د تِسالونيکيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط

دوېم باب

بې‌شرعې انسان

۱نو اوس اے وروڼو او خوېندو، مونږ د خپل مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو او د هغۀ سره زمونږ د راغونډېدلو په حقله تاسو ته خواست کوُو ۲چې تاسو زر پرېشانه نۀ شئ او نۀ دې ستاسو وار خطا شى کۀ څوک درته د رويا نه يا د کلام نه او يا زمونږ نه د خط په وسيله ووائى چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ خو راغلې ده، نو تاسو په داسې خبرو باور مۀ کوئ. ۳څوک دې تاسو په هيڅ طريقه دوکه نۀ کړى. ځکه چې هغه ورځ به تر هغې نۀ راځى ترڅو پورې چې بغاوت شروع نۀ شى او بيا بې‌شرعې کس څرګند نۀ شى، څوک چې د هلاکېدو دپاره مقرر شوے دے. ۴هغه به د هر يو معبود او د عبادت د هر يو څيز مخالفت کوى او خپل ځان به ترې نه اوچت ګڼى. او هغه به د خُدائ په کور کښې کښېنى او د خُدايئ دعوىٰ به وکړى. ۵ولې تاسو ته ياد نۀ دى چې کله زۀ لا تاسو سره وم نو تاسو ته مې دا خبرې کړې وې؟ ۶او اوس چې کوم څيز هغه ايساروى تاسو د هغې نه خبر يئ، تر څو چې هغه په خپل مقرر وخت څرګند شى. ۷ځکه چې د بې‌شرعې پټ طاقتونه کار کښې لګيا دى، خو دا به تر هغې کار کوى ترڅو چې د دې ايساروونکے لارې نه لرې نۀ شى. ۸او بيا به هغه بې‌دينه کس راڅرګند شى، او مالِک عيسىٰ به يې د خپلې خولې په پوکى تباه کړى، او د خپلو راتلو په جلال به يې تباه کړى. ۹د دې بې‌دينه کس راتلل او کارونه به د شېطان په طاقت وى، څوک چې به هر قسم قدرت، د دروغو نښې او معجزې به ښکاره کوى، ۱۰او هغوئ څوک چې هلاکېدونکى دى نو هغه به يې په خپل شرارت سره دوکه کړى. ځکه چې نۀ هغوئ د حق سره مينه کوله او نۀ يې هغه حق منلو کوم چې هغوئ ته خلاصون ورکولو. ۱۱په دې وجه به خُدائ پاک هغوئ سخت بې‌لارې کړى او هغوئ به په دروغو يقين ساتى. ۱۲نو هغوئ څوک چې په حق يقين نۀ کوى بلکې د بدۍ په کارونو خوشحاليږى، هغوئ ټول به سزا ومومى.

د خلاصون دپاره غوره شوى

۱۳خو په مالِک کښې زمونږ ګرانو وروڼو او خوېندو، مونږ ته همېشه ستاسو په حقله د خُدائ پاک شُکر کول په کار دى، ځکه چې تاسو د خُدائ پاک اولنۍ د خلاصون غوره کړے شوې مېوه يئ کوم خلاصون چې د روحُ القُدس په وسيله ملاويږى او هغه تاسو پاکوى چې په حق ايمان راوړئ. ۱۴د دې مقصد دپاره هغۀ تاسو زمونږ د زيرى په وسيله راوبللئ نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په جلال کښې شامل شئ. ۱۵نو بيا اے وروڼو او خوېندو، مضبوط شئ او د کوم دستور چې بيا تاسو زمونږ د خولې نه يا مو د خط په وسيله تعليم حاصل کړے دے تاسو په هغې قائم پاتې شئ. ۱۶اوس دې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله او زمونږ خُدائ پلار چا چې مونږ سره مينه وکړه او مونږ ته يې د فضل په وسيله ابدى تسلى او ښۀ اُميد راکړو، ۱۷هغه دې ستاسو زړونو ته ډاډګيرنه درکړى او په هر نېک کار او خبرو اترو کښې دې تاسو مضبوط کړى.