0:00 / 0:00

د تواريخ دوېم کِتاب

دولسم باب

په يهوداه باندې د مِصريانو حمله کول

۱ څنګه چې رحُبعام ته د بادشاهۍ اختيار مِلاو شو، او هغه ډېر قوى شو او قوى لوئ شو، نو هغۀ او د هغۀ ټولو خلقو د مالِک خُدائ قانون پرېښودو. ۲ د رحُبعام د بادشاهۍ په پينځم کال د مالِک خُدائ سره د بې‌وفايۍ په وجه هغوئ ته سزا مِلاو شوه. د مِصر بادشاه سيساق په يروشلم باندې حمله وکړه ۳ چې د هغۀ سره د دولسو سوو جنګى ګاډو لښکر، شپېتۀ زره په آسونو سوارۀ کسان او ډېر فوجيان وُو چې بې‌شمېره وُو، چې په دې کښې د ليبيا، سکى او د ايتهوپيا فوجيان شامل وُو. ۴ هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو والا ښارونه قبضه کړل او د يروشلم پورې وړاندې لاړو. ۵ سمعياه پېغمبر رحُبعام بادشاه او د يهوداه هغه مشرانو له لاړو کوم چې په يروشلم کښې سيساق نه د تښتېدو دپاره راغونډ شوى وُو. هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ستاسو دپاره د مالِک خُدائ پېغام دا دے چې تاسو زۀ مالِک خُدائ پرېښودم نو دا ځکه ما تاسو سيساق ته پرېښودئ.“ ۶ نو بادشاه او مشرانو په عاجزۍ سره دا ومنله چې هغوئ ګناه کړې ده او هغوئ ووئيل، ”مالِک خُدائ چې څۀ کوى نو هغه صحيح دى.“ ۷ کله چې مالِک خُدائ دا وليدل نو هغۀ سمعياه ته بيا کلام وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”هغوئ خپله ګناه ومنله نو زۀ به هغوئ نۀ تباه کوم. خو چې کله سيساق حمله وکړى، نو د هغوئ لږ کسان به ژوندى پاتې شى. يروشلم ته به زما د غصې پوره پته ونۀ لګى، ۸ خو سيساق به هغوئ فتح کړى، نو هغوئ ته به زما د خِدمت او د دُنياوى بادشاهانو د خِدمت کولو فرق معلوم شى.“ ۹ سيساق بادشاه يروشلم ته راغلو او د مالِک خُدائ د کور او د محل نه يې خزانې يوړې. هغۀ هر څۀ يوړل سره د هغه ډالونو چې سليمان بادشاه د سرو زرو نه جوړ کړى وُو. ۱۰ د هغې په ځائ رحُبعام د زېړو ډالونه جوړ کړل او د هغه آفسرانو په حواله يې کړل چې هغوئ د محل د دروازو د څوکيدارۍ ذمه وار وُو. ۱۱ هر ځل به چې بادشاه د مالِک خُدائ کور ته تلو، نو څوکيدارانو به ډالونه د ځان سره وړل او بيا به يې واپس جمع کول. ۱۲ هغۀ خپل ځان مالِک خُدائ ته حواله کړو نو په دې وجه د مالِک خُدائ غصې هغه پوره تباه نۀ کړو او د يهوداه کارونه سم وُو.

د رحُبعام د بادشاهۍ خلاصه

۱۳ رحُبعام په يروشلم کښې بادشاهى کوله او د خپلې بادشاهۍ طاقت يې زيات کړو. هغه د يو څلوېښتو کالو وو چې هغه بادشاه شو او هغۀ اوولس کاله په يروشلم بادشاهى وکړه، دا هغه ښار وو چې مالِک خُدائ دا د بنى اِسرائيلو د ټولې علاقې نه د داسې ځائ په توګه خوښ کړے وو چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى. د رحُبعام مور نعمه وه چې هغه د عمون د مُلک وه. ۱۴ نو هغۀ بدکارى کوله، ځکه چې هغۀ د مالِک خُدائ د مرضۍ د معلومولو کوشش نۀ کولو. ۱۵ د رحُبعام د اول نه واخله تر آخره پورې کارنامې او د هغۀ د خاندان حِساب کِتاب د سمعياه پېغمبر په تاريخ کښې او د عدو پېغمبر په تاريخ کښې ملاويږى. رحُبعام او يربعام مسلسل د يو بل خِلاف د جنګ په حالت کښې وُو. ۱۶ رحُبعام مړ شو او د داؤد ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ ابياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.