0:00 / 0:00

د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

دوه دېرشم باب

۱ اے آسمانونو. ما ته غوږ کېږدئ او زۀ به خبرې وکړم، اے زمکې زما د خولې خبرې واوره. ۲ زما تعليمات به د باران په شان راپرېوځى، او زما پېغام به د پرخې په شان راکوزيږى. پرېږده چې زما خبرې په تازه واښو باندې د باران په شان راپرېوځى، او چې د نرى باران په شان په شنو بوټو باندې ووريږى. ۳ زۀ به د مالِک خُدائ د نوم بيان وکړم، زمونږ د خُدائ پاک لوئى بيان کړئ. ۴ مالِک خُدائ طاقتور ساتونکے دے، د هغۀ کارونه مکمل دى او د هغۀ هر کار د اِنصاف دے، ستاسو خُدائ پاک وفادار او رښتونے دے، هغه صادق او اِنصاف کوونکے دے. ۵ خو تاسو بې‌وفا يئ او د دې لائق نۀ يئ چې د هغۀ خلق شئ، تاسو ګناهګار او دوکه باز قوم يئ. ۶ تاسو د مالِک خُدائ سره داسې کوئ، اے کم عقلو او بې‌شعوره خلقو. هغه ستاسو پلار دے، هغه ستاسو خالِق دے، هغۀ تاسو جوړ کړئ او آباد يې کړئ. ۷ تاريخ ته وګورئ، هغه وخت چې پخوا تېر شوے دے، د خپل پلار نيکۀ نه تپوس وکړئ نو هغه به درته ووائى چې څۀ شوى وُو، د خپلو مشرانو نه تپوس وکړئ، هغوئ به مو د تېرې زمانې نه خبر کړى. ۸ خُدائ تعالىٰ قومونو له خپل خپل ميراث ورکړو، کله چې هغۀ فېصله وکړه چې قومونه به په کوم کوم ځائ کښې اوسيږى، چې هر يو قوم د خپل هغه معبود سره اوسيږى چې هغۀ ورله خوښ کړے وى، ۹ خو د يعقوب اولاد هغۀ د خپل ځان دپاره خوښ کړو. ۱۰ هغۀ هغوئ په بيابان کښې پېدا کړل چې سرګردانه ګرځېدل، چې يوه خوشې او اوچه صحرا وه. هغۀ هغوئ بچ کړل او پام يې ورباندې وکړو، لکه چې هغه يې د سترګو تور وى. ۱۱ لکه چې يو باز خپل بچى ته د الوتلو چل ښائى، او په حِفاظت سره يې په خورو وزرو کښې نيسى، مالِک خُدائ اِسرائيليان د غورزېدو نه وساتل. ۱۲ يواځې مالِک خُدائ د خپلو خلقو لارښودنه وکړه د هغۀ سره د پردى خُدائ مدد نۀ وو. ۱۳ هغۀ دا موقع ورکړه چې په اوچتو مُلکونو حکومت وکړى، او هغوئ له يې د پټو د فصلونو خوراک ورکړو په هغوئ يې د يو ګټ نه شات وخوړل، د کاڼى په شان سختې زمکې نه يې د زيتُونو تېل ورکړل. ۱۴ د رَمو نه يې ماستۀ او پئ او د ګډُورى لم ورکړل، د بسن ښۀ ګډُورى او چېلى او ښۀ غنم يې ورکړل. د انګورو رس نه تاسو مے وڅښل. ۱۵ د مالِک خُدائ خلق مالداره شول، خو سرکشه وُو، هغوئ څاربۀ او په خوراک ماړۀ وُو. هغوئ خُدائ پاک خپل خالِق پرېښودو هغوئ د خپل طاقتور خلاصوونکى نه منکر شول. ۱۶ د هغوئ بُت پرستۍ د مالِک خُدائ غېرت رابېدار کړو، د هغوئ حرام کار هغه په قهر کړو. ۱۷ هغوئ پيريانو ته قربانۍ وکړې او خُدائ پاک ته يې ونۀ کړې، هغه معبودان چې هغوئ نۀ دى پېژندلى، هغه معبودان چې اوس اوس راوتلى دى چې ستاسو پلار نيکۀ د دې نه هيڅکله نۀ دى يرېدلى، ۱۸ هغوئ خپل خُدائ پاک خپل خلاصونکے هېر کړو، چا چې هغوئ له ژوند ورکړے وو. ۱۹ کله چې مالِک خُدائ دا وليدل، هغه په قهر وو او د خپلو زامنو او لوڼو نه منکر شو. ۲۰ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به د هغوئ نه مخ واړوم، بيا به زۀ وګورم چې په هغوئ باندې څۀ کيږى، ځکه چې هغه يو ضدى نسل دے، څوک چې بې‌وفا دى. ۲۱ د خپلو غلطو بُتانو په وجه هغوئ زۀ په قهر کړے يم، د بې‌کاره معبودانو په وجه هغوئ زما غېرت راپارولے دے، زۀ به هغوئ د هغه خلقو په وجه په حسد کړم څوک چې قوم نۀ دى، نو زۀ به د يو کم عقل قوم په ذريعه هغوئ په قهر کړم، ۲۲ زما قهر به د اور په شان لمبې ووهى او په زمکه باندې هر څيز به وسوزوى. دا به لاندې دُنيا ته ورسيږى او د غرونو بېخونه به تباه کړى. ۲۳ زۀ به په هغوئ باندې نۀ ختمېدونکى افتونه راولم او د هغوئ خِلاف به خپل ټول غشى استعمال کړم. ۲۴ هغوئ به د لوږې او تبې نه مړۀ شى، هغوئ به په دې سختو وباګانو مړۀ شى. زۀ به ځنګلى ځناور ورولېږم چې په هغوئ حمله وکړى، او زهرژن ماران به ورولېږم چې هغوئ وچيچى. ۲۵ د جنګ په وجه به په کوڅو کښې مړى پراتۀ وى، په کورونو کښې به يره وى. پېغلې او ځوانان به مړۀ شى، نۀ به ماشومان او نۀ به سپين‌ږيرى بچ شى. ۲۶ ما به هغوئ بېخى تباه کړى وى، نو هيڅ څوک به هغوئ نۀ يادوى. ۲۷ خو د هغوئ دشمنان ما داسې لافو وهلو ته پرې نۀ ښودل چې هغوئ زما خلقو له شکست ورکړے وے، ځکه چې هغوئ ما په خپله ختم کړى دى.“ ۲۸ بنى اِسرائيل يو داسې قوم دے چې شعور نۀ لرى، هغوئ بېخى عقل نۀ لرى. ۲۹ کاش چې هغوئ هوښيار وے او په دې باندې پوهېدلے، کاش چې هغوئ په خپل اَنجام باندې پوهه شوى وے. ۳۰ ولې زرو کسانو د يو کس نه شکست وخوړو، او ولې لسو زرو صِرف دوه کسانو نه شکست وخوړو؟ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک، هغوئ پرېښى وُو، خُدائ تعالىٰ د هغوئ نه مخ اړولے وو. ۳۱ د هغوئ دشمنانو ته پته ده چې د هغوئ معبودان کمزورى دى، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په شان طاقتور نۀ دى. ۳۲ د هغوئ دشمنان د سدوم او عموره په شان خراب شوى دى، هغوئ د داسې باغونو په شان دى چې تراخۀ او زهرژن انګور نيسى، ۳۳ د داسې ميو په شان چې د مارانو د زهرو نه جوړ وى. ۳۴ د مالِک خُدائ په ياد دى چې د هغوئ دشمنانو څۀ کړى دى، هغه د صحيح وخت اِنتظار کوى چې هغوئ له سزا ورکړى. ۳۵ مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم. نو هغه وخت به راشى چې هغوئ به راوغورزيږى، او د هغوئ د تباهۍ ورځ نزدې ده. ۳۶ مالِک خُدائ به خپل خلق بچ کړى کله چې هغه ووينى چې د هغوئ طاقت ختم شو. هغه به په هغوئ رحم وکړى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى، کله چې وګورى چې هغوئ څومره بې‌مددګاره دى. ۳۷ نو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو نه تپوس وکړى، ”هغه تکړه معبودان چرته دى چې تاسو پرې يقين لرلو؟ ۳۸ تاسو د خوراک دپاره هغوئ له د خپلو قربانو وازګه ورکوله او د څښلو دپاره مو ورته مے پېش کول. اوس هغوئ دې راشى او ستاسو مدد دې وکړى، هغوئ دې ستاسو بچ کولو دپاره رامنډه کړى. ۳۹ زۀ او يواځې زۀ خُدائ پاک يم، بل يو هم حقيقى خُدائ نشته. زۀ مړۀ کول او ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول او روغول کوم، او هيڅ څوک زما د کارونو مخالفت نۀ شى کولے. ۴۰ څنګه چې په حقيقت سره زۀ ژوندے خُدائ پاک يم، زۀ خپل لاس اوچتوم او په خپل ذات قسم خورم ۴۱ چې زۀ به خپله ځلېدونکې تُوره تېره کړم او وبه ګورم چې اِنصاف وشى. زۀ به د خپلو دشمنانو نه بدل واخلم او هغوئ له به سزا ورکړم چې څوک زما نه نفرت کوى. ۴۲ زما غشى به د هغوئ په وينه کښې ډُوب شى، او زما تُوره به هغه ټول ووژنى څوک چې زما مخالفت کوى. څوک چې زما خِلاف جنګ کوى زۀ هغه يو کس هم نۀ پرېږدم. تر دې پورې چې زخميان او قېديان به هم مړۀ شى.“ ۴۳ قومونو، تاسو د مالِک خُدائ د خلقو صِفت وکړئ، مالِک خُدائ هغه هر چا له سزا ورکوى چې څوک هغوئ ووژنى. هغه د خپلو دشمنانو نه بدله اخلى او د خپلو خلقو د زمکې کفاره ادا کوى. ۴۴ موسىٰ او د نون زوئ يشوَع د دې حمد ټولې خبرې بيان کړې، د دې دپاره چې د بنى اِسرائيلو خلق يې واورى.

د حضرت موسىٰ وصيت

۴۵ کله چې موسىٰ د خُدائ پاک خبرې د خلقو سره ختمې کړې، ۴۶ هغۀ دا هم وفرمائيل، ”ما چې نن کومې خبرې تاسو سره کړې دى دا ټولې په زړۀ کښې واچوئ. د يو حُکم په توګه يې خپلو بچو ته وښايئ چې هغوئ د دې نصيحتُونو هره خبره ومنى. ۴۷ دا د لارښودنې هسې تشې خبرې نۀ دى، دا ستاسو د ژوند خبرې دى. دا ومنئ نو تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره کړئ چې د اُردن سيند نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ.“ ۴۸ هم په هغه ورځ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۴۹ ”د موآب په مُلک کښې د عباريم غرونو ته لاړ شه چې د يريحو ښار ته مخامخ دے، د نبو غرۀ ته وخېژه او د کنعان مُلک ته وګوره کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم. ۵۰ تۀ به په هغه غر باندې مړ شې لکه څنګه چې ستا ورور هارون د حُور په غرۀ باندې مړ شوے وو، ۵۱ ځکه چې د بنى اِسرائيلو په مخکښې تاسو دواړو زما سره بې‌وفائى وکړه. کله چې تاسو د صين په صحرا کښې چې د قادِس ښار سره نزدې دے، د مريبه د چينو سره وئ، نو د خلقو په مخکښې تاسو زما سپکاوے وکړو. ۵۲ تاسو به د يو لرې ځائ نه هغه مُلک وګورئ، خو تاسو به هغه مُلک ته ورننه نۀ وځئ کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.“