Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ یوه ورځ داود پوښتنه وکړه: «ایا د شاوول د کورنۍ څخه څوک پاتې دی؟ که چېرې وي، نو زه به د یوناتان په خاطر ورسره مهرباني وکړم.» ۲ نو د شاوول د کورنۍ یو خدمتګار ؤ چې صیبا نومېده. هغه یې د داود حضور ته راوغوښت او پاچا هغه ته وویل: «ایا ته صیبا یې؟» هغه ځواب ورکړ: «هو، اعلیحضرته، زه یم.» ۳ پاچا د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ایا د شاوول د کورنۍ څخه څوک پاتې دی چې هغه ته د خدای احسان ښکاره کړم لکه څنګه چې ما د خدای سره وعده کړې ده چې زه به داسې کوم؟» صیبا ځواب ورکړ: «د یوناتان د زامنو څخه یو پاتې دی، چې هغه په دواړو پښو شل دی.» ۴ پاچا پوښتنه وکړه: «هغه چېرته دی؟» صیبا ځواب ورکړ: «په لودبار کې د عمییل د زوی ماخیر په کور کې دی.» ۵ نو داود پاچا هغه راوغوښت. ۶ کله چې د یوناتان زوی او د شاوول لمسی مفیبوشت داود ته راغی، نو هغه ته د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت. داود وویل: «ای مفیبوشته!» هغه ځواب ورکړ: «ستاسو غلام یم.»
۷ داود هغه ته وویل: «مه وېرېږه، ځکه چې زه به ستا د پلار یوناتان په خاطر په تا باندې مهرباني وکړم. ستا د نیکه شاوول ټوله ځمکه به بېرته درکړم او ته به تل زما په دسترخوان باندې ډوډۍ خورې.» ۸ مفیبوشت یوځل بیا د درناوي په خاطر خپل سر ټیټ کړ او ویې ویل: «اعلیحضرته! زما نه خو یو مړ سپی هم ښه دی، تاسو ولې زما سره دومره ښه کوئ؟»
۹ بیا پاچا د شاوول خدمتګار صیبا راوغوښت او ورته ویې ویل: «ما ټول هغه شیان چې د شاوول او د هغه د کورنۍ وو، ستا بادار یعنې د شاوول لمسي مفیبوشت ته ورکړل. ۱۰ ته، ستا زامن او ستا خدمتګاران دې ستا د بادار شاوول د کورنۍ دپاره ځمکه وکرئ او حاصل یې راوړئ چې د هغوی دپاره خواړه تیار شي. خو خپله مفیبوشت به تل زما په دسترخوان باندې ډوډۍ خوري.» صیبا پنځلس زامن او شل نوکران درلودل. ۱۱ صیبا ځواب ورکړ: «اعلیحضرته! څه چې تاسو حکم کوئ زه به هماغسې وکړم.» نو مفیبوشت به لکه د پاچا د یو زوی په شان د داود په دسترخوان باندې ډوډۍ خوړله. ۱۲ د مفیبوشت یو وړوکی زوی ؤ چې میکا نومېده. د صیبا د کور ټول اوسېدونکي د مفیبوشت خدمتګاران شول. ۱۳ نو مفیبوشت چې په دواړو پښو ګوډ ؤ په اورشلیم کې اوسېده او د پاچا په دسترخوان باندې یې تل ډوډۍ خوړله.