0:00 / 0:00
Next chapter

د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

څلور دېرشم باب

د حضرت موسىٰ په حق رسېدل

۱ بيا موسىٰ د موآب د مېدانونو نه د نبو غرۀ ته وختلو، کوم چې د پِسګه غر سر ته چې يريحو ته مخامخ دے، او هلته مالِک خُدائ هغۀ ته هغه ټول مُلک وښودلو يعنې د دان ښار پورې د جِلعاد علاقه يې ورته وښودله، ۲ د نفتالى ټوله علاقه، د اِفرائيم او منسى علاقې، د مديترانى د سمندر پورې د يهوداه علاقه، ۳ د صحرا برخه، او هغه مېدان چې د ضُعر نه د يريحو پورې رسيږى، چې د کجورو د ونو ښار دے. ۴ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې ما د دې وعده د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړې ده چې د هغوئ اولاد له به يې ورکوم. ما د دې کتلو ته پرېښودې خو هلته تلو ته به دې نۀ پرېږدم.“ ۵ نو چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې موسىٰ د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے هلته به د موآب په مُلک کښې مرى نو هم هغه شان وشول. ۶ نو هغۀ هغه د بيت‌فعور ښار ته مخامخ د موآب په مُلک کښې په يو مېدان کښې ښخ کړو، خو تر ننه پورې د هغۀ د ښخېدو صحيح ځائ پته هيچا ته نشته. ۷ موسىٰ د يو سل او شلو کالو په عُمر کښې وفات شو، هغه په هغه وخت هم د مخکښې په شان تکړه وو او د هغۀ د سترګو نظر ټيک وو. ۸ بنى اِسرائيل دېرش ورځې د موآب په مېدانونو کښې په هغۀ پسې غمژن وُو، ۹ د نون زوئ يشوَع د اِلهامى حِکمت نه ډک شو، ځکه چې موسىٰ هغه مقرر کړے وو چې د هغۀ په ځائ کار کوى. بنى اِسرائيلو د يشوَع تابعدارى وکړه او هغه حُکمونه يې پوره کړل چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه هغوئ له ورکړى وُو. ۱۰ نو په اِسرائيلو کښې هيڅکله د موسىٰ په شان پېغمبر نۀ دے پېدا شوے، چې مالِک خُدائ مخامخ د هغۀ سره خبرې وکړې. ۱۱ مالِک خُدائ موسىٰ د دې دپاره مُلک مِصر ته ولېږلو چې د فِرعون او د هغۀ د درباريانو خلاف داسې معجزې او عجيبه کارونه ښکاره کړى. ۱۲ بل يو پېغمبر هم داسې لوئ لوئ او يروونکى کارونه نۀ دى کړى لکه چې موسىٰ د ټولو بنى اِسرائيلو په وړاندې وکړل.

Next chapter