0:00 / 0:00

اَعمال دَ رسُولانو

شپږم باب

اُووۀ کسان نامزد کيدل

۱په هغه ورځو کښے چه دَ عيسىٰ دَ منُونکو شمار زياتيدو نو په يُونانى ويُونکو اَؤ عبرانى ويُونکو يهُوديانو کښے اِختلاف پيدا شو. دَ اولنے ډلے دا شکايت وو چه دَ هغوئ کونډو ښځو دَ روزانه خوراک په ويش کښے بے پرواهى کيږى. ۲نو هغه دولسو رسُولانو دَ عيسىٰ منُونکو ټوله جرګه راوبلله اَؤ وئے وئيل چه ”دا زمُونږ دَ پاره مناسب نۀ دى چه مُونږ دَ خُدائے کلام آؤرول پريږدُو اَؤ دَ خوراک څښاک بندوبست کوُو. ۳نو ځکه اَئے ملګرو! اُووۀ نيک کسان غوره کړئ چه هغه دَ رُوحُ القُدس نه معمُور وى اَؤ عقل هم په کښے وى اَؤ مُونږ به ئے دَ دے کارُونو دَ پاره مُقرر کړو. ۴خو مُونږ به په دُعا اَؤ کلام آؤرولو کښے لګيا يُو.“

۵دا تجويز دَ هر چا خوښ شو اَؤ هغوئ دا کسان خوښ کړل، يعنے ستِفانوس چه ايمان ئے پوخ اَؤ له رُوحُ القُدس نه معمُور وو، اَؤ فيليپوس، پروخوروس، نيکانور، تيمون، پَرمناس اَؤ نيکلاس انطاکى چه څۀ مُوده وړاندے يهُودى شوے وو. ۶هغوئ دا کسان رسُولانو ته وړاندے کړل اَؤ هغوئ دُعا وکړه اَؤ په هغوئ ئے خپل لاسُونه کيښودل.

۷څنګه چه دَ خُدائے کلام خوريدو نو په بيتُ المُقدس کښے دَ عيسىٰ دَ منُونکو شمير په تيزئ سره زياتيدو، اَؤ ډير کاهنان هم دے دين ته راواؤړيدل.

دَ ستِفانوس ګرفتاريدل

۸اَؤ ستِفانوس له فضل اَؤ قوت نه معمُور وو اَؤ دَ خلقو په مخ کښے ئے ډيرے مُعجزے اَؤ لوئے لوئے کارُونه څرګندول. ۹نو دَ آزاد شوو يهُوديانو دَ عبادت خانے نه چه ورته دَ لِبرتيان عبادت خانه وائى اَؤ دَ کورينيانو اَؤ دَ اسکندريانو وائى، ځنے خلقو دَ کلکيه اَؤ ايشيا يهوديانو دَ ستِفانوس سره بحث ونښلوو. ۱۰خو دَ هغۀ دَ رُوح دَ حکمت په وړاندے ټينګ نۀ شول. ۱۱بيا هغوئ ځنے نور داسے خلق ولمسول چه دا اِلزام پرے ولګوى چه هغوئ دَ هغۀ دَ خُلے نه دَ مُوسىٰ اَؤ دَ خُدائے خلاف دَ کُفر خبرے آؤريدلى دى. ۱۲هغوئ خلق اَؤ مشران اَؤ دَ شرعے عالمان راوپارول اَؤ هغوئ ئے ورپسے کړل اَؤ ستِفانوس ئے ونيولو اَؤ جرګے ته ئے پيش کړو. ۱۳هغوئ دَ دروغو ګواهئ تيرے کړے اَؤ وئے وئيل چه ”دا سړے دَ شروع راسے دَ خُدائے دَ دے کور اَؤ دَ مُوسىٰ دَ شريعت په خلاف خبرے کوى. ۱۴ځکه چه مُونږ دَ دۀ نه دا خبرے آؤريدلى دى چه هغه عيسىٰ ناصرى به دا دَ خُدائے کور وران کړى اَؤ مُوسىٰ چه مُونږ ته کُوم رسمُونه راکړى دى هغه به بدل کړى.“ ۱۵اَؤ په جرګه کښے ناستو خلقو هغۀ ته ځير ځير وکتل اَؤ دَ هغۀ مخ ورته دَ فرښتے دَ مخ په شان ښکاره شو.