0:00 / 0:00
Next chapter

د بادشاهانو دوېم کِتاب

پينځويشتم باب

د يروشلم تباهى

۱ نو د صدقياه د بادشاهۍ په نهم کال، د لسمې مياشتې په لسمه ورځ، د بابل بادشاه نبوکدنضر د خپل ټول لښکر سره د يروشلم خِلاف روان شو. هغۀ د ښار نه بهر خېمې ولګولې او د ښار نه ګېرچاپېره يې د محاصرې دېوالونه تاو کړل. ۲ او د صدقياه د بادشاهۍ تر يوولسم کال پورې يې دا محاصره کړے وو. ۳ هم د هغه کال د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ، کله چې قحط دومره سخت وو چې د خلقو سره د خوراک هيڅ هم پاتې نۀ وُو، ۴ نو په يو ځائ کښې د ښار دېوال وغورزولے شو او ټول فوجيان وتښتېدل. اګر چې ښار بابليانو محاصره کړے وو خو هغوئ د شپې د دوو دېوالونو په مينځ کښې په دروازه باندې ووتل، چې دا د شاهى باغ نه شاته وه او هغوئ د اُردن وادۍ طرف ته روان شول. ۵ خو د بابليانو لښکر په صدقياه بادشاه پسې وو، يريحو ته نزدې په مېدانونو کښې يې ونيولو او خپل ټول فوجيان ترې نه لاړل او هغه يې يواځې پرېښودو. ۶ صدقياه نبوکدنضر بادشاه له بوتلے شو، چې هغه د رِبله په ښار کښې وو او هلته نبوکدنضر په هغۀ باندې سزا وخېژوله. ۷ نو د صدقياه په مخکښې د هغۀ دوه زامن ووژلے شول، نبوکدنضر د صدقياه نه سترګې وويستلې، هغه يې د زېړو په هتکړو کښې وتړلو او بابل ته يې بوتلو.

د مالِک خُدائ د کور تباه کېدل

۸ د بابل بادشاه نبوکدنضر د بادشاهۍ د نولسم کال د پينځمې مياشتې په اوومه ورځ، د بادشاه مشير او د هغۀ د لښکر مشر نبوزردان يروشلم ته وردننه شو. ۹ هغۀ د مالِک خُدائ کور، شاهى محل او د يروشلم ټول کورونه وسوزول، هغۀ د ښار هر يو لوئ عمارت وسوزولو. ۱۰ او د هغۀ فوجيانو د ښار دېوالونه راوغورزول. ۱۱ د شاهى محافظانو مشر نبوزردان، هغه خلق وويستل کوم چې په ښار کښې پاتې وُو، په دې کښې ماهِر کاريګران او هغه خلق شامل وُو چا چې د بابل بادشاه خِلاف بغاوت کړے وو. ۱۲ خو هغۀ په يهوداه کښې سخت مسکينان خلق پرېښودل، چې د انګور په باغونو او پټو کښې کَرل رېبل کوى. ۱۳ بابليانو د زېړو ستنې او هغه ګاډۍ ټوټې ټوټې کړې چې کومې د مالِک خُدائ په کور کښې وې، د زېړو هغه لويه ډيګۍ يې سره د ټولو زېړو بابل ته يوړله. ۱۴ هغوئ بېلچې او د قربان‌ګاه د پاکولو د ايرو لوښى هم يوړل، د ډيوو د خيال ساتلو سامان، د قربانۍ د وينې جامونه، د خوشبويۍ سوزولو لوښى او د زېړو نور ټول سامان چې د مالِک خُدائ د کور په کار کښې استعمالېدو. ۱۵ هغوئ هغه هر څۀ يوړل چې د سرو زرو يا سپينو زرو نه جوړ وُو، د هغه وړو جامونو او لوښو سره چې د بلو سکارو وړلو دپاره استعمالېدل. ۱۶ سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره چې کوم سامان يې د زېړو نه جوړ کړے وو، يعنې، دوه ستنې، ګاډۍ او لويه ډيګۍ، خو د دې ټولو دومره وزن وو چې تللے نۀ شو. ۱۷ دواړه ستنې يو شان وې، هره يوه تقريباً نهۀ ګزه اوچته وه چې د بره د زېړو سر يې تقريباً دوه ګزه اوچت وو. د هر يو سر نه ګېرچاپېره يې د زېړو جال وو چې د زېړو نه جوړو شوو انارو باندې ښائسته کړے شوے وو.

د يهوداه خلقو بابل ته بوتلے کېدل

۱۸ د دې نه علاوه، فوجى آفسر، مشر اِمام شراياه، ورپسې اِمام صفنياه او د مالِک خُدائ د کور نور درې اهم خادمان قېديان بوتلل. ۱۹ د ښار نه يې هغه آفسر بوتلو چې د فوجيانو مشر وو، پينځۀ د بادشاه ذاتى مشيران چې لا په ښار کښې وُو، د فوجى مشر مدد کوونکے، چې هغه د فوجى حِساب کِتاب مشر وو او شپېتۀ نور اهم سړى يې بوتلل. ۲۰ نبوزردان هغوئ د بابل بادشاه له بوتلل، چې هغه د رِبله په ښار کښې وو ۲۱ چې دا د حمات په علاقه کښې دے. هلته بادشاه هغوئ ووهل او مړۀ يې کړل. نو داسې د يهوداه خلق پردى مُلک ته بوتلے شول.

د يهوداه حکمران جدلياه

۲۲ د بابل نبوکدنضر د سافن نمسے او د اخيقام زوئ جدلياه، د يهوداه حکمران جوړ کړو. او هغه يې په هغه ټولو باندې مشر مقرر کړو کوم چې بابل ته نۀ وُو بوتلے شوى. ۲۳ کله چې د يهوداه آفسران او فوجيان د دې نه خبر شول کوم چې تسليم شوى نۀ وُو، نو هغوئ په مصفاه کښې د جدلياه سره مِلاو شول. هغه آفسران دا وُو، د نتنياه زوئ اِسمٰعيل، د قريح زوئ يوحانان، د تنحومت زوئ شراياه چې د نطوفاتى د ښار وو او د معکه يازنياه. ۲۴ جدلياه هغوئ ته ووئيل، ”زۀ تاسو ته دا خبره کوم چې د بابل د آفسرانو نه مۀ يرېږئ. په دې مُلک کښې اوسېږئ، د بابل د بادشاه خِدمت کوئ، نو ستاسو هر کار به سم وى.“ ۲۵ خو د هغه کال په اوومه مياشت، د شاهى خاندان اليسمع نمسے او د نتنياه زوئ اِسمٰعيل د لسو کسانو سره مصفاه ته لاړو، په جدلياه يې حمله وکړه او وې وژلو. د هغۀ سره چې کوم يهوديان او بابليان وُو هغه يې هم ووژل. ۲۶ بيا ټول اِسرائيليان، مالداره او غريبانان، سره د فوج د آفسرانو روان شول او مِصر ته لاړل، ځکه چې هغوئ د بابليانو نه يرېدل.

د يهوياکين د قېد نه آزادېدل

۲۷ په کوم کال چې اويل‌مرودک د بابل بادشاه شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه په يهوياکين باندې رحم وکړو او هغه يې د قېدخانې نه آزاد کړو. دا د يهوياکين د قېدى بوتلے کېدو په اووۀ دېرشم کال د دولسمې مياشتې په اوويشتمه ورځ باندې وشول. ۲۸ اويل‌مرودک د هغۀ سره ښۀ سلوک وکړو او د هغه نورو بادشاهانو نه يې هم د لوئ عزت ځائ ورکړو کوم چې د هغۀ سره په بابل کښې جلاوطن وُو. ۲۹ نو يهوياکين د قېدخانې جامې بدلې کړې او باقى ټول عُمر يې د بادشاه په دسترخوان روټۍ خوړله. ۳۰ چې ترڅو هغه ژوندے وو، نو هره ورځ هغۀ ته باقاعده خرچه مِلاوېده.

Next chapter