Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ ځکه مونږ پوهیږو کله چې دا دنیاوي خېمه یعنې زمونږ بدن چې مونږ په کې اوسېږو، راولویږي، نو مونږ په اسمان کې د خدای له خوا کور لرو چې د انسان په لاس نه دی جوړ شوی او هغه تلپاتې کور دی. ۲ مونږ په دې خېمه کې زګېروي او اوسیلي کوو او په دې ارمان یو چې په هغه اسماني کور یعنې اسماني بدن کې واوسېږو، ۳ په حقیقت کې کله چې مونږ هغه کور ته ورداخل شو، نو بېکوره یعنې بېبدنه به نه یو. ۴ په دې خېمه کې چې مونږ اوسېږو، هغه لکه د یو دروند بار په شان دی چې مونږ ورباندې زګېروي کوو. د دې دپاره نه چې مونږ غواړو د دې فاني بدن څخه خلاص شو، ځکه چې مونږ غواړو هغه په داسې بدن باندې بدل کړو چې تلپاتې وي. ۵ چا چې مونږ د دې مقصد دپاره تیار کړي یو، هغه خدای دی. هغه خپل روح مونږ ته د ضمانت په توګه راکړی دی چې هغه به دا کار وکړي.
۶ نو مونږ تل په دې ډاډه یو او که څه هم په دې پوهیږو چې ترڅو پورې چې مونږ په دې بدن کې یو، نو د څښتن سره به په اسمان کې نه یو. ۷ ځکه چې مونږ د ایمان په وسیله ژوند کوو، نه د کوم شي په لیدلو. ۸ هو، مونږ ډاډه یو او غوره ګڼو چې دا دنیاوي بدن پرېږدو او د څښتن سره په کور کې واوسېږو. ۹ نو که چېرې مونږ دلته په دنیاوي کور کې اوسو یا هلته، خو زمونږ مقصد د څښتن خوشحالول دي. ۱۰ ځکه چې مونږ ټول باید د مسیح د قضاوت د تخت په مخکې ودرېږو. مونږ هر یو د هغو کارونو له مخې چې په خپل بدن کې مو کړي دي، هغه څه ترلاسه کړو چې مونږ یې وړ یو، که هغه ښه وو او که بد.
۱۱ نو له دې امله اوس مونږ پوهیږو چې د څښتن څخه وېره څه شی ده، نو مونږ کوښښ کوو چې نورو ته قناعت ورکړو. خدای مونږ ښه پېژني او زه په دې هیله یم چې تاسو هم مونږ ښه وپېژنئ. ۱۲ مونږ نه غواړو چې یوځل بیا تاسو ته د خپلو ځانونو ستاینه وکړو، بلکې غواړو تاسو ته دلیل جوړ کړو چې په مونږ باندې ویاړ وکړئ، ترڅو وکولای شئ هغو خلکو ته ځواب ورکړئ چې د یو کس ظاهري شکل ته ګوري او ورباندې ویاړ کوي، نه دا چې د هغه په زړه کې څه دي. ۱۳ که څوک وایي چې مونږ لېوني شوي یو، نو د خدای د جلال دپاره یو او که په سد یو، نو ستاسو د ګټې دپاره یو. ۱۴ ځکه چې د مسیح مینه په مونږ باندې واک لري، نو مونږ دې نتیجې ته رسیږو چې مسیح د ټولو دپاره مړ شو، او له دې امله ټول د هغه سره په مرګ کې شریک شول. ۱۵ هغه د ټولو دپاره مړ شو، ترڅو څوک چې ژوندي دي، نو هغوی دې نور د خپلو ځانونو دپاره ژوند نه کوي، بلکې د هغه چا دپاره ژوند وکړي چې د هغوی په خاطر مړ شو او بیا راژوندی شو.
۱۶ له دې امله مونږ د هېچا په هکله د انساني معیارونو له مخې قضاوت نه کوو. که څه هم یو وخت مونږ د مسیح په هکله داسې قضاوت کاوه، خو نور داسې قضاوت نه کوو. ۱۷ څوک چې د مسیح سره یوځای کیږي، نو هغه یو نوی خلقت او موجود دی. هرڅه چې زاړه وو هغه تېر شول. ګورئ، هرڅه نوي شول. ۱۸ دا هرڅه د خدای له خوا دي چې مونږ یې د مسیح په وسیله د خپل ځان سره پخلا کړو او مونږ ته یې دا کار راسپارلی دی چې نور خلک هم د هغه سره پخلا کړو. ۱۹ دا په دې معنی چې خدای د مسیح په وسیله د نړۍ سره پخلا شو او د هغوی سره یې د سرغړونو حساب ونه کړ او د پخلاینې دا پیغام یې مونږ ته وسپاره.
۲۰ نو مونږ د مسیح استازي یو او خدای زمونږ په وسیله غوښتنه کوي چې د مسیح په خاطر تاسو ته زاري وکړو چې د خدای سره پخلا شئ. ۲۱ مسیح په بشپړه توګه بېګناه ؤ، خو خدای زمونږ ټول ګناهونه د هغه په اوږو باندې کېښودل، ترڅو د هغه په وسیله مونږ وکولای شو د خدای په وړاندې عادل وګڼل شو.