اعمال د رسولانو

دولسم باب

د يعقوب قتل او د پطروس ګرفتارى

۱ تقريباً هم په هغه وخت هيروديس بادشاه د جماعت څۀ خلق ونيول او ظلم زياتے يې ورسره شروع کړو. ۲ هغۀ د يوحنا ورور يعقوب په تُوره شهيد کړو. ۳ نو کله چې هغه خبر شو چې يهوديان په دې کار خوشحاله شول، نو پطروس يې هم ګرفتار کړو. دا واقعه د پتيرې روټۍ د اختر په ورځو کښې وشوه. ۴ د ګرفتارولو نه وروستو يې هغه په قېد کښې واچولو او د سپاهيانو څلور ډلو ته يې حواله کړو چې د دۀ څوکيدارى کوى. د هيروديس دا خيال وو چې د فسح د اختر نه وروستو به يې د خلقو په وړاندې فېصله واوروى. ۵ نو هغۀ پطروس په قېدخانه کښې وساتلو، خو جماعت د پطروس دپاره په جوش سره د خُدائ پاک نه دُعا غوښتله.

د قېدخانې نه د پطروس آزادېدل

۶ په هم هغه شپه هيروديس د پطروس د بهر راوستو نه وړاندې هغه د دوو سپاهيانو په مينځ کښې په دوو زنځيرونو تړلے اودۀ پروت وو او د دروازې نه بهر څوکيدارانو د قېدخانې څوکۍ کوله. ۷ چې ناڅاپى د مالِک خُدائ يوه فرښته هلته ودرېده او په کوټڼۍ کښې رڼا وځلېده. هغې د پطروس اوږه وخوځوله او راويښ يې کړو او ورته يې وفرمائيل، ”زر شه، راپاڅه.“ نو په دې کښې زولنۍ د پطروس د مړوندونو نه وغورزېدلې. ۸ بيا فرښتې هغۀ ته ووئيل چې، ”ملابند وتړه او خپل پېزار په پښو کړه.“ پطروس هم هغه شان وکړل. بيا فرښتې هغۀ ته ووئيل، ”خپله چُوغه واچوه او ما پسې راځه.“ ۹ پطروس د کوټڼۍ نه بهر فرښتې پسې نېغ روان وو، خو د هغۀ دا خيال نۀ وو چې ګنې دا رښتيا دى خو د هغۀ سوچ دا وو چې دا ګنې خوب دے. ۱۰ هغوئ د وړومبې او دوېمې څوکۍ نه واوړېدل او د اوسپنې هغه دروازې ته راورسېدل کومه چې ښار ته وتې وه. دا د هغوئ دپاره په خپله کولاو شوه او دوئ ترې نه ووتل. کله چې هغوئ په کوڅه کښې روان وُو نو څۀ ګورې چې فرښته د هغۀ سره نۀ وه. ۱۱ بيا پطروس په خود کښې راغلو او هغۀ خپل ځان سره ووئيل چې، ”اوس زما پوره يقين دے چې مالِک خُدائ خپله فرښته ما ته رالېږلې ده او ما ته يې د هيروديس او د يهوديانو د ټولو بدو منصوبو نه نجات راکړو.“ ۱۲ کله چې هغه په دې پوهه شو نو بيا هغه د مريم کور ته لاړو چې د يوحنا مرقوس مور وه. هلته ډېر ګڼ خلق راغونډ شوى وُو او دُعا يې کوله. ۱۳ کله چې پطروس بهر دروازه وټکوله نو روده نومې نوکره دروازې ته ورغله. ۱۴ نو چې هغې د پطروس آواز وپېژندلو هغه دومره خوشحاله شوه چې د دروازې خلاصولو په ځائ هغې دننه منډه کړه او هغوئ يې خبر کړل چې، ”پطروس بهر په دروازه کښې ولاړ دے.“ ۱۵ هغوئ هغې ته ووئيل چې، ”تۀ ليونۍ يې.“ خو هغه په خپله خبره ټينګه وه چې زۀ رښتيا وايم. خو هغوئ ووئيل چې، ”دا به ضرور د هغۀ فرښته وى.“ ۱۶ خو پطروس هم هغه شان دروازه ټکوله او چې کله هغوئ دروازه کولاو کړه نو بيا د هغۀ په ليدو حق حېران شول. ۱۷ خو پطروس هغوئ ته د چپ کېدو اِشاره وکړه او ټوله قيصه يې ورته بيان کړه چې مالِک هغه څنګه د قېدخانې نه بهر راوويستو. نو بيا هغۀ ووئيل چې، ”يعقوب او زمونږ نور وروڼه په دې واقعه خبر کړئ.“ او بيا هغه بل ځائ ته روان شو. ۱۸ چې سحر شو نو سپاهيان په دې ډېر پرېشانه وُو چې پطروس څۀ شو؟ ۱۹ کله چې هيروديس هغه ښۀ ولټولو او پېدا يې نۀ کړو، بيا هغۀ د سپاهيانو نه بيان واخستو او د هغوئ د وژلو حُکم يې ورکړو. د دې نه پس هيروديس د يهوديه نه لاړو او د څۀ وخت دپاره په قيصريه کښې پاتې شو.

د هيروديس مرګ

۲۰ نو هيروديس د صور او د صيدا خلقو ته په قهر وو نو په دې وجه هغوئ ورته د صلحې دپاره جرګه ورولېږله ځکه چې د هغوئ ښارونه د خوراک دپاره د هيروديس د مُلک محتاجه وُو. د سفارش کولو دپاره جرګې خپل ځان سره د بادشاه د دربار ناظر بلستوس ملګرے کړو. ۲۱ نو په يوه مقرره ورځ هيروديس خپل شاهى لباس واچولو، او په تخت کښېناستو او هغوئ ته يې تقرير شروع کړو. ۲۲ او ګڼې چغې وهلې چې، ”دا خو د خُدائ آواز دے، نه چې د انسان.“ ۲۳ نو سمدستى د مالِک خُدائ يوې فرښتې هيروديس ووهلو، ځکه چې هغۀ د خُدائ پاک تمجيد ونۀ کړو، او هغه چينجو وخوړو او مړ شو. ۲۴ خو په هم دې وخت کښې د خُدائ پاک کلام خورېدلو او ترقى يې کوله. ۲۵ بيا برنباس او ساؤل د خپل خِدمت پوره کولو نه پس يروشلم ته واپس راغلل، او ځان سره يې يوحنا راوستو، چې بل نوم يې مرقوس وو.