0:00 / 0:00

اَعمال دَ رسُولانو

پنځويشتم باب

دَ پولوس قيصر ته اپيل

۱فِستوس دَ مُقررولو نه درے ورځے پس دَ قيصريه نه بيتُ المُقدس ته لاړو. ۲هلته ورته مشرانو کاهنانو اَؤ دَ يهُوديانو غټانو دَ پولوس په خلاف مُقدمه پيش کړه اَؤ زارى ئے ورته وکړله. ۳اَؤ دَ پولوس خلاف ئے دا مهربانى ترے وغوښتله چه هغه بيتُ المُقدس ته راوغواړه، خو هغوئ ئے په لاره کښے دَ وژلو سازش کړے وو. ۴فِستوس په جواب کښے ووئيل چه ”پولوس په قيصريه کښے په قيدخانه کښے دے، اَؤ زَۀ هغه خوا ته په خپله زر روان يم. ۵نو ستاسو څۀ مشران دِ راسره شى اَؤ که دَ هغۀ په خلاف څۀ غلطى ثابته شى نو دعوىٰ دِ پرے وکړى.“

۶هغه زيات نه زيات اَتۀ يا لس ورځے په بيتُ المُقدس کښے دَ تيرولو نه پس قيصريه ته لاړو اَؤ په بله ورځ چه په عدالت کښے کښيناستو نو دَ پولوس دَ حاضرولو حُکم ئے وکړو. ۷کله چه هغه حاضر شو نو دَ بيتُ المُقدس نه راغلى يهُوديان ګير چاپيره ولاړ وُو اَؤ په هغۀ ئے سخت الزامُونه ولګول، خو هغه ئے ثابت نۀ کړے شول. ۸خو پولوس په جواب کښے ووے چه ”ما دَ يهُوديانو دَ شريعت، دَ خُدائے دَ کور اَؤ دَ قيصر په خلاف هيڅ جُرم نۀ دے کړے.“

۹فِستوس چه يهُوديان دَ ځانه خوشحالول غوښتل نو هغۀ پولوس ته مخ راواړولو اَؤ وئے وئيل چه ”آيا تۀ دے ته تيار يئے چه بيتُ المُقدس ته لاړ شے اَؤ هلته په دے مُقدمه کښے زما په وړاندے پيش شے؟“ ۱۰خو پولوس ووئيل چه ”زَۀ اوس دَ قيصر په عدالت کښے پيش يم اَؤ دا هم هغه ځائے دے چه زما مُقدمه دِ په کښے وچليږى. تۀ ښۀ خبر يئے چه ما دَ يهُوديانو خلاف هيڅ جُرم نۀ دے کړے. ۱۱که چرے ما څۀ غټ جُرم کړے وى نو زَۀ دَ مرګ دَ سزا نه دَ خلاصيدو سوال نۀ کوم. خو که په دے مُقدمه کښے کُومه چه دے سړو په ما جوړه کړے ده، څۀ حقيقت نۀ وى نو ما هيڅوک هم دَ دوئ دَ خوشحالولو دَ پاره دوئ ته نۀ شى سپارلے. زَۀ قيصر ته اپيل کوم!“

۱۲بيا فِستوس دَ خپلو مشرانو سره دَ مشورے نه پس پولوس ته جواب ورکړو چه ”تا قيصر ته اپيل کړے دے، نو تۀ قيصر ته لاړ شه.“

دَ اګريپا بادشاه اَؤ بِرنيکى په مخ کښے دَ پولوس پيشى

۱۳بيا چه يو څو ورځے تيرے شوے نو اګريپا بادشاه اَؤ بِرنيکى دَ فِستوس مُلاقات ته قيصريه ته راغلل. ۱۴هغوئ هلته ډيرے ورځے پاتے شول اَؤ په دے دوران کښے فِستوس دَ پولوس مُقدمه بادشاه ته وړاندے کړه اَؤ وئے وئيل چه ”مُونږ سره يو سړے دے چه فِليکس په قيدخانه کښے پريښودلے دے. ۱۵اَؤ کله چه زَۀ په بيتُ المُقدس کښے وم نو مشرانو کاهنانو اَؤ دَ يهُوديانو مشرانو دَ هغۀ برخلاف ما ته اطلاع راکړه اَؤ په هغۀ ئے دَ سزا حُکم کولو سوال وکړو. ۱۶خو ما هغوئ ته جواب ورکړو چه دا دَ رُوميانو دَستور نۀ دے چه مُجرم دَ هغۀ مُدعيانو ته وسپارى تر څو چه مُجرم ته دَ مُدعيانو په مخامخ دَ صفائى پيش کولو موقعه ورنۀ کړى. ۱۷نو کله چه هغوئ ما سره دلته راغلل نو ما هيڅ وخت ضايع نۀ کړو اَؤ په بله ورځ په عدالت کښے کښيناستلم اَؤ په عدالت کښے مے دَ هغه سړى دَ حاضريدو حُکم وکړو. ۱۸خو کله چه دَ هغۀ مُدعيان خبرو ته پاڅيدل نو زما دَ خيال په مُطابق هغوئ يو اِلزام هم ثابت نۀ کړے شولو. ۱۹دَ هغوئ دَ خپل مذهب په حق کښے دَ هغۀ سره څۀ بے اِتفاقى وه اَؤ ځنے کسانو عيسىٰ ته مړ وئيل اَؤ پولوس وائى چه هغه ژوندے دے. ۲۰خو زَۀ چه دَ دے مسئلے ژوروالى ته ونۀ رسيدلم نو ما ورته ووئيل چه که هغه غواړى چه بيتُ المُقدس ته وليږلے شى اَؤ هلته په دے باب کښے مُقدمه پرے وچليږى. ۲۱خو پولوس اپيل وکړو چه هغه دِ دَ قيصر دَ فيصلے دَ پاره دلته وساتلے شى، نو ما حُکم وکړو چه تر هغے دِ دلته وساتلے شى تر څو چه ئے زَۀ قيصر ته ونۀ ليږم.“

۲۲بيا اګريپا فِستوس ته ووئيل چه ”زَۀ دَ دے سړى خبرے په خپله آؤريدل غواړم،“

هغۀ جواب ورکړو چه ”صبا به ئے واؤرے.“

۲۳نو په بله ورځ اګريپا اَؤ بِرنيکى په شان اَؤ شوکت سره عام دربار ته راننه وتل چه ورسره لوئے لوئے افسران اَؤ دَ ښار مشهُور کسان وُو. اَؤ دَ فِستوس په حُکم پولوس راوستے شو. ۲۴بيا فِستوس ووئيل چه ”اَئے اګريپا بادشاه اَؤ حاضرينو! تاسو دا سړے وينئ چه يهُوديانو په جمع دلته اَؤ په بيتُ المُقدس کښے په چغو ووئيل چه دا سړے دَ ژوندى پاتے کيدو لايق نۀ دے. ۲۵خو ما ته ښکاره وه چه دَۀ داسے څۀ نۀ دى کړى چه ورته دِ دَ مرګ سزا ورکړے شى. اَؤ کله چه هغۀ قيصر اعظم ته اپيل وکړو نو ما دَ هغۀ دَ ليږلو فيصله وکړله. ۲۶خو ما څخه دَ دَۀ خلاف څۀ داسے پوخ ثبُوت نِشته چه زَۀ ئے قيصر ته ليکلے پيش کړم، نو ځکه ما په دے شان دَئے ستاسو په وړاندے اَؤ خاص دَ بادشاه اګريپا په وړاندے پيش کړو، يعنے مطلب دا چه دَ دے تفتيش نه پس به زَۀ دَ څۀ ليکلو جوګه شم. ۲۷زما په خيال کښے دا بے ځايه خبره ده چه يو قيدى دِ بغير دَ څۀ ليکلى جُرم نه وليږلے شى.“