0:00 / 0:00
Previous chapter

دَ اِفِسيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

اول باب

سلام

۱دَ پولوس له طرفه چه دَ خُدائے په مرضئ دَ مسيح عيسىٰ رسُول دے، دَ هغو پاکانو په نُوم چه په اِفِسوس کښے دى اَؤ دَ مسيح عيسىٰ ايماندارو شاګردانو ته،

۲دَ پلار خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح له طرفه دِ تاسو سره فضل اَؤ سلامتى وى.

په مسيح کښے رُوحانى برکتُونه

۳زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ خُدائے اَؤ پلار ثنا دِ وى څوک چه مُونږ ته دَ مسيح په وسيله په آسمانى ځايُونو کښے هر قِسم رُوحانى برکتُونه راکوى. ۴ځکه چه هغۀ مُونږ په خپلے مينے کښے دَ دُنيا دَ پيدايښت نه مخکښے په مسيح کښے غوره کړلُو چه مُونږ دَ هغۀ په نِزد پاک اَؤ بے عيبه شُو.

۵اَؤ هغۀ دَ خپلے مرضئ دَ نيکے اِرادے په مُطابق مُونږ دَ ځان دَ پاره مُقرر کړلُو چه دَ عيسىٰ مسيح په وسيله دَ هغۀ بچى شو، ۶دَ پاره دَ دے چه دَ هغۀ دَ فضل دَ جلال ستائنه وى چه مُونږ ته ئے په هغه محبُوب کښے ويړيا راوبخښه.

۷مُونږ ته دَ مسيح دَ وينے په وسيله خلاصُون، يعنے دَ ګُناهونو مُعافى، دَ هغۀ دَ هغه فضل دَ دولت په مُطابق حاصله ده، ۸چه هغۀ په هر جوړ حِکمت اَؤ پوهه په مُونږ پريمانه نازله کړه. ۹نو هغۀ دَ خپلے مرضئ راز دَ خپلے هغے نيکے اِرادے په مُطابق په مُونږ ظاهر کړو کُوم چه مسيح له مخکښے نه پُوره کوُونکے وو. ۱۰دا اِراده چه دَ وخت دَ پُوره کيدو سره به مُکمله شى، چه په مسيح کښے ټول څيزُونه راغُونډ شى، که هغه په آسمان کښے وى يا په مزکه.

۱۱خُدائے هر څۀ دَ خپلے مرضئ اَؤ دَ اِرادے په مُطابق کوى اَؤ هغۀ مُونږ په مسيح کښے غوره کړلُو چه مُونږ دَ هغۀ شُو. دا هر څۀ دَ هغه اِرادے په مُطابق چه خُدائے په ازل کښے کړى وُو، وشول، ۱۲دَ دے دَ پاره چه مُونږ چه دَ اول نه په مسيح اُميد تړلے وو، دَ هغۀ دَ جلال دَ ستائينے باعث شُو.

۱۳اَؤ تاسو هم دَ هغۀ خلق جوړ شوئ، کله چه تاسو دَ حق کلام واؤريدو، يعنے هغه زيرے چه تاسو پرے خلاصُون ومُوندلو، اَؤ بيا په هغۀ مو ايمان راؤړو اَؤ خُدائے دَ خپلے وعدے په مُطابق په تاسو دَ رُوحُ القُدس مُهر ولګوو. ۱۴هم هغه رُوح چه زمُونږ دَ ميراث ضمانت دے، تر څو چه مُونږ هغه ټول څيزُونه ومُومو چه خُدائے ئے مُونږ سره وعده کړى وه، چه مُونږ دَ خُدائے دَ خلاصُون په وسيله دَ هغۀ ملکيت يُو، نو دَ هغۀ دَ جلال دِ ستائينه وى.

دَ پولوس دُعا

۱۵زَۀ په دے وجه دَ هغه ايمان چه ستاسو په مينځ کښے په مالِک مسيح دے اَؤ هغه مينه چه دَ ټولو پاکانو سره لرئ په آؤريدو ۱۶ستاسو په باب کښے دَ شکر ويستو نه پاتے کيږم نه، اَؤ په خپلو دُعاګانو کښے تاسو يادوم، ۱۷چه زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح خُدائے چه دَ جلال پلار دے تاسو له خپل رُوحُ القُدس درکړى اَؤ هغه رُوح تاسو له حِکمت درکړى، اَؤ چه تاسو ته به ئے خُدائے ظاهر کړى چه تاسو هغه ښه وپيژنئ. ۱۸اَؤ زَۀ غواړم چه ستاسو دَ زړۀ سترګے روښانه شى چه تاسو پوهه شئ چه هغۀ تاسو دَ څومره لوئے اُميد دَ پاره رابللى يئ، يعنے هغه شاندار ميراث چه هغۀ دَ خپلو خلقو دَ پاره ساتلے دے څومره لوئے دولت دے، ۱۹اَؤ زمُونږ ايمان راوړُونکو دَ پاره دَ هغۀ لوئے قُدرت څومره بيشانه دے. دا زوره ور قُوت په مُونږ کښے خپل اثر اچوى. ۲۰دا هم هغه قُوت دے چه دَ کُوم په وسيله چه خُدائے مسيح له مړو نه بيا راژوندے کړو اَؤ خپل ښى لاس ته ئے په آسمان کښے کښينولو. ۲۱اَؤ هلته ئے مسيح دَ هر قِسم حُکومت اَؤ اِختيار اَؤ قُدرت اَؤ رياست اَؤ دَ هر يو نُوم نه زيات اُوچت کړو کُوم چه به نۀ تش په دے جهان کښے بلکه په راتلُونکى جهان کښے هم آخستلے شى. ۲۲اَؤ هر څۀ ئے دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړل اَؤ هغه ئے دَ ټولو څيزُونو سردار جوړ کړو، اَؤ جماعت له ئے ورکړو چه هغه دَ جماعت مالِک شى. ۲۳جماعت دَ مسيح بدن دے، دا بدن دَ هغۀ نه کامل کيږى چه هغه له ټولو نه په هر څۀ کښے کامل وى.

Previous chapter