشګويۍ ته سپک نظر مۀ کوئ. ۲۱ خو ټولې پېشګويانې وآزمايئ او چې کومې ښې وى هغه راټينګوئ. ۲۲ د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ. ۲۳ خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے هغه دې تاسو په خپله پوره پاک کړى، او ستاسو ټول ژوند دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بې‌عېبه وساتى. ۲۴ څوک چې ستاسو رابلونکے دے هغه وفادار دے او هغه به هم دغه شان وکړى. ۲۵ اے وروڼو او خوېندو، زمونږ دپاره دُعا کوئ. ۲۶ زما د خوا نه ټولو ايماندارانو ته په پاکې مينې سره سلام ووايئ. ۲۷ زۀ تاسو له د مالِک په نوم حُکم درکوم چې دا خط ټولو وروڼو او خوېندو ته واوروئ. ۲۸ زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو سره وى.

Next chapter