0:00 / 0:00

د بادشاهانو دوېم کِتاب

ديارلسم باب

د اِسرائيل بادشاه يهوآخز

۱ د يهوداه بادشاه اخزياه زوئ يوآس د بادشاهۍ په درويشتم کال، د ياهُو زوئ يهوآخز د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې اوولس کاله بادشاهى وکړه. ۲ هغۀ د يربعام بادشاه په شان د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو، هغۀ هيڅکله خپل بد عملونه نۀ پرېښودل. ۳ نو مالِک خُدائ اِسرائيل ته غصه شو او هغۀ د شام بادشاه حِزائيل او د هغۀ زوئ بِن‌حدد پرېښودل چې اِسرائيل له بار بار شکست ورکړى. ۴ نو يهوآخز مالِک خُدائ ته سوال وکړو نو مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو، ځکه چې مالِک خُدائ ته پته وه چې د شام بادشاه د اِسرائيل سره څومره سخت ظلم کوى. ۵ نو مالِک خُدائ اِسرائيلو له يو خلاصونکے راولېږلو، چې هغوئ يې د شاميانو نه آزاد کړل، نو اِسرائيلو د مخکښې په شان په امن کښې ژوند تېرولو. ۶ خو هغوئ بيا هم هغه ګناهونه پرې نۀ ښودل چې يربعام بادشاه اِسرائيليان هغې طرف ته بوتلى وُو او د اشيرې بُت ستنه په سامريه کښې پاتې شوه. ۷ د يهوآخز سره صرف پنځوس په آسونو سوارۀ کسان، او لس جنګى ګاډۍ او لس زره پياده فوجيان پاتې وُو، ځکه چې د شام بادشاه د هغوئ نه علاوه نور ټول لښکر تباه کړى وُو او سم غوبل يې ورباندې کړے وو. ۸ يهوآخز چې نور هر څۀ هم کړى وُو سره د هغۀ د ټولو بهادرۍ کارونو، هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۹ هغه مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوآس د هغۀ نه پس بادشاه شو.

د اِسرائيل بادشاه يهوآس

۱۰ د يهوداه بادشاه يوآس د بادشاهۍ په اووۀ دېرشم کال، د يهوآخز زوئ يهوآس د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې شپاړس کاله حکومت وکړو. ۱۱ هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او يربعام د نباط زوئ د بدو لارو نه نۀ اوړېدو، چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو. ۱۲ نور هر څۀ چې يهوآس کړى وُو، سره د يهوداه بادشاه امصياه خِلاف په جنګ کښې د هغۀ بهادرى، هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۱۳ يهوآس مړ شو او د سامريه په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ بادشاه شو چې د هغۀ نوم هم يربعام وو.

د اليشع مرګ

۱۴ اليشع پېغمبر په يوه سخته بيمارۍ بيمار شو او چې هغه مړ کېدو نو د اِسرائيل بادشاه يهوآس مِلاوېدو له ورَغلو او د هغۀ د حالت په ليدو باندې يې ژړل. هغۀ چغې وهلې، ”زما پلاره، زما پلاره. تۀ د اِسرائيلو تکړه حِفاظت کوونکے وې.“ ۱۵ اليشع حُکم ورکړو، ”لينده او يو څو غشى واخله.“ نو يهوآس واخستل، ۱۶ او اليشع هغۀ ته وفرمائيل چې، ”د غشو ويشتلو دپاره تيار شه.“ نو بادشاه هم هغه شان وکړل او اليشع خپل لاسونه د بادشاه په لاسونو کېښودل. ۱۷ نو د پېغمبر په خبرو يې عمل وکړو، بادشاه هغه کړکۍ کولاو کړه چې د شام طرف ته وه. اليشع ورته وفرمائيل، ”غشے ووله.“ څنګه چې بادشاه غشے وويشتو، نو پېغمبر وفرمائيل، ”تۀ د مالِک خُدائ غشے يې، په کوم باندې چې به شام فتح کړى. تۀ به په افيق کښې د شاميانو سره تر هغې پورې جنګ کوې چې شکست ورکړې.“ ۱۸ بيا اليشع بادشاه ته وفرمائيل چې، ”نور غشى واخله او د دې سره زمکه ووهه.“ نو بادشاه درې ځلې زمکه ووهله او بيا يې بس کړل. ۱۹ په دې باندې اليشع غصه شو او بادشاه ته يې وفرمائيل، ”تا له په کار وُو چې پينځۀ شپږ ځلې دې وهلے، نو تا به په شاميانو باندې پوره فتح موندلے وے، خو اوس به تۀ هغوئ له صِرف درې ځل شکست ورکړې.“ ۲۰ اليشع مړ شو او ښخ شو. هر کال به د سپرلى په موسم کښې د موآبيانو لښکر د اِسرائيل په مُلک حمله کوله. ۲۱ يو وخت د يو سړى په جنازه کښې، ډاکوان وليدلے شو او دې خلقو د اليشع په قبر باندې مړے وروغورزولو او وتښتېدل. نو چې څنګه لاش د اليشع د هډوکى سره ولګېدو، نو هغه کس راژوندے شو او ودرېدو.

د شام او اِسرائيل په مينځ کښې جنګ

۲۲ د يهوآخز په ټوله بادشاهۍ کښې د شام بادشاه حِزائيل به په اِسرائيلو زياتے کولو، ۲۳ خو مالِک خُدائ په هغوئ مهربان او رحم کوونکے وو. او هغوئ يې دې ته نۀ پرېښودل چې تباه شى، خو د هغه لوظ په وجه يې د هغوئ مدد کولو، چې کوم يې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړے وو. هغۀ هيڅکله خپل خلق نۀ هېرول. ۲۴ کله چې د شام بادشاه حِزائيل مړ شو نو د هغۀ زوئ بِن‌حدد بادشاه شو. ۲۵ بيا د اِسرائيل بادشاه يهوآس بِن‌حدد له درې ځله شکست ورکړو او هغه ښارونه يې بيا قبضه کړل چې د يهوآخز د بادشاهۍ په دوران کښې بِن‌حدد نيولى وُو، يهوآخز د يهوآس پلار وو.