0:00 / 0:00

د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

يوولسم باب

د مالِک خُدائ لوئى

۱ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د هغۀ ټولې مطالبې، اصُول، قانون او حُکمونه منئ. ۲ چې تاسو د مالِک خُدائ په حقله څۀ زده کړى دى نو هغه اوس ياد ساتئ. ستاسو په بچو نه بلکې په تاسو پخپله دا واقعې تېرې شوې. تاسو د مالِک خُدائ لوئى، د هغۀ طاقت، د هغۀ قوت، ۳ او د هغۀ معجزې وليدلې. تاسو وليدل چې هغۀ د مِصر په بادشاه فِرعون او د هغۀ په ټول مُلک باندې څۀ وکړل. ۴ تاسو وليدل چې مالِک خُدائ د مِصريانو لښکر، سره د هغوئ د آسونو او جنګى ګاډو څنګه تباه کړل او په بحرِقُلزم کښې يې ډُوب کړل کله چې هغوئ تاسو پسې وُو. ۵ تاسو ته پته ده چې مالِک خُدائ ستاسو دې ځائ ته رارسېدو نه مخکښې په بيابان کښې څۀ وکړل. ۶ هغه راياد کړئ چې د روبين قبيلې د اِلياب د زامنو، داتن او ابيرام سره يې څۀ وکړل. د ټولو په مخکښې زمکه وچاوده او هغوئ يې سره د خپلو کورَنو، د خپلو خېمو او د هغوئ د ټولو نوکرانو او ځناورو تېر کړل. ۷ آو، تاسو هم هغه خلق يئ چې په خپلو سترګو مو هغه ټول کارونه ليدلى دى څۀ چې مالِک خُدائ کړى وُو.

د وعده کړے شوې زمکې برکتونه

۸ نن چې زۀ کوم قانون درکوم په هغه ټول عمل کوئ، نو تاسو ته به طاقت مِلاو شى چې د سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک قبضه کړئ کوم ته چې تاسو وردننه کېدونکى يئ. ۹ نو تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو پلار نيکۀ او د هغوئ اولاد له يې د ورکولو وعده کړې ده، هغه مُلک چې زرخېزه او آباد دے. ۱۰ کوم مُلک چې تاسو قبضه کوئ هغه مُلک د مِصر په شان نۀ دے، چرته چې تاسو مخکښې اوسېدئ. هلته به چې تاسو تخم کَرلو، نو د پټو اوبو کولو دپاره به تاسو سخته خوارى کوله، ۱۱ خو چې تاسو کومې زمکې ته ورننوځئ هغه د غرونو، مېدانونو مُلک دے، يو داسې مُلک چې په باران اوبۀ کيږى. ۱۲ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې مُلک خيال ساتى او د کال په هر موسم کښې يې ورباندې نظر وى. ۱۳ نو کۀ تاسو زما په حُکمونو په وفادارۍ سره عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى، او تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت کوئ، ۱۴ نو بيا به هغه ستاسو په مُلک کښې په صحيح موسم کښې، په خزان او سپرلى کښې بارانونه ووروى، نو تاسو به د زيتُونو تېل، غله او انګور راټولوئ، ۱۵ او د څاروو دپاره به واښۀ درته ملاويږى. او ستا دپاره به خوراک ډېر وى او تاسو به ماړۀ شئ. ۱۶ پام کوئ، چې خپل زړونه مو دوکه نۀ کړى چې د مالِک خُدائ نه واوړئ او د نورو معبودانو خِدمت او عبادت وکړئ. ۱۷ کۀ تاسو داسې وکړل نو مالِک خُدائ به تاسو ته په قهر شى. هغه به د آسمان نه په تاسو باران بند کړى او ستاسو زمکه به اوچه شى او فصلونه به نۀ راشنۀ کوى. بيا به تاسو زر هلته مړۀ شئ، اګر چې هغه زمکه ښۀ ده کومه چې تاسو له درکوى. ۱۸ دا حُکمونه ياد ساتئ او په ذهن کښې يې وساتئ. دا په خپلو مټو او خپلو تندو باندې وتړئ چې ستاسو دپاره د يادېدو د يوې نښې په شان وى. ۱۹ دا په خپلو ماشومانو زده کړئ. چې تاسو په کور کښې يئ او يا په لاره روان يئ، چې تاسو څملئ او يا پاڅئ نو د دې په حقله د هغوئ سره خبرې کوئ. ۲۰ دا د خپلو کورونو په درشلو او د خپلو ښارونو په دروازو وليکئ. ۲۱ نو تاسو او ستاسو بچى به په هغه مُلک کښې يو اوږد عُمر تېر کړى چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ سره د هغې د ورکولو وعده کړې ده. تر څو چې زمکه او آسمان وى نو تاسو به هلته اوسېږئ. ۲۲ ما چې کوم حُکمونه درکړى دى په هغې باندې په ايماندارۍ سره عمل کوئ يعنې، مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ په لاره سم روان اوسئ او د هغۀ نه مۀ لرې کېږئ، ۲۳ نو چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به هغه ټول قومونه وشړى او تاسو به هغه مُلک قبضه کړئ کوم چې د هغه قومونو دے چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. ۲۴ تاسو چې چرته هم قدم ږدئ، نو هغه زمکه به ستاسو وى. ستاسو علاقه به د بيابان نه تر لبنان پورې، د فرات د سيند نه واخله د مديترانى د سمندر پورې خوره وى. ۲۵ په هغه مُلک کښې چې تاسو چرته هم ځئ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه خلق ستاسو نه ويروى لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده او هيڅ څوک به هم ستاسو په مخکښې نۀ شى ودرېدلے. ۲۶ ګورئ، زۀ نن تاسو خپلې خوښې ته پرېږدم چې برکت غواړئ او کۀ لعنت، ۲۷ برکت به په دې کښې وى، چې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په هغه حُکمونو عمل کوئ چې نن يې زۀ درکوم، ۲۸ لعنت به په دې کښې وى، چې تاسو د دې حُکمونو نافرمانى وکړئ او د هغه معبودانو عبادت ته واوړئ چې تاسو مخکښې نۀ دى پېژندلى. ۲۹ کله چې مالِک خُدائ تاسو هغه مُلک ته راولى کوم چې تاسو قبضه کوئ، نو د برکت آواز به تاسو د ګِرزيم غر نه وکړئ او د لعنت آواز به د عيبال غر نه وکړئ. ۳۰ دا دوه غرونه د کنعانيانو په علاقه کښې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته دى، کنعانيان د اُردن په مېدان کښې اوسيږى، چې جِلجال ښار ته نزدې دے او د موره مقدسو ونو نه لرې نۀ دے. ۳۱ زر به تاسو د اُردن سيند نه واوړئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى. کله چې هغه مُلک ونيسئ او په کښې اوسېږئ، ۳۲ نو ګورئ، په هغه ټولو حُکمونو به عمل کوئ کوم چې نن زۀ درکوم.“