Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د لاوي د قبیلې کاهنان او د دې قبيلې نور خلک به په اسراييلو کې هېڅ ځمکه تر لاسه نه کړي. د هغې په ځای به هغوی د هغو قربانیو یوه برخه چې څښتن ته وړاندې کیږي، اخلي. ۲ هغوی دې هېڅ ځمکه ونه لري لکه څنګه چې نورې قبیلې یې لري. د څښتن د وعدې سره سم د هغوی برخه دا امتیاز دی چې هغوی د څښتن کاهنان دي. ۳ کله چې غویان یا پسونه قرباني کیږي، کاهنانو ته دې اوږه، ژامه او لری ورکول کیږي. ۴ هغوی ته دې د غلو دانو، شرابو، د زیتونو د تېلو او د پسونو د وړیو لومړنی حاصل ورکول کیږي. ۵ ستاسو څښتن خدای ستاسو د ټولو قبیلو څخه د لاوي قبیله غوره کړه چې د تل دپاره د کاهنانو په توګه د هغه خدمت وکړي.
۶ هر لاوي چې زړه یې وغواړي کولای شي د اسراییلو د هر ښار څخه چې په کې اوسیږي هغه ځای ته ورشي چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره غوره کوي ۷ او کولای شي د نورو ټولو لاویانو په شان چې هلته خدمت کوي هغه هم هلته د خپل څښتن خدای د کاهن په توګه خدمت وکړي. ۸ که څه هم کېدای شي چې هغه د خپلې کورنۍ د مال د خرڅولو له لارې پیسې تر لاسه کړې وي، خو هغه دې هم د نورو کاهنانو په اندازه خواړه تر لاسه کوي.
۹ کله چې تاسو هغې خاورې ته ورننوځئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي، د هغه ځای د قومونو د ناوړه رواجونو څخه پیروي مه کوئ. ۱۰ په خپلو قربانګاوو باندې خپل اولادونه په اور کې مه قرباني کوئ او خپل خلک مه پرېږدئ چې فال وګوري یا کوډو پسې وګرځي یا جادو وکړي ۱۱ یا تعویذ نه کار واخلي. همدارنګه خلک مه پرېږدئ چې د مړو سره د مشورې کولو کوښښ وکړي. ۱۲ ستاسو څښتن خدای د هغو خلکو څخه کرکه کوي چې داسې ناوړه کارونه کوي، نو په دې خاطر څښتن هغه قومونه ستاسو د مخې څخه لېرې کوي. ۱۳ څښتن ته پوره وفادار اوسئ.»
۱۴ بیا موسی وویل: «په هغه خاوره کې چې تاسو به یې زر ونیسئ، خلک د هغه چا د مشورې څخه پیروي کوي چې کوډې کوي او فال ګوري. خو تاسو ته خپل څښتن خدای اجازه نه درکوي چې داسې کار وکړئ. ۱۵ د دې په ځای به هغه تاسو ته ستاسو د قوم څخه زما په شان یو نبي درولېږي او تاسو باید د هغه اطاعت وکړئ.
۱۶ په هغه ورځ چې تاسو د سینا د غره سره راټول شوئ، نو ومو ویل چې مونږ نور نه غواړو د خپل څښتن خدای اواز واورو او دا وېروونکی اور ووینو، ځکه مونږ وېرېږو چې مړه به شو. ۱۷ نو څښتن ماته وویل: ‹هغوی رښتیا وایي. ۱۸ زه به هغوی ته د هغوی د خپل قوم څخه ستا په شان یو نبي ورولېږم. زه به ورته ووایم چې څه باید ووایي او هغه به قوم ته هغه څه وایي چې زه یې حکم کوم. ۱۹ هغه به زما په نوم خلکو ته خبرې کوي او زه به هر هغه چاته سزا ورکړم چې هغه ته د اطاعت کولو څخه انکار وکړي. ۲۰ خو که چېرې یو نبي جرات وکړي او په داسې وخت کې زما په نوم یو پیغام واوروي چې ما ورته حکم نه وي کړی، نو هغه باید مړ شي او هغه نبي هم باید مړ شي چې د نورو خدایانو په نوم خبرې کوي.›
۲۱ کېدای شي چې ستاسو سره دا سوال پیدا شي چې مونږ څنګه پوهېدلی شو چې د نبي پیغام د څښتن له خوا څخه نه دی؟ ۲۲ که چېرې یو نبي د څښتن په نوم خبرې وکړي او د هغه خبرې رښتیا نه شي، بیا هغه د څښتن پیغام نه دی. هغه نبي د خپله ځانه دا خبرې کړې دي، نو باید د هغه څخه ونه وېرېږئ.