Next chapter

د دانیال کتاب

دولسم فصل

اخره زمانه

۱ هغې فرښتې چې د کتان کالي یې اغوستي وو، وویل: «هغه وخت به میکاییل چې مشره فرښته ده او ستا د قوم ساتنه کوي، راښکاره شي. بیا به د داسې تکلیفونو وخت راشي چې د قومونو د راپیدا کېدلو د وخت څخه تر‌اوسه پورې نه وو راغلي. خو چې هغه وخت راورسیږي، نو ستا د قوم هغه ټول خلک به چې نومونه یې د خدای په کتاب کې لیکل شوي دي، وژغورل شي. ۲ ډېر خلک چې پخوا مړه شوي او ښخ شوي دي، هغوی به بیا راژوندي شي. د هغو څخه به ځینو ته تلپاتې ژوند ورکړل شي او نور به وشرمیږي او د تلپاتې رسوایۍ سره به مخامخ شي. ۳ هوښیار مشران به لکه د اسمان د رڼا په شان ځلیږي او هغوی به چې ډېرو خلکو ته یې د ښو کارونو لارښوونه کړې ده، تل ترتله د ستورو په شان ځلیږي.» ۴ هغه ما ته وویل: «نو اوس ای دانیاله، کتاب بند کړه او ترڅو چې اخره زمانه رارسیږي هغه مهر کړه. ډېر خلک به بېځایه هڅه وکړي چې په دې باندې پوه شي چې څه به پېښیږي.»

۵ بیا ما دانیال دوه کسان ولیدل چې یو د سیند په یوې غاړې باندې ولاړ ؤ او بل یې د سیند په بله غاړه باندې. ۶ د هغوی څخه یو یې د هغې فرښتې څخه پوښتنه وکړه چې د کتان کالي یې اغوستي وو او د سیند په غاړه ولاړه وه: «په څومره وخت کې به دا عجیبه پېښې سرته ورسیږي؟» ۷ فرښتې خپل دواړه لاسونه اسمان ته پورته کړل او د ابدي خدای په نوم یې سخت قسم وخوړ. ما واورېدل چې هغې وویل: «دا به درې نیم کاله وخت ونیسي. کله چې د خدای د قوم ځورېدنه پای ته ورسیږي، دا ټول شیان به ختم شي.» ۸ څه چې هغې وویل ما واورېدل، خو زه ورباندې پوه نه شوم. نو پوښتنه مې وکړه: «ای بادارې، دا ټول به څنګه پای ته ورسیږي؟» ۹ هغې ځواب راکړ: «ای دانیاله، په خیر لاړ شه، ځکه چې دا خبرې به تر هغه وخته پورې پټې پاتې وي، ترڅو اخره زمانه راورسیږي. ۱۰ ډېر خلک به پاک، بې‌داغه او صفا کړای شي. بدکاره خلک به ورباندې پوه نه شي، بلکې خپلو بدو کارونو ته به دوام ورکړي. خو یوازې هوښیار خلک به ورباندې پوه شي.

۱۱ له هغه وخت څخه چې ورځنۍ قربانۍ بندې شوې دي، یعنې د هغه نجس شي د جوړېدو له وخت څخه چې د بربادۍ سبب به شي، یو زر او دوه سوه نوي ورځې به تېرې شي. ۱۲ بختور دي هغه خلک چې د یو زر او درې سوه پنځه دېرشو ورځو تر پای ته رسېدلو پورې وفادار پاتې شي! ۱۳ نو ای دانیاله، تر اخره پورې وفادار اوسه. بیا به مړ شې، خو په اخره زمانه کې به بېرته راژوندی شې او خپل انعام به تر‌لاسه کړې.»

Next chapter