د یوحنا رسول درېم لیک

لومړی فصل

سلامونه

۱د کلیسا د مشر له خوا ګران غایوس ته چې په رښتیا راباندې ګران دی. ۲زما ګرانه ملګریه! زه دعا کوم چې په هر کار کې بریالی اوسې او لکه څنګه چې په روحاني توګه روغ او جوړ یې، نو همداسې په جسماني توګه هم واوسې. ۳کله چې ځینې ورونه راغلل او ماته یې ستا د وفادارۍ په هکله شاهدي راکړه او دا چې ته تل په رښتینې لاره ژوند تېروې، نو ډېر خوشحاله شوم. ۴د دې نه زیاته خوشحالي ماته په بل هېڅ شي کې نشته چې کله واورم چې زما اولادونه په رښتینې لاره روان دي.

د غایوس همکاري او د دیوترفیس مخالفت

۵ګرانه دوسته! ته په هغه خدمت کې چې دې مسیحیانو ته یې کوې ډېر وفادار یې، که څه هم ته هغوی نه پېژنې. ۶هغوی د دې ځای کلیسا ته وویل چې د هغوی سره څومره مینه کوې. مهربانې وکړه د هغوی سره په سفر کې داسې مرسته وکړه لکه د هغو خلکو په شان چې د خدای خدمت کوي. ۷ځکه چې هغوی مسیح ته د خدمت کولو په خاطر په سفر روان شول او د بې‌دینه خلکو نه یې هېڅ مرسته ونه غوښتله. ۸نو مونږ باید د داسې خلکو سره مرسته وکړو او د حقیقت په خپرولو کې د هغوی سره ملګري شو.

۹ما ستاسو کلیسا ته یو لیک ولېږه، خو دیوترفیس چې خپل ځان د نورو څخه لوړ ښایي، زما خبرې نه مني. ۱۰که زه درغلم، نو د هغو کارونو په هکله چې هغه یې کوي او زمونږ په هکله بېځایه او بدې خبرې کوي، خبرې وکړم. هغه لا په دې هم قناعت نه کوي، بلکې مېلمنو مسیحیانو ته د هرکلي ویلو نه هم انکار کوي او نور هم نه پرېږدي چې هغوی ته هرکلی ووایي او د هغوی مرسته کوونکي د کلیسا څخه شړي.

۱۱زما ګرانه دوسته، د بدۍ پیروي مه کوه، بلکې د نېکۍ پیروي کوه. کوم خلک چې نېک کارونه کوي، هغوی د خدای اولادونه دي او څوک چې بد کارونه کوي، هغوی هېڅکله هم خدای نه دی لیدلی. ۱۲ټول خلک د دیمیتریوس په هکله ښه شاهدي ورکوي او حقیقت همدا دی. مونږ هم د هغه په هکله ښه شاهدي ورکوو او ته پوهېږې چې زمونږ شاهدي رښتیا ده.

وروستنۍ خبرې

۱۳زما سره ډېرې خبرې شته چې غواړم تاته یې وکړم، خو زه نه غواړم چې تاته هغه په قلم باندې ولیکم. ۱۴زه هیله لرم چې ډېر زر دې ووینم او مخامخ در سره خبرې وکړم.

۱۵سلامتي دې وي په تا باندې. ټول دوستان دې درباندې سلامونه وایي، زمونږ هر یو دوست ته سلامونه ووایه.