0:00 / 0:00

د سموئيل دوېم کِتاب

نهم باب

حضرت داؤد او مفيبوست

۱ يوه ورځ داؤد تپوس وکړو، ”د ساؤل د خاندان څوک پاتې دى؟ کۀ څوک وى نو د يونتن د خاطره به زۀ پرې مهربان شم.“ ۲ د ساؤل د خاندان يو نوکر راوغوښتے شو چې نوم يې ضيبا وو. بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ ضيبا يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ستا خِدمت کوونکے حاضر يم.“ ۳ بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”د ساؤل په خاندان کښې داسې څوک پاتې دے څۀ چې هغۀ ته وفادارى او مِهربانى وښايم، لکه څنګه چې ما د خُدائ پاک سره وعده کړې ده؟“ ضيبا جواب ورکړو، ”د يونتن يو زوئ تر اوسه پورې شته او هغه په دواړو پښو ګوډ دے.“ ۴ بادشاه تپوس وکړو، ”هغه چرته دے؟“ ضيبا ورته ووئيل، ”هغه په لودبار کښې د عمى‌اېل زوئ مکير په کور کښې دے.“ ۵ نو داؤد بادشاه هغه راوغوښتو. ۶ کله چې د ساؤل نمسے او د يونتن زوئ مفيبوست راورسېدو، هغه داؤد ته د عزت نه ټيټ شو. داؤد وفرمائيل، ”مفيبوسته.“ او هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خِدمتګار حاضر يم.“ ۷ داؤد جواب ورکړو، ”يرېږه مه، ستا د پلار په وجه زۀ په تا مِهربانه يم. زۀ به تا له هغه ټوله زمکه واپس درکړم کومه چې ستا د نيکۀ ساؤل وه او تا ته به زما په دسترخوان باندې همېشه هرکلے وئيلے شى.“ ۸ مفيبوست يو ځل بيا ټيټ شو او وې وئيل، ”صاحِبه، زما نه خو يو مړ سپے هم ښۀ دے، تۀ زما سره ولې دومره ښۀ يې؟“ ۹ بيا بادشاه د ساؤل نوکر ضيبا راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د نېک نمسى، مفيبوست له هغه هر څۀ ورکوم چې هغه د ساؤل او د هغۀ د خاندان وُو. ۱۰ تۀ، ستا زامن او ستا نوکران به د ساؤل د خاندان زمکه کَرى او فصل به يې راوړى چې هغوئ ته خوراک ملاويږى. خو مفيبوست به همېشه زما په دسترخوان باندې مېلمه وى.“ د ضيبا پينځلس زامن او شل نوکران وُو. ۱۱ ضيبا ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ به هر هغه څۀ کوم چې تۀ يې حُکم کوې.“ مفيبوست د بادشاه په دسترخوان باندې د بادشاه د زوئ په شان خوراک کولو. ۱۲ د مفيبوست يو زلمے زوئ وو چې نوم يې ميکا وو. د ضيبا د خاندان مکمل کسان د مفيبوست نوکران شول. ۱۳ نو مفيبوست چې په دواړو پښو شل وو هغه په يروشلم کښې اوسېدو، هغۀ به همېشه د بادشاه په دسترخوان خوراک کولو.