د يوحنا رسول درېم خط

دُعا او سلام

۱د مشر د طرف نه، خوږ ګايوس ته، د چا سره چې زۀ د زړۀ نه مينه کوم. ۲زما خوږه ګايوسه، زۀ دُعا غواړم چې تۀ دې داسې روغ جوړ اوسې لکه څنګه چې په روحانى توګه روغ جوړ يې. ۳کله چې وروڼه راغلل او ما ته يې دا ګواهى راکړه چې تۀ څومره رښتينے ژوند تېروې نو په دې ډېر خوشحاله شوم او چې تۀ څومره په رښتينې لار روان يې. ۴د دې نه زياته خوشحالى ما ته په بل هيڅ څيز کښې نشته چې کله زۀ دا واورم چې زما بچى په حقه لار روان دى.

مدد او مخالفت کول

۵اے ګرانه وروره، تۀ د وروڼو په خِدمت کښې ډېر وفادار يې، اګر کۀ تا ته هغوئ پردى دى. ۶هغوئ دلته د جماعت په وړاندې ستا د ښۀ ورورولۍ ګواهى ورکړه. نو دا به ستا مهربانى وى چې د دوئ په سفر کښې هم هغه شان مدد جارى وساتى د کومې ورورولۍ نه چې خُدائ پاک رضا وى. ۷هغوئ د عيسىٰ د نوم د خِدمت کولو دپاره په سفر ووتل او د بې‌دينو نه يې هيڅ قسمه مدد حاصل نۀ کړو. ۸نو په دې وجه په مونږ لازم دى چې د داسې خلقو مدد وکړُو نو چې مونږ د حقيقت په خورولو کښې د هغوئ ملګرى شُو. ۹ما جماعت ته څۀ وليکل خو ديوترفيس چې د مشرۍ شوق لرونکے دے هغه زمونږ اختيار نۀ منى. ۱۰نو کۀ زۀ درغلم نو هغه کارونه به درته په ګوته کړم کوم چې هغه کوى او زمونږ خلاف فضول او بدې خبرې کوى، او لا په دې هم نۀ صبريږى بلکې زمونږ وروڼو ته د هر کلى وئيلو نه هم اِنکار کوى او څوک چې داسې کوى هغوئ هم منع کوى تر دې چې د جماعت نه يې هم شړى. ۱۱زما خوږه ملګريه، د بدۍ پيروى مۀ کوه بلکې ښۀ کوه، ښۀ کار کوونکى د خُدائ پاک بچى دى او څوک چې بد کارونه کوى هغوئ خُدائ ليدلے نۀ دے. ۱۲د ديميتريوس دپاره هر څوک ښۀ ګواهى ورکوى او دا حقيقت هم دے، مونږ پخپله هم د هغۀ ګواهى ورکوو او تۀ خبر يې چې زمونږ ګواهى رښتينې ده.

آخرى سلام

۱۳ما سره تاسو ته د ليکلو دپاره ډيرې خبرې دى خو دا نۀ غواړم چې په قلم او سياهۍ يې وليکم. ۱۴زما اُميد دے چې ډېر زر به تاسو ووينم او مخامخ به د يو بل سره خبرې وکړُو. ۱۵په تا دې سلامتى وى. ستاسو ملګرى تاسو ته سلام وائى، هلته هر يو ملګرى ته په نامه سلام ووايه.