0:00 / 0:00

تیموتاوس ته د پولوس رسول لومړی لیک

څلورم فصل

د خدای څخه د لرې کېدلو په هکله پېشګویي

۱ روح القدس په ښکاره توګه وایي چې په اخرو زمانو کې به ځینې خلک ایمان له لاسه ورکړي او د بې‌لارې کوونکو روحونو او شیطاني تعلیمونو پیروي به کوي. ۲ داسې تعلیمونه به د هغو دروغجنو خلکو د ریاکارۍ له امله وي چې وجدان یې مړ شوی وي. ۳ هغوی به خلک د واده څخه منع کوي او هم به یې د هغو خوړو څخه منع کوي چې خدای پیدا کړي دي، ترڅو هغه ایمانداران چې په حقیقت باندې پوهیږي، په شکرګزارۍ سره یې وخوري. ۴ هرڅه چې خدای پیدا کړي دي، هغه ښه دي او د هېڅ شي څخه چې په شکرګزارۍ سره قبول شي، باید انکار ونه شي، ۵ ځکه چې هغه د خدای په کلام او دعا سره پاک شوي دي.

د عیسی مسیح ښه خدمتګار

۶ تیموتاوسه، که چېرې ته هغه شیان خویندو او ورونو ته ور په یاد کړې چې ما ورته اشاره وکړه، نو ته به د عیسی مسیح یو ښه خدمتګار یې چې د ایمان په پیغام او هغه حقیقي تعلیم باندې چې تا پرې عمل کړی دی، روزل شوی یې. ۷ د بې‌دینه او د بې‌ګټې نکلونو نه ځان لېرې ساته او د هغې په ځای خپل ځان د دیندارۍ د ژوند دپاره وروزه. ۸ ځکه جسماني تمرین او روزنه یو څه ګټه لري، خو د دیندارۍ تمرین او روزنه په هر لحاظ ګټه لري، ځکه چې هغه هم د دې ژوند او هم د راتلونکي ژوند دپاره یوه وعده ده. ۹ دا خبره رښتیا او په پوره توګه د منلو وړ ده. ۱۰ له همدې امله مونږ زحمت وباسو او هلې ځلې کوو، ځکه چې زمونږ هیله هغه ژوندي خدای ته ده چې د ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د ایماندارانو خلاصوونکی دی.

۱۱ د دې شیانو په هکله هغوی ته حکم او لارښوونه کوه. ۱۲ هېڅوک دې تاته په دې خاطر چې ځوان یې په سپکه سترګه ونه ګوري، بلکې د ایماندارانو دپاره په خبرو، چال چلند، مینه، ایمان او پاکۍ کې یو مثال اوسه. ۱۳ ترڅو چې زه راځم، نو خلکو ته د خدای د کلام په لوستلو، نصیحت کولو او تعلیم ورکولو بوخت اوسه. ۱۴ د هغه روحاني نعمت په هکله مه بې‌پروا کېږه چې تاته د پېشګویۍ په وسیله د کلیسا د مشرانو له خوا په تا باندې د لاس ایښودلو په وخت کې درکړل شوی دی. ۱۵ په دې شیانو باندې عمل کوه او خپل ځان دې هغو ته وقف کړه، ترڅو ټول ستا پرمختګ وویني. ۱۶ خپل ځان او خپل تعلیم ته پام کوه او په هغې باندې ټینګ ولاړ اوسه. ځکه که چېرې داسې وکړې، نو ته به هم خپل ځان او هم هغه خلک چې ستا خبرو ته غوږ نیسي، وژغورې.