اعمال د رسولانو

يوويشتم باب

د پولوس رسول يروشلم ته سفر

۱ کله چې مونږ د هغوئ نه رُخصت شُو او جهاز روان شو، نو مونږ نېغ د قوس جزيرې ته راغلو او په بله ورځ رودوس ته او د هغه ځائ نه پاترا ته لاړُو. ۲ هلته مونږ يوه کشتۍ ولاړه وليده چې فينيکې ته تياره وه. مونږ وروختلو او په هغې کښې مو سفر وکړو. ۳ مونږ په لاره کښې د قبرص جزيره وليده او ترې نه په ګس لاس تير شُو. مونږ شام ته سفر جارى وساتلو او په صور کښې کوز شُو ځکه چې هلته يې د کشتۍ نه سامان کوزولو. ۴ مونږ مريدان وموندل او هلته يوه هفته ورسره ايسار شُو. هغوئ د روحُ القُدس په هدايت پولوس ته ووئيل چې، ”يروشلم ته مۀ ځه.“ ۵ نو کله چې زمونږ ورځې پوره شوې نو مونږ له هغه ځائ نه په خپل سفر روان شُو. او هغوئ ټول سره د ښځو او بچو، مونږ سره د ښار نه بهر راووتل او هلته مونږ د سمندر په غاړه په سجده شُو او د خُدائ پاک نه مو دُعا وغوښتله. ۶ بيا مونږ يو بل سره خُدائ په امانى وکړه او مونږ کشتۍ ته وختلو او هغوئ خپل کور ته واپس لاړل. ۷ د صور نه زمونږ سفر جارى وو او بيا مونږ پتوليمَس ته راغلو، او مونږ د ايماندارانو سره مِلاو شُو او د هغوئ سره د يوې ورځې دپاره پاتې شُو. ۸ په بله ورځ مونږ روان شُو او قيصريه ته راغلو، او مونږ د فيليپوس مېلمانۀ شُو چې د زيرى دعوت ورکوونکے وو. او هغه د هغه اوو کسانو نه يو وو څوک چې د خوراک تقسيمولو دپاره غوره کړے شوے وو. ۹ د هغۀ څلور پېغلې لوڼه وې چې نبوت به يې کولو. ۱۰ مونږ چې هلته يو څو ورځو دپاره ايسار وُو نو د يهوديه نه اګابوس نومې يو نبى راغلو. ۱۱ هغه مونږ له راغلو، او د پولوس ملابند يې واخستو او په دې يې خپل لاس او پښې وتړل او وې وئيل چې، ”روحُ القُدس دا وائى چې په يروشلم کښې به يهوديان په دې طريقه د دې ملابند مالِک وتړى او هغه به غېر‌يهوديانو ته په حواله کړى.“ ۱۲ مونږ چې دا خبرې واورېدلې نو مونږ او نورو مقامى ايماندارانو پولوس ته منت وکړو چې يروشلم ته لاړ نۀ شى. ۱۳ خو پولوس جواب ورکړو، ”تاسو ولې ژاړئ او زما زړۀ ماتوئ؟ ځکه چې زۀ نۀ يواځې تړلو ته، بلکې دې ته هم تيار يم چې د مالِک عيسىٰ دپاره په يروشلم کښې شهيد شم.“ ۱۴ بيا چې هغۀ ونۀ منل نو مونږ چُپ پاتې شُو او ومو وئيل چې، ”د مالِک مرضى دې پوره شى.“ ۱۵ مونږ د دې نه پس د تلو بندوبست وکړو او يروشلم ته روان شُو. ۱۶ د قيصريه نه څۀ مريدان هم مونږ سره راغلل او مونږ يې د مناسون کور ته راوستُو چې د قبرص اوسېدونکے وو او پخوانے مريد وو او مونږ د هغۀ سره پاتې شُو.

د پولوس رسول او يعقوب په يروشلم کښې ملاقات

۱۷ کله چې مونږ يروشلم ته راورسېدو ايماندارانو وروڼو راته تود هرکلے ووئيلو. ۱۸ په بله ورځ پولوس مونږ سره د يعقوب مِلاوېدو له لاړو او ټول مشران هم هلته موجود وُو. ۱۹ هغوئ سره د مِلاوېدو نه پس پولوس ورته هغه هر څۀ چې خُدائ پاک د هغۀ د خِدمت په وسيله په غېر‌يهوديانو کښې کړى وُو يو يو په تفصيل سره بيان کړل. ۲۰ کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله. بيا هغوئ پولوس ته ووئيل، ”تۀ ګورې وروره چې په يهوديانو کښې څومره په زرګونو کسانو ايمان راوړے دے او هغوئ ټول د شريعت په حقله ښۀ سرګرم دى. ۲۱ هغوئ ته ستا په حقله وئيل شوى دى چې تۀ هغه ټولو يهوديانو ته چې په غېر‌يهوديانو کښې اوسى، دا تعليم ورکوې چې د موسىٰ نه راواوړئ. او تۀ هغوئ ته وائې چې خپل بچى مۀ سنتوئ يا زمونږ رِواجونه مۀ کوئ. ۲۲ نو مونږ څۀ وکړو؟ هغوئ به يقيناً خبر شوى وى چې تۀ راغلے يې. ۲۳ نو تۀ هغه څۀ کوه چې مونږ درته وايو. مونږ سره څلور سړى دى چې نذر يې منلے دے. ۲۴ تۀ دوئ د ځان سره کړه او خپل ځان ورسره پاک کړه، د هغوئ د سرکلى پېسې هم تۀ ورکړه، نو چې دوئ خپل سرونه وخرائى. نو بيا به هر څوک پوهه شى چې ستا په باب کښې وئيلے شوې خبرې رښتيا نۀ دى، بلکې تۀ په خپله هم په شريعت عمل کوې او خيال يې ساتې. ۲۵ خو ترڅو چې د ايماندار شوو غېر‌يهوديانو خبره ده مونږ هغوئ ته خط ورلېږلے دے چې بُتانو ته د نذر کړې قربانۍ نه، د هغې د وينې او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د زناکارۍ نه ځان ساتئ.“ ۲۶ نو پولوس په بله ورځ هغه څلور سړى د ځان سره بوتلل او د هغوئ سره د ځان پاکولو نه پس هغه د خُدائ کور ته لاړو چې د هغه تاريخ اعلان وکړى په کوم چې د پاکېدو وخت پوره کيږى او د هر يو دپاره به نذرانه ورکړى.

د خُدائ په کور کښې د پولوس رسول ګرفتارى

۲۷ کله چې اووۀ ورځې پوره کېدې نو د آسيه صوبې يهوديانو پولوس د خُدائ په کور کښې وليدلو. هغوئ ټوله ګڼه ولمسوله او هغه يې ونيولو، ۲۸ او چغې يې کړلې، ”اے بنى اِسرائيلو. زمونږ مدد وکړئ. دا هغه سړے دے چې هر چا ته او هر چرته زمونږ د خلقو او زمونږ د شريعت خلاف تعليم ورکوى او زمونږ د خُدائ د کور بې‌حرمتى کوى. د دې نه لويه خبره دا ده چې هغۀ يونانيان هم د خُدائ کور ته راوستى دى او دا پاک ځائ يې پرې پليت کړے دے.“ ۲۹ ځکه چې هغوئ په ښار کښې مخکښې نه د دۀ سره د اِفِسوس تروفيموس ليدلے وو او دا يې سوچ وو چې پولوس هغه د ځان سره د خُدائ کور ته ننه ايستے دے. ۳۰ ټول ښار ناقلاره شو او خلق د هر طرف نه په منډه راغلل. هغوئ پولوس ونيولو او د خُدائ د کور نه يې بهر راښکو او سمدستى دروازې بندې شوې. ۳۱ هغوئ لا د هغۀ د مرګ کوشش کولو چې د پلټنې کمان آفسر ته خبر راغلو چې په ټول يروشلم کښې اله ګوله ده. ۳۲ هغۀ سمدستى سپاهيان او د هغوئ صوبه داران د ځان سره کړل او په منډه يې د الې ګولې ځائ ته ځان ورسولو. کله چې هغوئ کمان آفسر او سپاهيان وليدل نو د پولوس وهل ټکول يې بند کړل. ۳۳ کمان آفسر راوړاندې شو، هغه يې ګرفتار کړو او حُکم يې ورکړو چې، ”دوه زولنۍ ورته واچوئ.“ بيا هغۀ تپوس وکړو چې، ”دا څوک دے او دۀ څۀ کړى دى؟“ ۳۴ په ګڼه کښې چا يوه چغه وهله او چا بله. او کله چې هغۀ د الې ګولې په وجه اصل حقيقت معلوم نۀ کړے شو نو حُکم يې ورکړو چې، ”دے قلعې ته دننه کړئ.“ ۳۵ کله چې پولوس پوړو ته ورسېدو نو د ګڼى د غصه کېدو په وجه هغه سپاهيانو په اوږو کړو، ۳۶ د خلقو ګڼه ورپسې وه او دا چغې يې وهلې چې، ”دے مړ کړئ.“

د پولوس رسول د خپل ځان صفائى پېش کول

۳۷ څنګه چې يې پولوس قلعې ته بوتلو نو هغۀ کمان آفسر ته ووئيل چې، ”زۀ تا ته يوه خبره کولے شم؟“ کمان آفسر ورته ووئيل چې، ”ښه. تا ته يونانى هم درځى؟ ۳۸ نو بيا تۀ هغه مِصرى نۀ يې چا چې څۀ موده مخکښې بغاوت جوړ کړے وو او څلور زره دهشتګرد يې د ځان سره بيابان ته بوتلى وُو؟“ ۳۹ پولوس جواب ورکړو چې، ”زۀ يهودى يم او د کلکيه د ترسس يم، او د دغه اهم ښار مقامى اوسېدونکے يم. ما ته اجازت راکړه چې دې خلقو ته خبرې وکړم.“ ۴۰ کله چې هغۀ ورله اجازت ورکړو نو پولوس په پوړو ودرېدو او خلقو ته يې د چپ کېدو اِشاره وکړه. او کله چې خلق غلى شول نو هغۀ ورته په عبرانۍ ژبه کښې تقرير وکړو او وې وئيل چې،