0:00 / 0:00

د تواريخ دوېم کِتاب

دوه دېرشم باب

د اسوريانو يروشلم له دهمکى ورکول

۱ د دې واقعو نه پس، چې په کومو کښې حزقياه بادشاه په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ خِدمت کړے وو، د اسور بادشاه سينحرب په يهوداه حمله وکړه. هغۀ د پَخو دېوالونو ښارونه محاصره کړل او خپل لښکر له يې حُکم ورکړو چې دېوالونه راوغورزوى. ۲ کله چې حزقياه ته پته ولګېده چې سينحرب په يروشلم د حملې کولو اراده لرى، ۳‏-۴ نو هغۀ او د هغۀ آفسرانو دا فېصله وکړه چې د ښار نه بهر د اوبو لاره بنده کړى دا د دې دپاره چې کله اسوريان يروشلم ته نزدې شى نو هغوئ ته به اوبۀ نۀ ملاويږى. آفسرانو ډېر خلق روان کړل او ټولې چينې يې بندې کړې، نو داسې د چينو نه نورې اوبۀ نۀ بهېدلې. ۵ بادشاه د ښار دِفاع داسې مضبوطه کړه چې د دې دېوال يې مرمت کړل، په دې باندې يې برجونه جوړ کړل او بهرنى دېوال يې ورله جوړ کړو. د دې نه علاوه، هغۀ د دِفاع هغه ځايونه هم مرمت کړل چې په هغه زمکه باندې جوړ وُو چې د يروشلم د زړې برخې نمرخاتۀ طرف ته ډک کړے شوى وُو. هغۀ ډېره زياته وسله او ډالونه جوړ کړل. ۶ هغۀ په خلقو باندې فوجى آفسران مقرر کړل او هغوئ له يې حُکم ورکړو چې د ښار د دروازې سره په کولاو ځائ کښې راغونډ شئ. هغۀ ورته ووئيل، ۷ ”تکړه شئ او حوصله مضبوطه کړئ او د اسور بادشاه نه او د هغه لښکر نه مۀ يرېږئ چې هغۀ راروان کړے دے. کوم ذات چې زمونږ مل دے نو هغه د هغۀ نه زيات طاقتور دے. ۸ د هغۀ سره انسانى طاقت دے، خو مونږ سره د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک شته چې زمونږ مدد وکړى او زمونږ جنګونه وکړى.“ د خلقو د خپل بادشاه په دې خبره باندې حوصله مضبوطه شوه. ۹ څۀ موده وروستو، کله چې سينحرب او د هغۀ لښکر تر اوسه پورې په لکيس کښې وو، نو هغۀ حزقياه او د يهوداه هغه خلقو ته چې د هغۀ سره په يروشلم کښې وُو دا پېغام ورولېږلو، ۱۰ ”زۀ د اسور بادشاه سينحرب دا وايم چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى چې تاسو به د يروشلم محاصرې ته ټينګ شئ؟ ۱۱ حزقياه تاسو ته وائى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو زمونږ د طاقت نه بچ کړى، خو حزقياه تاسو دوکه کوى او دې ته به مو جوړوى چې د لوږې او تندې نه مړۀ شئ. ۱۲ دا هغه کس دے چا چې د مالِک خُدائ علاقائى عبادتخانې او قربان‌ګاه تباه کړى دى او بيا يې د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووئيل چې صِرف په يوه قربان‌ګاه باندې عبادت وکړئ او خوشبويۍ سوزوئ. ۱۳ تاسو ته پته نشته څۀ چې ما او زما پلار نيکۀ د نورو قومونو په خلقو باندې څۀ کړى دى؟ د بل يو قوم معبودانو خپل خلق د اسور بادشاه نه بچ کړى دى څۀ؟ ۱۴ د هغه ټولو مُلکونو يو خُدائ کله هم خپل مُلک زمونږ نه بچ کړے دے څۀ؟ نو بيا تاسو ولې وايئ چې ستاسو خُدائ تاسو بچ کولے شى؟ ۱۵ نو حزقياه دې ته مۀ پرېږدئ چې دوکه مو کړى يا چې په داسې غلطه لار مو بوځى. په هغۀ باندې اعتبار مۀ کوئ. د يو قوم خُدائ هم خپل خلق د اسور د يو بادشاه نه نۀ دى بچ کړى. نو بې‌شکه ستاسو دا خُدائ هم تاسو نۀ شى بچ کولے.“ ۱۶ د اسور آفسرانو د مالِک خُدائ، خُدائ پاک او د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى حزقياه په حقله د دې نه هم زيات بدرد ووئيل. ۱۷ بادشاه چې کوم خط ليکلے وو دې خط په مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک پورې ټوقې وکړې. په دې کښې ليکلى وُو، ”د قومونو خُدايانو خپل خلق زما د طاقت نه نۀ دى بچ کړى او نۀ به د حزقياه خُدائ خپل خلق زما نه بچ کړى.“ ۱۸ آفسرانو په عبرانۍ کښې د دې دپاره چغې ووهلې چې د يروشلم هغه خلق ويروى او بې‌حوصلې يې کړى کوم چې د ښار په دېوال باندې وُو، نو داسې د ښار قبضه کول به آسان شى. ۱۹ هغوئ د يروشلم د خُدائ پاک په حقله هم هغه شان خبرې وکړې چې د نورو خلقو د خُدايانو په حقله يې کولې، د هغه بُتانو چې د انسان لاسونو جوړ کړى وُو. ۲۰ حزقياه بادشاه او د آموص زوئ يشعياه پېغمبر خُدائ پاک ته سوال وکړو او هغۀ ته يې د مدد دپاره فرياد وکړو. ۲۱ مالِک خُدائ يوه فرښته راولېږله چې هغې د اسور د لښکر فوجيان او آفسران ووژل. نو داسې بادشاه اسور ته واپس شرمېدلے لاړو. يوه ورځ چې کله هغه د خپل خُدائ په عبادتخانه کښې وو، نو د هغۀ يو څو زامنو هغه په تُورو باندې ووهلو او مړ يې کړو. ۲۲ نو داسې مالِک خُدائ حزقياه بادشاه او د يروشلم خلق د اسور بادشاه سينحرب د زور نه او د هغوئ د نورو دشمنانو نه بچ کړل. او هغوئ د هر يو قوم سره په امن کښې ژوند تېرولو. ۲۳ ډېر خلق يروشلم ته راتلل، چې مالِک خُدائ له يې نذرانې او حزقياه له يې تُحفې راوړې، نو د هغه وخت نه حزقياه د ټولو قومونو په نظر کښې عزتمند وو.

د حزقياه بيمارى او غرور

۲۴ تقريباً هم هغه وخت حزقياه بادشاه بيمار شو او مرګ ته نزدې وو. هغۀ دُعا وکړه او مالِک خُدائ ورته يوه نښه وښودله چې هغه به روغ شى. ۲۵ خو حزقياه ډېر زيات مغروره وو او د هغه څۀ شکريه يې ادا نۀ کړه چې مالِک خُدائ د هغۀ دپاره کړى وُو، نو په دې وجه د مالِک خُدائ غصه په هغۀ، په يهوداه او يروشلم نازله شوه. ۲۶ خو په آخر کښې حزقياه او د يروشلم خلقو خپل ځانونه عاجز کړل، نو ځکه مالِک خُدائ د حزقياه په ژوند کښې خلقو له سزا ورنۀ کړه.

د حزقياه مال دولت او شان و شوکت

۲۷ حزقياه بادشاه ډېر مالداره شو او هر چا به د هغۀ عزت کولو. هغۀ د خپلو سرو زرو، سپينو زرو، قيمتى کاڼو، مصالحو، ډالونو او د نورو قيمتى څيزونو دپاره ګودامونه جوړ کړى وُو. ۲۸ د دې نه علاوه، هغۀ د خپلې غلې، ميو، زيتُونو تېلو دپاره ګودامونه، د څاروو دپاره ديرې او د ګډو دپاره شپولونه جوړ کړى وُو. ۲۹ د دې هر څۀ نه علاوه، خُدائ پاک هغۀ له ګډې او څاروى ورکړى وُو او نور دولت يې دومره ډېر ورکړے وو چې هغۀ ډېر ښارونه جوړ کړل. ۳۰ دا حزقياه بادشاه وو چې هغۀ د جيحون د چينو خولې بندې کړې او اوبو له يې يوه لار جوړه کړه چې اوبۀ د يو سورنګ په ذريعه د يروشلم په دېوالونو کښې دننه يو ځائ ته بهيږى. حزقياه چې هر کار کولو نو په هغې کښې کاميابېدو، ۳۱ او چې کله د بابل سفير د هغه عجيبه واقعې د معلومولو دپاره راغلو چې کومه په هغه مُلک کښې شوې وه، نو خُدائ پاک حزقياه د دې دپاره يواځې پرېښودو چې د هغۀ نېت معلوم کړى.

د حزقياه د بادشاهۍ ختمېدل

۳۲ حزقياه بادشاه چې نور هر څۀ کړى وُو سره د هغۀ د نېکو عملونو، دا د آموص زوئ يشعياه پېغمبر په رويا کښې ليکلے شوى دى چې هغه د يهوداه او اِسرائيل د بادشاهانو د تاريخ يوه حِصه ده. ۳۳ نو حزقياه مړ شو او هغه د شاهى اديرې په پاسنۍ حِصه کښې ښخ شو. د هغۀ په مرګ باندې د يهوداه او يروشلم ټولو خلقو هغۀ له يو لوئ عزت ورکړو. د هغۀ زوئ منسى د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.