0:00 / 0:00

د بادشاهانو دوېم کِتاب

اوؤم باب

۱ بيا اليشع ورته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه. مالِک خُدائ داسې فرمائى، سبا دا وخت به د سپينو زرو په يوه سيکه باندې درې کلو ښۀ اوړۀ يا شپږ کلو اوربشې د سامريه د دروازې خولې سره خرڅولے شى.“ ۲ نو د بادشاه خاص آفسر اليشع ته ووئيل، ”کۀ مالِک خُدائ د آسمان نه د غلو دانو د باران دروازې کولاو کړے هم وے، نو دا کار به ونۀ شى.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”دا به تۀ په خپلو سترګو ووينې، خو تۀ به ترې نه هيڅ هم ونۀ خورې.“

د شام د فوجيانو تلل

۳ په هغه وخت کښې د ښار د دروازې د خولې سره د جذام د بيمارۍ څلور سړى وُو او هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مونږ دې تر مرګه پورې دلته ولې ناست يُو؟ ۴ ښار ته د ننوتلو فائده نشته، دننه به د لوږې نه مړۀ شُو، خو کۀ مونږ دلته ناست يُو، نو بيا به هم مړۀ شُو. نو راځئ چې د شاميانو کېمپ ته لاړ شُو، کۀ هغوئ زمونږ ژوند بچ کړو، نو ژوندى خو به يُو کۀ نه، خو کۀ ومو وژنى، نو مرو خو هسې هم.“ ۵ نو په ماښامى کښې هغوئ پاڅېدل او د شاميانو کېمپ ته لاړل، خو چې کله هغوئ ورورسېدل، نو هلته هيڅ څوک هم نۀ وُو. ۶ مالِک خُدائ د شاميانو په فوج باندې د جنګى ګاډو، آسونو او د يو لوئ فوج آوازونه اورولى وُو، نو شاميانو يو بل ته ووئيل، ”د اِسرائيل بادشاه، حِتيان او د مِصر بادشاهان او د هغوئ فوجيان د حملې دپاره په پېسو نيولى دى.“ ۷ نو په هغه ماښام شاميان د خپل ژوند بچ کولو دپاره تښتېدلى وُو، خپلې خېمې، آسونه، خرۀ او خپل کېمپونه يې هم داسې پرېښى وُو. ۸ کله چې هغه څلور سړى د خېمو غاړې ته ورسېدل، نو هغوئ يوې خېمې ته وردننه شول، هلته چې څۀ وُو نو هغه يې وخوړل او وې څښل، چې کوم سپين زر، سرۀ زر او جامې يې وموندلې نو هغه يې يوړل او پټ يې کړل، هغوئ بيا راغلل، يوې بلې خېمې ته وردننه شول او هم هغه شان يې وکړل. ۹ خو بيا هغوئ يو بل ته ووئيل، ”دا کار صحيح نۀ دے. مونږ سره ښۀ زېرے دے او مونږ له دا د ځان سره ساتل نۀ دى په کار. کۀ مونږ تر سبا پورې د دې د وئيلو اِنتظار وکړو، نو سزا به راته مِلاو شى. راځئ چې لاړ شُو او د بادشاه آفسران خبر کړُو.“ ۱۰ نو هغوئ د شاميانو د کېمپ نه روان شول، واپس سامريه ته لاړل او د دروازو سېنتريانو ته يې آواز وکړو، ”مونږ د شاميانو خېمو ته تلى وُو خو نۀ مو د چا آواز واورېدو او نۀ مو څوک وليدل، آسونه او خرۀ تړلى پاتې وُو او خېمې هم هغه شان روغې ولاړې وې.“ ۱۱ نو سېنتريانو د دې خبر اِعلان وکړو او دا خبر محل ته ورسېدو. ۱۲ خو بادشاه د شپې د کټ نه پاڅېدو او خپلو آفسرانو ته يې ووئيل، ”زۀ به تاسو ته ووايم چې شاميانو زمونږ خِلاف څۀ منصوبه جوړه کړې ده. هغوئ ته زمونږ د قحط پته ده، نو هغوئ ځکه خپلې خېمې پرېښې دى او پټو ته د پټېدو دپاره تلى دى. د هغوئ خيال دا دے چې کله مونږ د خوراک دپاره د ښار نه لاړ شُو، نو هغوئ به مونږ ژوندى ونيسى او ښار به قبضه کړى.“ ۱۳ د هغۀ يو آفسر ورته ووئيل، ”په دې ښار کښې خلق هسې هم مرګِ حال دى. نو په تاسو کښې دې څۀ کسان پينځۀ آسونه د پاتې شوى آسونو نه خوښ کړئ او لاړ دې شى. کۀ په دوئ څۀ چل وشو، نو پرواه نۀ کوى ځکه کۀ دلته وے نو هم به مونږ سره مړۀ شى. ګنې مونږ ته خو به دا پته ولګى چې څۀ چل دے.“ ۱۴ نو هغوئ سړى خوښ کړل او بادشاه هغوئ په دوو جنګى ګاډو کښې ولېږل چې لاړ شئ او دا معلوم کړئ چې په شامى فوج باندې څۀ شوى دى. ۱۵ چې هغه سړى د اُردن پورې ورپسې لاړل، نو هغوئ په ټوله لار باندې هغه جامې او سامان وليدو چې د شاميانو نه په تېښته کښې پاتې شوے وو. بيا هغوئ راواپس شول او بادشاه يې خبر کړو. ۱۶ د سامريه خلق راووتل او د شاميانو خېمې يې لوټ کړې. او لکه چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، د سپينو زرو په يوه سيکه باندې درې کلو ښۀ اوړۀ يا شپږ کلو اوربشې خرڅېدلې. ۱۷ نو داسې وشول چې د اِسرائيل بادشاه خپل خاص آفسر ته د ښار د دروازې ذمه وارى په حواله کړې وه. هغه آفسر هلته د خلقو د پښو لاندې شو او مړ شو، لکه څنګه چې اليشع په هغه وخت کښې پېشګوئې کړې وه چې بادشاه هغۀ سره مِلاوېدو له تلے وو. ۱۸ اليشع په هغه وخت بادشاه ته فرمائيلى وُو چې سبا دا وخت به په سامريه کښې درې کلو ښۀ غنم يا شپږ کلو اوربشې د سپينو زرو په يوه سيکه باندې خرڅيږى، ۱۹ او آفسر اليشع ته په جواب کښې وئيلى وُو، ”کۀ مالِک خُدائ د آسمان د باران دروازې کولاو کړے هم وے، نو دا کار به ونۀ شى.“ او اليشع ورته فرمائيلى وُو، ”دا به تۀ په خپلو سترګو ووينې، خو تۀ به هيڅ هم ترې نه ونۀ خورې.“ ۲۰ نو د هغۀ سره هم دغه شان وشول، هغۀ د ښار د دروازې سره د خلقو د پښو لاندې شو او مړ شو.