Previous chapter

د پاچاهانو دویم کتاب

اول فصل

ایلیا او اخزیا پاچا

۱د اخاب له مړینې څخه وروسته موآبیان د اسراییلیانو په وړاندې یاغي شول.

۲یوه ورځ اخزیا پاچا په سامره کې د خپلې ماڼۍ د دوېم پوړ د خونې د کړکۍ د جالۍ څخه راولوېد او سخت ټپي شو. نو د عقرون ښار ته یې استازي ولېږل چې د هغو د خدای یعنې بعل زبوب څخه پوښتنه وکړي چې هغه به روغ شي او که نه.

۳په همدې وخت کې د څښتن فرښتې، ایلیا نبي چې د تشبې څخه ؤ د پاچا استازو ته ولېږه چې د هغوی سره وګوري او داسې ووایي: <تاسو ولې د عقرون د خدای بعل زبوب سره سلا کوئ؟ آیا په اسراییلو کې خدای نشته؟ ۴اخزیا ته داسې ووایئ: په دې خاطر چې داسې کار دې کړی دی نو ته به د ناروغۍ د بسترې جګ نه شې او هرومرو به مړ شې!> څنګه چې ایلیا ته ویل شوي وو هماغسې یې وکړل.

۵کله چې استازي بېرته پاچا ته راستانه شول هغه ورڅخه پوښتنه وکړه: <ولې دومره ژر بېرته راغلئ؟>

۶هغوی ځواب ورکړ: <په لاره کې یو سړی زمونږ سره مخامخ شو او هغه مونږ ته وویل: راستانه شئ او خپل پاچا ته چې تاسو یې رالېږلي یئ ووایئ چې څښتن داسې وایي: آیا په اسراییلو کې خدای نشته چې ته د عقرون د خدای بعل زبوب څخه مشوره غواړې؟ نو ځکه ته به د ناروغۍ د بسترې جګ نه شې او هرومرو به مړ شې.>

۷اخزیا پوښتنه وکړه: <هغه سړی څنګه ښکارېده؟>

۸هغوی ځواب ورکړ: <هغه ببر ویښتان درلودل او د څرمنې کمربند یې په ملا پورې تړلی ؤ.>

اخزیا په ځواب کې وویل: <هغه ایلیا چې د تشبي څخه دی.>

۹نو هغه یو عسکري منصبدار د پنځوسو عسکرو سره ولېږه چې ایلیا راولي. په دې وخت کې ایلیا د غونډۍ دپاسه ناست ؤ. عسکري منصبدار هغه ته ورغی او ورته ویې ویل: <ای د خدای نبي، پاچا امر کړی دی چې راښکته شه.>

۱۰ایلیا ځواب ورکړ: <که چېرې زه د خدای نبي یم نو خدای دې په تا او ستا په پنځوسو عسکرو باندې اور رانازل کړي.> ناڅاپه د اسمان څخه اور نازل شو او هغه عسکري منصبدار او د هغه نفر یې وسوځول.

۱۱اخزیا یو بل منصبدار او نور پنځوس عسکر ایلیا ته ورولېږل. هغه منصبدار وویل: <ای د خدای نبي، پاچا امر کړی دی چې ژر راښکته شه.>

۱۲ایلیا ځواب ورکړ: <که چېرې زه د خدای نبي یم، نو خدای دې په تا او ستا په پنځوسو عسکرو باندې اور رانازل کړي.> او خدای له اسمان څخه په هغه او د هغه په نفرو باندې اور نازل کړ.

۱۳اخزیا د درېم ځل دپاره یو عسکري منصبدار د نورو پنځوسو عسکرو سره ولېږه. هغه منصبدار غونډۍ ته وروخوت، ایلیا ته په ګونډو شو او زارۍ یې ورته وکړې: <ای د خدای نبي، په ما او په خپلو پنځوسو خدمتګارانو باندې رحم وکړئ او مونږ ژوندي پرېږدئ! ۱۴هغه دوه نور منصبداران او د هغوی عسکر چې مخکې ستاسو حضور ته راغلي وو هغه اور چې د اسمان څخه رانازل شوی ؤ هغوی یې له منځه یوړل، مګر په ما باندې رحم وکړئ!>

۱۵د څښتن فرښتې ایلیا ته وویل: <مه وېرېږه، د هغه سره لاړ شه.> نو ایلیا پاڅېد او د هغه منصبدار سره پاچا ته روان شو.

۱۶کله چې ایلیا ورورسېده، اخزیا ته یې وویل: <څښتن داسې فرمایي چې تا ولې د عقرون د خدای بعل زبوب څخه د پوښتنې دپاره استازي لېږلي وو؟ آیا په اسراییلو کې خدای نشته؟ نو ځکه ته به د ناروغۍ د بسترې جګ نه شې او هرومرو به مړ شې.>

۱۷لکه څنګه چې څښتن د ایلیا په وسیله فرمایلي وو، اخزیا مړ شو. مګر په دې خاطر چې اخزیا زوی نه درلود، نو د هغه ورور یورام د هغه په ځای پاچا شو. دا پېښه د یهودا د پاچا یهوشافاط د زوی یهورام د پاچاهۍ په دویم کال کې وشوه. ۱۸د اخزیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

Previous chapter