0:00 / 0:00

د څېړونکي کتاب

درېم فصل

هر شي ته ټاکلی وخت

۱ د ځمکې په مخ هر شي ته وخت ټاکل شوی دی او هر مقصد په خپل وخت تر‌سره کیږي:

۲ زېږېدلو ته وخت او مړ کېدلو ته وخت

تخم کرلو ته وخت او له بېخه ویستلو ته وخت

۳ وژلو ته وخت او روغولو ته وخت

ورانولو ته وخت او ودانولو ته وخت

۴ ژړلو ته وخت او خندلو ته وخت

ویر کولو ته وخت او ګډا کولو ته وخت

۵ کاڼو غورځولو ته وخت او کاڼو ټولولو ته وخت

غېږ ورکولو ته وخت او غېږ نه ورکولو ته وخت

۶ لاس ته راوړلو ته وخت او له لاسه ورکولو ته وخت

د ځان سره ساتلو ته وخت او د ځان څخه جدا کولو ته وخت

۷ شلولو ته وخت او ګنډلو ته وخت

چوپېدلو ته وخت او غږېدلو ته وخت

۸ محبت کولو ته وخت او نفرت کولو ته وخت

جګړې کولو ته وخت او سولې کولو ته وخت.

۹ یو مزدور له خپل زیار او زحمت نه څه ګټه اخلي؟ ۱۰ ما د سختو کارونو دروند بار لیدلی چې خدای د انسانانو په اوږو ایښی دی چې پرې بوخت وي. ۱۱ خدای هر څه په خپل وخت په سمه او مناسبه توګه ټاکلي دي. د دې تر‌څنګ هغه د انسان په زړه کې د ابدیت پېژندنې ته هم ځای ورکړی دی. خو بیاهم انسان دا وس نه لري چې د خدای په کارونو چې له ازله تر ابده پورې یې تر‌سره کوي، پوه شي. ۱۲ نو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې انسان باید له دې نعمتونو څخه چې خدای ورته ورکړي دي تر‌هغې پورې چې ژوندی دی، خوشحاله اوسي او ښه ژوند وکړي. ۱۳ همدا شان انسان باید وخوري، وڅښي او د خپلو ټولو له زیار او زحمت نه ډکو کارونو نه خوند واخلي، ځکه چې دا د خدای نعمتونه دي. ۱۴ نو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې هر څه چې خدای تر‌سره کړي دي، هغه تر ابده دوام مومي. په هغه کې نه څه زیاتېدلی شي او نه څه کمېدلی شي. دا ټول خدای کړي دي په دې خاطر چې خلک ترې ووېریږي.

۱۵ هرڅه چې اوس موجود دي

هغه له پخوا نه هم موجود وو

او څه چې وروسته به موجود وي

هغه له پخوا نه هم موجود وو.

دا ځکه خدای غواړي چې پټ شیان بیا ښکاره شي.

له خاورو نه بېرته خاورو ته تلل

۱۶ نو همدا شان ما د اسمان لاندې دا هم ولیدل:

چېرته چې باید قضاوت وای هلته بدکاري وه

او چېرته چې باید عدالت وای هلته هم بدکاري وه.

۱۷ له ځان سره مې وویل: «خدای به د نېکانو او بدکارانو په هکله قضاوت کوي. ځکه د هر مقصد او هر کار د قضاوت دپاره مناسب وخت ټاکل شوی دی.» ۱۸ بیا مې له ځان سره وویل: «خدای د انسانانو ازمېښت کوي، ترڅو په خپله وګوري چې هغوی د ځناورو نه ښه‌والی نه لري.» ۱۹ ځکه چې د انسانانو او د ځناورو پای یو دی. هغه څه چې په یو پېښیږي په بل هم پېښیږي. یعنې انسانان هم مري او ځناور هم مري. نو دواړه د ژوندون یو ډول ساه لري او انسان له ځناورو نه هېڅ ښه‌والی نه لري، نو دا هر څه لوګي او پوکي دي.

۲۰ دواړه یو ځای ته ځي

دواړه د خاورو نه جوړ شوي دي

او دواړه بېرته خاورو ته ځي.

۲۱ څوک پوهیږي چې له مرګ څخه وروسته د انسانانو د ژوندون روح پورته او د ځناورو د ژوندون روح لاندې ځمکې ته ځي؟ ۲۲ نو ما ته معلومه شوه چې تر ټولو ښه به دا وي چې انسان په خپل کار کې خوشحاله اوسي، ځکه دا د هغه برخه ده. نو څوک کولای شي چې انسان ته وښایي چې د هغه راتلونکی به څه ډول وي؟