اعمال د رسولانو

شپاړسم باب

د پولوس رسول او سيلاس سره د تيموتيوس ملګرتيا

۱ پولوس دربې او لستره ته لاړو. هلته تيموتيوس نومې يو مريد وو چې مور يې يهودڼه وه او هغه ايمانداره وه خو د هغۀ پلار يونانى وو. ۲ هغه د لستره او اِکونيوم په ايماندارانو کښې ډېر نېک نامه وو. ۳ پولوس غوښتل چې تيموتيوس د خپل ځان سره بوځى، او د هغه يهوديانو د خاطره چې هلته اوسيږى هغوئ هغه سنت کړو ځکه چې هغوئ ټولو ته پته وه چې د هغۀ پلار يونانى وو. ۴ څنګه چې هغوئ د يو ښار نه بل ته تلل نو هغه فرمانونه چې رسولانو او مشرانو پرې په يروشلم کښې فېصله کړې وه، هغه يې ايماندارانو ته اورول چې عمل پرې وکړى. ۵ نو جماعتونه په ايمان کښې ورځ په ورځ تکړه کېدل او د هغوئ شمېر زياتېدو.

د مِکدونى سړى په حقله د پولوس رسول رويا

۶ نو هغوئ د فروګيه او ګلتيه په علاقو واوړېدل ځکه چې روحُ القُدس هغوئ د آسيه په صوبه کښې د کلام اورولو نه منع کړى وُو. ۷ کله چې هغوئ د موسيه سرحد ته ورسېدل نو هغوئ کوشش وکړو چې بتونيه ته ننوځى خو د عيسىٰ روح هغوئ پرې نۀ ښودل. ۸ نو هغوئ په موسيه تير شول او ترواس ته لاړل. ۹ د شپې پولوس رويا وليدله چې يو مِکدونى سړے ولاړ دے او دا مِنت ورته کوى چې، ”مِکدونيه ته راپورې وځه او زمونږ مدد وکړه.“ ۱۰ کله چې هغۀ دا رويا وليده نو مونږ سمدستى کوشش وکړو چې مِکدونيه ته لاړ شُو. زمونږ دا خيال وو لکه چې خُدائ پاک راته وئيلى وى چې هغوئ ته زيرے ورکړُو.

د فيليپى لِديه په حضرت عيسىٰ مسيح ايمان راوړل

۱۱ نو مونږ د ترواس نه په سمندرى جهاز کښې سوارۀ شُو او نېغ ساموتراکې ته او په بله ورځ نياپوليس ته لاړو، ۱۲ او د هغه ځائ نه فيليپى ته چې د مِکدونيه په ضِلع کښې لوئ ښار دے او د روميانو کالونى هم ده. مونږ په دې ښار کښې د څو ورځو دپاره پاتې شُو. ۱۳ د سبت په ورځ مونږ د ښار د دروازې نه بهر د سيند غاړې ته لاړو چرته چې زمونږ دا خيال وو چې خلق به د عبادت دپاره راټول شوى وى، مونږ کښېناستو او هلته د راغلو ښځو سره مو خبرې وکړې. ۱۴ په هغوئ کښې د يوې نوم لِديه وو چې د قيمتى کاسنى رنګ جامو سوداګره وه او د تواتيره د ښار اوسېدونکې وه. هغه د خُدائ پاک عبادت کوونکې وه. مالِک د هغې زړۀ پرانستو او هغې د پولوس کلام قبول کړو. ۱۵ کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.

پولوس رسول او سيلاس په قېدخانه کښې

۱۶ مونږ يوه ورځ چې عبادتخانې ته روان وُو نو يوه نوکره مو وليدله چې پرې د غېب عالم روح ناست وو او هغې خپلو مالِکانو ته د فال کتو په ذريعه ډيرې پېسې ګټلې. ۱۷ هغه نوکره پولوس او مونږ پسې راروانه وه او چغې يې وهلې، ”دا د خُدائ تعالىٰ غلامان دى او تاسو ته د خلاصون لار ښائى.“ ۱۸ هغې دا وينا ډيرې ورځې وکړه خو آخر پولوس تنګ شو. هغۀ هغه روح ته مخ راواړولو او ورته يې ووئيل چې، ”زۀ تا ته حُکم درکوم چې د عيسىٰ مسيح په نوم د دې نه بهر شه.“ او هغه په هغه ځائ د هغې نه راووتو. ۱۹ خو کله چې د جينۍ مالِکانو وکتل چې د دوئ د ګټې اُميد ختم شو نو هغوئ پولوس او سيلاس ونيول او په بازار کښې يې په راښکلو حاکمانو ته راوستل. ۲۰ چې کله يې هغوئ د منصفانو په وړاندې پېش کړل نو هغوئ ووئيل چې، ”دا کسان زمونږ په ښار کښې ګړبړ جوړوى او يهوديان هم دى. ۲۱ دوئ د هغه رسمونو تعليم ورکوى کوم چې مونږ روميانو ته منل او عمل پرې کول روا نۀ دى.“ ۲۲ ګڼه هغوئ سره په پولوس او سيلاس باندې د حملې کولو دپاره يو ځائ شوه او منصفانو حکم وکړو چې د دوئ جامې وباسئ او په کوتکونو يې ووهئ. ۲۳ د ښۀ وهلو ټکولو نه پس يې هغوئ په قېدخانې کښې واچول او د جيل مشر ته يې حکم وکړو چې په هغوئ سخت نظر ساتى چې ونۀ تښتى. ۲۴ د دې حکم په مطابق هغۀ هغوئ د قېدخانې په دننه حِصه کښې واچول او د هغوئ پښو ته يې زولنۍ واچولې. ۲۵ خو په نيمه شپه کښې پولوس او سيلاس دُعا کوله او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله او نورو قېديانو ورته غوږ اېښے وو، ۲۶ چې ناګهانه داسې سخته زلزله راغله چې د قېدخانې بنيادونه يې وخوځول. او سمدستى ټولې دروازې کولاو شوې او د ټولو قېديانو زولنۍ پرانستے شوې. ۲۷ کله چې د جيل مشر راويښ شو او د قېدخانې دروازې يې کولاو وليدلې نو دا خيال يې وکړو چې قېديان به تښتېدلى وى، نو هغۀ خپله تُوره راوويسته نو چې څنګه يې خپل ځان وژلو. ۲۸ خو پولوس تېزه چغه ورکړه چې، ”ځان ته نقصان مۀ رسوه ځکه چې مونږ ټول دلته يُو.“ ۲۹ نو د جيل مشر ډيوه راوغوښته، ورمنډه يې کړه او په رپېدو د پولوس او سيلاس په وړاندې پرېوتو. ۳۰ بيا هغۀ هغوئ بهر راوويستل او وې وئيل چې، ”اے صاحبانو، زۀ څۀ وکړم چې خلاصون حاصل کړم؟“ ۳۱ هغوئ جواب ورکړو چې، ”په مالِک عيسىٰ باندې ايمان راوړه نو تۀ او ستا خاندان به خلاصون حاصل کړى.“ ۳۲ بيا هغوئ د مالِک کلام هغۀ ته او د هغۀ د کور ټولو خلقو ته واورولو. ۳۳ د شپې په هم هغه وخت د جيل مشر هغوئ ځان سره بوتلل او زخمونه يې ورله ووينځل، نو په هم هغه ساعت هغوئ بيا هغۀ ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړه. ۳۴ هغۀ هغوئ خپل کور ته راوستل او خوراک يې ورته کېښودو او هغه سره د خپله ټوله خاندانه ډېر خوشحاله شو ځکه چې هغوئ په خُدائ پاک ايمان راوړے وو. ۳۵ نو سحر وختى منصفانو آفسران د دې حکم سره ورولېږل چې، ”هغه کسان پرېږدئ چې لاړ شى.“ ۳۶ نو د جيل مشر پولوس ته دا خبر ورکړو او وئ وئيل چې، ”منصفانو دا خبر رالېږلے دے چې تۀ او سيلاس دې آزاد کړے شى، نو اوس راوځئ او په خير لاړ شئ.“ ۳۷ خو پولوس آفسرانو ته ووئيل چې، ”باوجود د دې چې مونږ سره د روم شهريت دے خو هغوئ مونږ د خلقو په وړاندې بې‌ګناه بې‌خطا ووهلو. او مونږ يې قېد کړو او اوس مو په پټه وباسى څۀ؟ بلکل نه، هغوئ دې په خپله راشى او مونږ دې بهر کړى.“ ۳۸ آفسرانو د دوئ دا خبره منصفانو ته ورسوله. کله چې هغوئ دا واورېدل چې پولوس او سيلاس سره د روم شهريت دے نو يرې واخستل ۳۹ او راغلل او معافى يې ورنه وغوښته، او هغوئ يې رابهر کړل او مِنت يې ورته وکړو چې د ښار نه لاړ شئ. ۴۰ د قېدخانې نه وروستو هغوئ د لِديه کور ته لاړل او هلته د ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مِلاو شول او هغوئ ته يې ډاډګيرنه ورکړه او بيا ترې رُخصت شول.