Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د ابیب په میاشت کې خپل څښتن خدای ته د فسحې د اختر په لمانځلو سره د هغه درناوی وکړئ، ځکه چې په همدې میاشت کې څښتن د شپې له خوا تاسو د مصر څخه راوویستلئ. ۲ د فسحې د اختر قرباني باید ستاسو د پادې یا رمې څخه یو حیوان وي او تاسو باید دا په هغه ځای کې خپل څښتن خدای ته وړاندې کړئ چې هغه یې د خپل عبادت دپاره غوره کوي. ۳ کله چې تاسو د قربانۍ غوښه خورئ، داسې ډوډۍ ورسره مه خورئ چې خمیره ولري. اووه ورځې باید تاسو د هغه وخت په شان فطیره ډوډۍ وخورئ کله چې تاسو په بیړه د مصر څخه وتلئ. دا ډوډۍ وخورئ، دا به د ځورېدلو د ډوډۍ په نوم یاده شي، نو ترڅو پورې چې تاسو ژوندي یئ، هغه ورځ به مو په یاد وي چې تاسو د مصر یعنې د ځورېدلو د ځای څخه راووتلئ. ۴ ستاسو په ټوله خاوره کې باید هېڅوک اووه ورځې خمیره ونه لري او د هغه حیوان غوښه چې د اولې ورځې په ماښام حلال شوی وي، باید په هماغه شپه وخوړل شي. ۵ تاسو باید د فسحې د اختر قرباني په هېڅ ښار کې چې خپل څښتن خدای یې درکوي وړاندې نه کړئ. ۶ دا قرباني باید یوازې په هغه ځای کې وړاندې شي چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره غوره کوي. د قربانۍ حیوان د لمرپرېواته په وخت کې حلال کړئ، ځکه چې تاسو د مصر څخه د لمرپرېواته په وخت کې راووتلئ. ۷ بیا د هغه غوښه پخه کړئ او د عبادت په ځای کې یې وخورئ او سهار خپلو خېمو ته ستانه شئ. ۸ په راتلونکو شپږو ورځو کې باید فطیره ډوډۍ وخورئ او په اوومه ورځ د خپل څښتن خدای د عبادت دپاره راټول شئ او په هغه ورځ هېڅ کار مه کوئ.
۹ د هغه وخت څخه چې تاسو د غلو دانو رېبل پیل کوئ، اووه هفتې وشمېرئ ۱۰-۱۱ او بیا هغه ځای ته لاړ شئ چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره غوره کوي او د خپل څښتن خدای د درناوي دپاره د لو کولو اختر ولمانځئ او د هغه په حضور کې خوشحالي وکړئ. هغه ته د خپل وس سره سم یوه د خپلې خوښې نذرانه راوړئ یعنې څومره چې څښتن تاسو ته درکړي وي د هماغې له مخې یې راوړئ. خپل اولادونه او خپل نوکران د ځان سره بوځئ. لاویانو، پردیو خلکو، یتیمانو او کونډو ته هم بلنه ورکړئ چې ستاسو سره ګډون وکړي. ۱۲ تاسو به په غور سره د دغو امرونو اطاعت کوئ. دا خبره مه هېروئ چې تاسو په مصر کې غلامان وئ.
۱۳ کله چې تاسو خپلې غلې دانې غوبل کړلې او خپل انګور مو د شربت ویستلو په خم کې وزبېښل، اووه ورځې د جونګړو اختر ولمانځئ. ۱۴ د خپلو اولادونو او نوکرانو او د هغو لاویانو، پردیو خلکو، یتیمانو او کونډو سره چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي په دې اختر کې خوشحالي وکړئ. ۱۵ په هغه ځای کې چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره غوره کوي، اووه ورځې د دې اختر په لمانځلو سره د خپل څښتن خدای درناوی وکړئ. تاسو به ډېر خوشحاله شئ، ځکه چې څښتن به ستاسو په ټولو حاصلاتو او په هر کار کې برکت واچوي.
۱۶ په هر کال کې درې اخترونه دي چې باید ټول نارینه اسراییلیان په کې هغه ځای ته لاړ شي چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره غوره کوي. هغه اخترونه دا دي: د فسحې اختر، د لو کولو اختر او د جونګړو اختر. هېڅوک دې څښتن ته تش لاس نه ورځي. ۱۷ څومره چې هغه حاصلات چې څښتن درکړي دي ډېر وي، هغومره باید ستاسو سوغات غټ وي.
۱۸ د خپلې هرې قبیلې دپاره په هر ښار کې چې ستاسو څښتن خدای یې تاسو ته درکوي، قاضیان او نور مامورین وټاکئ. هغوی دې په خلکو باندې د انصاف له مخې قضاوت کوي. ۱۹ هغوی دې په خپلو قضاوتونو کې بې انصافي یا طرفداري نه کوي او رشوت دې نه اخلي، ځکه چې رشوت حتی د پوهو او صادقانو خلکو سترګې هم ړندوي او د دې سبب ګرځي چې هغوی غلطې پرېکړې واوروي. ۲۰ تل عادل او باانصافه اوسئ، ترڅو تاسو هغه خاوره ونیسئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي او هلته خپل ژوند ته دوام ورکړئ.
۲۱ کله چې تاسو خپل څښتن خدای ته د قربانۍ ځای جوړوئ، د هغه په څنګ کې د لرګیو د اشیره بت مه ودروئ. ۲۲ همدارنګه د بت پرستۍ دپاره تیږې مه ودروئ، ځکه چې څښتن د دغو شیانو څخه کرکه کوي.