0:00 / 0:00

اَعمال دَ رسُولانو

درويشتم باب

۱پولوس جرګے ته ځير ځير وکتل اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے زما وروُڼو! زَۀ په ټول ژوندُون کښے تر ننئ ورځے پورے دَ خُدائے په حضُور کښے بيخى صفا ضمير لرم.“ ۲خو مشر کاهن حننياه دَ دے خبرے په آؤريدو خپل خدمتګار ته حُکم ورکړو چه ”په خُلۀ ئے په څپيړه ووهه.“ ۳نو پولوس هغۀ ته ووئيل چه ”خُدائے به تا ووهى، اَئے چُونه کړيه ديواله! تۀ ناست ئے اَؤ زما په باب کښے دَ شريعت فيصلے کوے، اَؤ بيا دَ شريعت برخلاف زما دَ وهلو حُکم ورکوے څۀ؟“ ۴خدمتګار ووئيل چه ”تۀ دَ خُدائے دَ مشر کاهن بے عزتى کوے څۀ؟“ ۵بيا پولوس ووئيل چه ”زما ورُوڼو! ما ته دا معلُومه نۀ وه چه هغه مشر کاهن دے. ما ته معلُومه ده چه صحيفے وائى :  ”تاسو دَ خپل قوم حاکِم ته بدرد مۀ وايئ.““

۶بيا چه پولوس ته ښه معلُومه شوه چه په دوئ کښے يوه ډله دَ صدُوقيانو ده اَؤ بله دَ فريسيانو نو هغۀ په جرګه کښے چغے کړلے چه ”اَئے زما ورُوڼو! زَۀ يو فريسى يم اَؤ دَ فريسى اَؤلاد يم. زما اُميد دے چه مړى به بيا راژوندى کيږى، نو ځکه په ما مقدمه ده اَؤ په دے باب کښے زما فيصله کيږى.“

۷په دے آؤريدو دَ فريسيانو اَؤ صدُوقيانو په مينځ کښے بلوه شوه اَؤ ډله دوه ځايه شوله. ۸ځکه چه صدُوقيان دَ قيامت اَؤ فرښتو اَؤ دَ رُوح نه مُنکر دى، خو فريسيان ئے منى. ۹اَؤ دَ فريسيانو دَ فرقے ځنے دَ شرعے عالمان راپاڅيدل اَؤ په ډاګه ئے دَ هغۀ په حق کښے دا اِعلان وکړو چه ”مُونږ په دے سړى کښے هيڅ غلطى نۀ وينو. شايد چه يوے فرښتے يا رُوح ورسره خبرے کړے وى!“

۱۰اَؤ چه بلوه زياتيدله نو کمان افسر ويرے واخستو چه هسے نه چه پولوس ټوټے کړى، نو هغۀ عسکرو ته حُکم وکړو چه ”لاندے لاړ شئ اَؤ هغه دَ ګڼے نه راکاږئ اَؤ قلعه ته ئے بوزئ.“

۱۱هغه شپه مالِک پولوس ته راغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زړۀ ټينګ کړه! لکه چه تا په بيتُ المُقدس کښے زما په حق کښے شاهدى وکړله، هم دغه شان ئے په رُوم کښے هم وکړه.“

دَ پولوس خلاف دَ قتل سازش

۱۲اَؤ چه ورځ شوه نو يهُوديان سره راغونډ شول اَؤ دا قسم ئے وخوړلو چه تر څو چه پولوس وژلے شوے نۀ وى، تر هغے به نۀ خو څۀ خورُو اَؤ نۀ څۀ څښُو! ۱۳دا سازش دَ څلويښتو کسانو نه زياتو وکړو. ۱۴هغوئ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ جرګے مشرانو له راغلل اَؤ وئے وئيل چه ”مُونږ په سوګند ځانُونه دے ته تړلى دى چه تر هغے به نۀ څۀ خورُو اَؤ نۀ څۀ څښُو تر څو چه پولوس مړ نۀ کړُو. ۱۵اوس دا ستاسو دَ جرګے کار دے چه کمان افسر ته درخواست وکړئ چه هغه تاسو ته لاندے راولى اَؤ دا بهانه وکړئ چه دَ هغۀ دَ مُقدمے پُوره پُوره تحقيقات کوُونکے دے. مُونږ دا بندوبست کړے دے چه دَ رارسيدو نه وړاندے به هغه قتل کړُو.“

۱۶خو دَ پولوس خوريئ دَ هغوئ دَ سازش خبره واؤريده. هغه لاړو اَؤ قلعه ته ننوتو اَؤ پولوس ئے په دے خبره خبر کړو. ۱۷بيا پولوس يو صوبه دار راوغوښتو اَؤ وئے وئيل چه ”دا ځوان کمان افسر ته بوزه، دَئے ورته څۀ خبره کول غواړى.“ ۱۸صوبه دار هغه دَ ځان سره کړو اَؤ کمان افسر ته ئے بوتلو. هغۀ ووئيل چه ”قيدى پولوس زَۀ راوبللم اَؤ راته ئے ووئيل چه دا ځوان تا ته راولم چه دَئے تا ته څۀ خبره کول غواړى.“

۱۹کمان افسر هغه دَ لاسه ونيولو، يو طرف ته ئے راکښو اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”تۀ څۀ خبره کول غواړے؟“

۲۰هغۀ ووئيل چه ”يهُوديانو په خپل مينځ کښے يو سازش جوړ کړے دے اَؤ تا ته به يو عرض کوى چه صبا تۀ پولوس دَ جرګے په وړاندے کړے اَؤ په دے بهانه چه دَ هغۀ دَ مُقدمے پُوره پُوره تحقيقات کوُو. ۲۱نو تۀ دَ هغوئ مه آؤره ځکه چه دَ څلويښتو کسانو نه زيات يو مظبُوط ټولى دَ هغۀ خلاف سازش کړے دے، اَؤ هغوئ دا سوګند کړے دے چه تر څو ئے هغه مړ کړے نۀ وى، تر هغے به نۀ څۀ خورى اَؤ نۀ څۀ څښى. اوس هغوئ تيار دى خو بس ستا دَ منظُورئ اِنتظار دے.“

۲۲نو کمان افسر هغه ځوان په دے وينا رُخصت کړو چه ”ګوره، په دے خبرو څوک درنه خبر نۀ شى چه تا ما ته دا اِطلاع راکړے ده.“

دَ پولوس فِليکس حاکِم ته ليږل

۲۳بيا کمان افسر خپل دوه صوبه داران راوغوښتل اَؤ دا حُکمونه ئے ورله ورکړل چه ”دوه سوه پياده عسکر قيصريه ته دَ تلو دَ پاره تيار کړئ اَؤ هم ورسره اؤيا سوارۀ اؤ دوه سوه نيزه بازان کړئ چه دَ نمر پريوتو نه درے ګنټے پس روان شى. ۲۴اَؤ پولوس ته هم دَ سورلئ بندوبست وکړئ چه هغه پرے سور شى اَؤ صحيح سلامت ئے فِليکس حاکِم ته ورسوى.“ ۲۵اَؤ هغۀ يو خط هم ورته داسے وليکلو چه : 

۳۱نو دَ حُکم په مُطابق عسکرو پولوس شپه په شپه انتيپترس ته بوتلو. ۳۲اَؤ په بله ورځ هغوئ قلعه ته راواپس شول اَؤ سوارۀ ئے دَ هغۀ سره په باقى سفر دَ حفاظت دَ پاره پريښودل. ۳۳اَؤ چه سوارۀ قيصريه ته ورسيدل نو خط اَؤ پولوس ئے ګورنر ته په حواله کړل. ۳۴خط ئے ولوستو اَؤ دَ پولوس نه ئے تپوس وکړو چه هغه دَ کُومے صوبے اوسيدُونکے دے. اَؤ چه په دے خبر شو چه هغه دَ کلکيه اوسيدُونکے دے، ۳۵هغۀ ووئيل چه ”زَۀ به ستا مُقدمه هله آؤرم چه مُدعيان راورسى.“ اَؤ بيا هغۀ حُکم وکړو چه هغه دِ دَ هيروديس په قلعه کښے وساتلے شى.