Previous chapter

تسالونیکیانو ته د پولوس رسول دوهم لیک

لومړی فصل

سلامونه

۱دا لیک د پولوس او سیلاس او تیموتاوس له خوا د تسالونیکیانو کلیسا ته چې زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح کلیسا ده. ۲زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

د عیسی مسیح د راتللو په وخت کې د خدای قضاوت

۳ای خویندو او ورونو! مونږ باید تل ستاسو دپاره د خدای شکر وکړو او همداسې مناسبه ده، ځکه چې ستاسو ایمان ښه قوي کیږي او ستاسو مینه یو د بل سره نوره هم زیاتیږي. ۴له دې امله مونږ د خدای په نورو کلیساګانو کې د هغه صبر او زغم او ایمان دپاره چې تاسو یې په ځورونو او تکلیفونو کې ښایئ، ویاړو.

۵دا د خدای د عادلانه قضاوت ثبوت دی د دې دپاره چې تاسو د خدای د هغې پاچاهۍ لایق کړي د کومې دپاره چې کړاوونه زغمئ. ۶څرنګه چې خدای عادل دی، نو هغه به هغو خلکو ته سزا ورکړي چې تاسو یې ځورولي یئ. ۷هغه به تاسو ته چې ځورېدلي یئ، ارام درکړي او مونږ ته به یې هم راکړي. دا کار به هغه وخت وشي چې کله زمونږ څښتن عیسی د اسمان څخه د خپلو زورورو فرښتو سره ۸د اور په لمبو کې راښکاره شي. هغه به هغو خلکو ته چې خدای نه پېژني او زمونږ د څښتن عیسی زېری نه مني، سزا ورکړي. ۹د هغوی سزا به دا وي چې د تل دپاره تباه شي او د څښتن د حضور او د هغه د قدرت د جلال څخه به بې‌برخې شي. ۱۰په هغه ورځ چې څښتن عیسی راشي، نو د خپلو سپېڅلو خلکو له خوا به جلال ومومي او ټول ایمانداران به یې په لیدلو ډېر حیران شي. په هغوی کې به تاسې هم شامل یئ، ځکه چې تاسو زمونږ په شهادت باندې چې د هغه په هکله مو درکړ، ایمان راوړ. ۱۱له دې امله مونږ تل ستاسو دپاره دعا کوو. مونږ د خپل خدای څخه غواړو چې تاسو د هغه ژوند لایق کړي چې هغه مو ورته رابولي. هغه دې په خپل قدرت سره ستاسو ټولې نېکې هیلې پوره کړي او ستاسو هغه کارونه دې پوره کړي چې په ایمان سره یې کوئ. ۱۲مونږ دا دعا د دې دپاره کوو، ترڅو زمونږ د څښتن عیسی مسیح نوم ستاسو له خوا جلال ومومي او زمونږ د خدای او د څښتن عیسی مسیح په فضل سره تاسو د هغه له خوا عزت ومومئ.

Previous chapter