0:00 / 0:00

د سموئيل دوېم کِتاب

دوويشتم باب

د حضرت داؤد د فتحې ثناء صِفت

۱ کله چې مالِک خُدائ داؤد د ساؤل او خپلو نورو دشمنانو نه بچ کړو، نو داؤد د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې دا وفرمائيل، ۲ ”مالِک خُدائ زما ساتونکے دے، هغه زما د مضبوطې قلعې په شان دے، او هغه زما خلاصونکے دے. ۳ زما خُدائ پاک زما د حِفاظت ځائ دے. او د هغۀ سره په حِفاظت کښې يم. هغه ما د ډال په شان بچ کوى، هغه زما دِفاع کوى او بچ مې ساتى. هغه زما خلاصونکے دے، هغه زما ساتنه کوى او د زور ظلم نه مې بچ کوى. ۴ زۀ مالِک خُدائ ته سوال کوم، او هغه مې د دشمنانو نه بچ کوى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. ۵ د مرګ ټولې چپې زما ګېرچاپېره وې، د تباهۍ سېلاب زۀ راګېر کړم. ۶ د مرګ خطره زما نه تاو وه، او قبر زما دپاره خپل دام خور کړے وو. ۷ په تکليف کښې ما مالِک خُدائ ته چغه کړه، ما خُدائ پاک ته د مدد دپاره سوال وکړو. د هغۀ د کور نه هغۀ زما آواز واورېدو. د مدد دپاره هغۀ زما فرياد واورېدو. ۸ بيا زمکه ولړزېده او وخوځېده، د آسمان بنيادونه وخوځېدل او ودرزېدل ځکه چې خُدائ پاک غصه وو. ۹ د هغۀ د سپېږمو نه لوګے راووتلو، او يوه تباه کوونکې لمبه او بل سکارۀ د هغۀ د خولې نه راووتل. ۱۰ هغۀ آسمان وشلولو او لاندې راغلو، د هغۀ د پښو لاندې يوه توره تيارۀ وه. ۱۱ هغه د وزرو والا په خپل مخلوق باندې تېز والوتلو، هغۀ د هوا په وزرو باندې سفر وکړو. ۱۲ هغۀ خپل ځان په تيارۀ کښې پټ کړو، د اوبو نه ډکه تکه توره وريځ د هغۀ نه ګېرچاپېره تاو شوه، ۱۳ د هغۀ په وړاندې د برېښنا نه بلو سکارو لمبه وکړه. ۱۴ بيا مالِک خُدائ د تندر په شان شو، او د خُدائ تعالىٰ آواز واورېدے شو. ۱۵ هغۀ خپل غشى وويشتل او دشمنان يې خوارۀ وارۀ کړل، د برېښنا د پړق سره يې هغوئ وزغلول. ۱۶ د سمندر بېخ راڅرګند شو. او د زمکې بنيادونه راښکاره شول کله چې مالِک خُدائ خپل دشمنان ورټل او په غصه کښې په هغوئ باندې وغورېدو. ۱۷ نو مالِک خُدائ د بره نه راورسېدو او زۀ يې ونيولم، هغۀ د ډېرو اوبو نه بهر راوويستلم. ۱۸ هغۀ زۀ د خپلو زورَورو دشمنانو نه بچ کړم او د هغه ټولو نه چې زما نه يې نفرت کولو، هغوئ زما دپاره ډېر زيات طاقتور وُو. ۱۹ کله چې زۀ په تکليف کښې وم نو هغوئ په ما حمله وکړه، خو مالِک خُدائ زۀ بچ کړم. ۲۰ هغۀ زۀ د خطرې نه راوويستلم هغۀ زۀ ځکه بچ کړم چې زما نه رضا وو. ۲۱ مالِک خُدائ ما له اجر راکوى ځکه چې زۀ هغه څۀ کوم چې څۀ حق وى، هغه ما له برکت راکوى ځکه چې زۀ بې‌ګناه يم. ۲۲ ما د مالِک خُدائ قانون منلے دے، زۀ د خُدائ پاک نه نۀ يم اوړېدلے. ۲۳ ما د هغۀ ټول قوانين منلى دى، ما د هغۀ د حُکمونو نافرمانى نۀ ده کړې. ۲۴ هغۀ ته پته ده چې زۀ صفا يم، ځکه چې ما ځان د ګناه نه ساتلے دے. ۲۵ او هغه ما له ځکه اجر راکوى چې هغه څۀ کوم چې صحيح وى. ځکه چې هغۀ ته پته ده چې زۀ بې‌ګناه يم. ۲۶ مالِکه خُدايه، تۀ د هغه خلقو سره وفادار يې چې څوک ستا وفادار وى، او چې څوک ښۀ وى نو تۀ د هغوئ سره ښۀ يې. ۲۷ چې څوک صفا خلق وى نو تۀ د هغوئ سره صفا يې، خو تۀ د بدعملو سره سخت يې. ۲۸ تۀ هغه څوک بچ کوې چې څوک عاجز وى. خو تۀ هغه څوک عاجزان کوې چې څوک مغرور وى. ۲۹ مالِکه خُدايه، تۀ زما رڼا يې، تۀ زما تيارې لرې کوې. ۳۰ تۀ ما له طاقت راکوې چې په دشمن حمله وکړم او طاقت راکوې چې د هغوئ په دېوالونو باندې ورواوړم. ۳۱ دا خُدائ پاک دے، چې د هغۀ کارونه څومره مکمل دى، د هغۀ کلام څومره اعتبارى دے. هغه د ډال په شان دے د هغه هر چا دپاره دے چې څوک يې پناه لټوى. ۳۲ مالِک خُدائ يواځې خُدائ پاک دے خُدائ پاک يواځې زمونږ د پناه ځائ دے. ۳۳ دا خُدائ پاک زما مضبوط د پناه ځائ دے، هغه زما لاره سموى. ۳۴ هغه ما د هوسۍ په شان تېزوى. هغه ما په غرونو کښې په حِفاظت کښې ساتى. ۳۵ هغه ما له د جنګ تربيت راکوى، نو چې داسې زۀ د ټولو نه مضبوط غشے اوچلوم. ۳۶ مالِکه خُدايه، ما بچ کړه او زما حِفاظت وکړه، ستا د مدد په وجه زۀ تکړه شوے يم. ۳۷ تا زما دپاره لار پراخه کړې ده، نو ځکه زما پښې کله هم نۀ دى ښوئېدلې. ۳۸ زۀ په خپل دشمن پسې ځم او شکست ورکوم، تر هغې پورې نۀ ودرېږم چې تباه کړې مې نۀ وى. ۳۹ زۀ هغوئ وغورزوم او هغوئ پاڅېدے نۀ شى، هغوئ زما د پښو لاندې پرېوتى وى. ۴۰ تۀ ما له د جنګ دپاره طاقت راکوې او په خپلو دشمنانو باندې فتح راکوې. ۴۱ تۀ زما نه زما دشمن زغلوې، او چې څوک زما نه نفرت کوى نو هغه تباه کوم. ۴۲ هغوئ د مدد دپاره وکتل، خو هيچا هم هغوئ بچ نۀ کړل، هغوئ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو، خو هغۀ جواب ورنۀ کړو. ۴۳ ما هغوئ مېده کړل او هغوئ د خاورې په شان شول، د کوڅې د خاورې په شان ما په هغوئ پښه راښکله. ۴۴ تا زۀ د خپلو سرکشو خلقو نه بچ کړم او زما بادشاهى دې په قومونو باندې په خپل ځائ وساتله، کوم خلق چې ما نۀ پېژندل هغوئ زما د بادشاهۍ لاندې راغلى دى. ۴۵ مسافر زما په وړاندې ټيټيږى، کله چې هغوئ زما نه خبر شى، هغوئ زما تابعدارى کوى. ۴۶ هغوئ خپله حوصله بائيلى او د خپلو محفوظو ځايونو نه په ريږدېدو راځى. ۴۷ مالِک خُدائ ژوندے دے. زما د حِفاظت کوونکى ثناء صِفت دې وى. د هغه تکړه خُدائ پاک د لويئ اِعلان وکړئ چې هغۀ زۀ بچ کړم. ۴۸ هغه ما له په خپلو دشمنانو باندې فتح راکوى، هغه قومونه زما لاندې راولى ۴۹ او هغه ما د خپل دشمن نه بچ کوى. اے مالِکه خُدايه، ما له په خپلو دشمنانو باندې فتح راکړه او ما د ظالمانو سړو نه بچ کړه. ۵۰ نو چې په قومونو کښې زۀ ستا ثناء صِفت وايم، او زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت بيانوم. ۵۱ خُدائ پاک خپل بادشاه له فتحې ورکوى، هغۀ چې څوک خوښ کړے دے نو هغۀ ورته خپله مستقله مينه ښودلې ده، داؤد او د هغۀ اولاد ته يې همېشه ښائى.“