0:00 / 0:00

د معلِم کِتاب

اتم باب

۱ څوک د هوښيار په شان دے؟ څوک د خبرو د صحيح تشريح عِلم لرى؟ حِکمت د هغوئ مخونه روښانه کوى او د هغوئ سخت مزاج نرموى.

د بادشاه حُکم منل

۲ زۀ وايم، د بادشاه حُکم منه، ځکه چې تا د خُدائ پاک سره د دې وعده کړې ده. ۳ د بادشاه په حضور کښې د تلو نه جلدى مۀ کوه. او په بد کار کښې حِصه مۀ اخله، ځکه چې بادشاه درسره څۀ غواړى هغه کولے شى. ۴ ځکه چې د بادشاه خبره وزن وى او هيڅ څوک ترې نه دا تپوس نۀ شى کولے چې، ”تۀ څۀ کوې؟“ ۵ هغه کس څوک چې شاهى حُکم منى هغوئ ته به سزا نۀ ملاويږى. هوښيار کس د هر څيز په وخت او سبب باندې پوهيږى. ۶ ځکه چې د هر څيز دپاره يو وخت او يوه طريقه وى، خو انسان له ډېر غمونه برداشت کول په کار دى. ۷ هيچا ته پته نشته چې څۀ به کيږى، نو بيا څوک دا وئيلے شى چې په مستقبل کښې څۀ کېدو والا دى؟ ۸ هيڅ څوک خپل ځان د مرګ نه نۀ شى بچ کولے او نۀ څوک د اجل ورځ وروستو کولے شى. دا يو داسې جنګ دے چې مونږ ترې نه نۀ شُو خلاصېدلے، او بدعملى يو بدعمله کس د مرګ نه نۀ شى بچ کولے.

بدعمله او صادق خلق

۹ ما ټولو څيزونو ته غور سره وکتل او په مخ د زمکې چې څۀ کيږى د هغې په حقله مې سوچ وکړو، خلق په نورو خلقو باندې اختيار لرى او ورته نقصان رسوى. ۱۰ آو، ما وليدل چې بدعمله د عزت سره ښخ شوى وُو او هغوئ به د خُدائ پاک مقدس کور ته تلل راتلل، خو چې په کومو ښارونو کښې هغوئ بدعملى کوله نو هلته خلقو د هغوئ صِفت بيانولو. دا هم بې‌معنې دى. ۱۱ د بدو عملونو سزا زر نۀ ورکولے کيږى، نو ځکه د خلقو زړونه بدعملۍ ته تيار دى. ۱۲ د يو ګناهګار نه سل ځله ګناه کيږى خو بيا هم تر ډېره وخته پورې ژوندے وى. بې‌شکه ما ته دا هم پته ده چې کوم خلق د خُدائ پاک نه يريږى هغوئ به په خير خيريت سره ژوند کوى، يعنې هغه خلق د چا په زړۀ کښې چې د خُدائ پاک يره وى. ۱۳ او د بدعمله خلقو به خير نۀ وى او نۀ به يې ژوند اوږد وى. او دا ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک نه نۀ يريږى. ۱۴ خو په مخ د زمکې يوه بله خبره هم ده چې بې‌معنې ده. ښو خلقو ته داسې سزا ملاويږى لکه چې هغوئ بدعمله وى او بدعمله خلقو ته داسې اجر ملاويږى لکه چې هغوئ ښۀ خلق وى. نو زۀ تاسو ته دا وايم چې دا بې‌معنې دى. ۱۵ نو زما مشوره دا ده چې مونږ له د ژوند نه خوند اخستل په کار دى، ځکه چې په دې ژوند کښې هم دا يوه مزه ده چې خوراک څښاک کوُو او خوشحاله اوسو. نو داسې سخت محنت، کوم چې په مخ د زمکې خُدائ پاک مونږ له راکړے دے هغې سره سره څۀ لږه خوشحالى هم وکړُو. ۱۶ کله چې ما پوره کوشش وکړو چې هوښيار شم او په هغې کار غور وکړم چې خلق يې د زمکې په مخ کوى، نو ما وکتل چې د داسې محنت په وجه هغوئ شپه او ورځ خوب نۀ شى کولے. ۱۷ نو ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک په دُنيا کښې څۀ کوى نو هيچا ته هم د هغې پته نۀ لګى. کېدے شى چې يو هوښيار کس دا دعوىٰ وکړى چې زۀ په دې پوره پوهه شوم، خو دا به داسې نۀ وى، هغه د دې اَنجام ته نۀ شى رسېدے.