اعمال د رسولانو

درويشتم باب

۱ پولوس جرګې ته په اوچتو سترګو وکتل او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تر نن ورځې ما په صفا ضمير سره د خُدائ پاک په وړاندې خپل ژوند تير کړے دے.“ ۲ بيا مشر اِمام حنانياس پولوس سره ولاړو خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”په خولۀ يې ووهئ.“ ۳ په دې پولوس هغۀ ته ووئيل چې، ”خُدائ پاک به تا ووهى، اے مکاره، تۀ ناست يې چې د شريعت په مطابق زما فېصله وکړې، او اوس تۀ د شريعت خلاف زما د وهلو حُکم ورکوې څۀ؟“ ۴ خو څوک چې نزدې ولاړ وو وئ وئيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک د مشر اِمام بې‌عزتى کوې څۀ؟“ ۵ او پولوس ووئيل چې، ”زما وروڼو، ما ته پته نۀ وه چې هغه مشر اِمام دے. ځکه چې صحيفې وائى چې، تاسو د خپل قوم حاکِم ته بدرد مۀ وايئ.“ ۶ بيا کله چې پولوس ته پته ولګېده چې په دوئ کښې يوه ډله د صدوقيانو ده او بله د فريسيانو نو هغۀ په جرګه کښې چغې کړې چې، ”اے زما وروڼو، زۀ يو فريسى يم او د فريسى زوئ يم. زما اُميد دے چې مړى به بيا راژوندى کيږى، نو په دې وجه زما تحقيقات کيږى.“ ۷ کله چې هغۀ دا ووئيل نو د فريسيانو او صدوقيانو په مينځ کښې اختلاف شروع شو او جرګه په مينځ دوه ځايه شوه. ۸ ځکه چې صدوقيان وائى چې نۀ قيامت نۀ فرښتې او نۀ روح شته، خو فريسيان درې واړه منى. ۹ بيا لويه غوغا جوړه شوه او د فريسيانو د فرقې ځينې د شرعې عالمان راپاڅېدل او په کلکه يې ووئيل چې، ”مونږ په دې سړى کښې هيڅ غلطى نۀ وينو. شايد چې يوې فرښتې يا روح ورسره خبرې کړې وې.“ ۱۰ کله چې بلوه زياته شوه نو کمان آفسر ويرېدو هسې نه چې دوئ پولوس ټوټې ټوټې کړى، نو هغۀ سپاهيانو ته حُکم وکړو چې، ”لاندې لاړ شئ او هغه د هغوئ نه په زور راولئ او قلعې ته يې دننه راولئ.“ ۱۱ په هغه شپه مالِک پولوس ته ظاهر شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”تکړه شه، ځکه څنګه چې تا په يروشلم کښې زما په حق کښې ګواهى کړې وه، نو هم دغه شان يې په روم کښې هم وکړه.“

د پولوس رسول د قتل سازش

۱۲ په سحر کښې يهوديان د يو سازش دپاره راغونډ شول او خپلو کښې يې سره دا قَسم وکړو چې نۀ به څۀ خورو او نۀ به څۀ څښو ترڅو چې دوئ پولوس وژلے نۀ وى. ۱۳ د څلوېښتو کسانو نه زيات په دې سازش کښې شامل وو. ۱۴ هغوئ مشرانو اِمامانو او د جرګې مشرانو له ورغلل او وې وئيل چې، ”مونږ په خپلو کښې پوخ قَسم کړے دے چې تر هغې به نۀ څۀ خورو او نۀ څۀ څښو ترڅو چې مونږ پولوس مړ نۀ کړُو. ۱۵ اوس دا ستاسو او د جرګې کار دے چې کمان آفسر ته درخواست وکړئ چې هغه تاسو له لاندې راولى په دې بهانه چې تاسو غواړئ چې د دۀ د مقدمې صحيح تحقيقات وکړئ. مونږ دې ته تيار يُو چې دلته د رارسېدو نه وړاندې هغه قتل کړُو.“ ۱۶ خو د پولوس خوريے د هغوئ د سازش نه خبر شو. نو هغه لاړو او قلعې ته ننوتو او پولوس ته يې د هغوئ د سازش ووئيل. ۱۷ بيا پولوس يو صوبه دار راوغوښتو او وې وئيل چې، ”دا ځوان کمان آفسر ته بوځه، ځکه چې دے ورته څۀ ضرورى خبره کوى.“ ۱۸ نو صوبه دار هغه د ځان سره بوتلو او کمان آفسر له يې ور وستو. او وې وئيل چې، ”قېدى پولوس زۀ راوبللم او راته يې ووئيل چې دا ځوان تا ته درولم ځکه چې دے تا ته څۀ ضرورى خبره کول غواړى.“ ۱۹ کمان آفسر هغه د لاسه ونيولو، يو طرف ته يې کړو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”ما ته ووايه چې څۀ خبره ده؟“ ۲۰ هغۀ ووئيل چې، ”يهوديانو سازش کړے دے چې تا ته عرض وکړى چې سبا له تۀ پولوس د جرګې په وړاندې پېش کړه او د دوئ بهانه دا ده چې د هغۀ د مقدمې پوره پوره تحقيقات کوُو. ۲۱ نو تۀ د هغوئ خبره مۀ منه ځکه چې د هغوئ د څلوېښتو کسانو نه زيات سړى په هغۀ د حملې کولو دپاره ناست دى، هغوئ دا قَسم کړے دے چې ترڅو چې هغوئ پولوس مړ نۀ کړى، تر هغې به نۀ څۀ خورى او نۀ څۀ څښى. اوس هغوئ تيار دى خو ستا د حکم اِنتظار دے.“ ۲۲ نو کمان آفسر هغه ځوان رُخصت کړو او ورته يې حکم ورکړو چې، ”چا ته ونۀ وائى چې تا ما ته دا اِطلاع راکړې ده.“

د پولوس رسول ګورنر فِليکس ته لېږل

۲۳ بيا کمان آفسر خپل دوه صوبه داران راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې، ”نن شپه نهۀ بجې قيصريه ته د تلو دپاره دوه سوه فوجيان، اويا د آسونو سوارۀ او دوه سوه نېزه بازان تيار کړئ. ۲۴ پولوس له هم د سورلۍ بندوبست وکړئ چې هغه پرې سور شى او هغه صحيح سلامت فِليکس ګورنر ته ورسوى.“ ۲۵ هغۀ يو خط هم ورته داسې وليکلو چې، ۲۶ ”د کلوديوس لسياس نه معزز ګورنر فِليکس ته سلام. ۲۷ دا سړے يهوديانو نيولے وو او هغوئ وژلو خو چې زۀ خبر شوم چې هغه مقامى رومى دے، نو زۀ سپاهيانو سره ورغلم او دے مې بچ کړو. ۲۸ ما دا غوښتل چې دا جُرم معلوم کړم چې هغوئ پرې د کوم اِلزام لګولے دے. نو ما پولوس د هغوئ جرګې ته بوتلو. ۲۹ زۀ پوهه شوم چې په دۀ باندې د دوئ د شريعت د مسئلو په حقله اِلزام وو، خو څۀ داسې جُرم پرې نۀ وو چې دۀ ته پرې د قېد يا د مرګ سزا ورکړے شى. ۳۰ کله چې زۀ خبر شوم چې د دۀ خلاف سازش جوړ شوے دے، نو ما دے سمدستى تا له درولېږلو او مدعيانو ته مې هم حکم ورکړو چې د دۀ په خلاف خپله مقدمه تاسو ته وړاندې کړى.“ ۳۱ نو د حُکم په مطابق فوجيانو پولوس بوتلو او د شپې يې انتيپترس ښار ته راوستو. ۳۲ په بله ورځ هغوئ د آسونو سوارۀ د هغۀ سره د مخکښې تلو دپاره پرېښودل او هغوئ قلعې ته راواپس شول. ۳۳ کله چې هغوئ قيصريه ته راغلل نو خط يې ګورنر له ورکړو او پولوس يې هم د هغۀ په وړاندې پېش کړو. ۳۴ خط يې ولوستو، هغۀ د پولوس نه تپوس وکړو چې تۀ د کومې صوبې اوسېدونکے يې. او کله چې ګورنر خبر شو چې هغه د کلکيه اوسېدونکے دے، ۳۵ هغۀ ووئيل چې، ”زۀ به ستا مقدمه هله اورم کله چې ستا مدعيان راورسى.“ بيا هغۀ حُکم وکړو چې هغه دې د هيروديس په قلعه کښې وساتلے شى.