Previous chapter

د اِفِسيانو په نوم د پولوس رسول خط

اول باب

سلامونه

۱د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے. زۀ دا خط مقدسينو ته او د عيسىٰ مسيح وفادارو مريدانو ته چې په اِفِسوس کښې دى ليکم. ۲خُدائ پاک زمونږ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو له فضل او سلامتى درکړى. ۳ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى. ۴ځکه چې هغۀ مونږ په خپله مينه کښې د دُنيا د پېدايښت نه مخکښې په مسيح کښې خوښ کړُو چې مونږ د هغۀ په نظر کښې پاک او بې‌داغه شُو. ۵هغۀ مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو چې د عيسىٰ مسيح په وسيله د هغۀ بچى شُو. او په هم دې کښې د هغۀ مرضى او خوشحالى وه، ۶ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده. ۷په هغۀ کښې مونږ ته د هغۀ د وينې په وسيله خلاصون، يعنې د ګناهونو معافى، د خُدائ پاک د پراخه فضل په مطابق حاصله ده، ۸چې هغۀ په ټول حِکمت او پوهه په مونږ خپله زياته مينه نازله کړه. ۹خُدائ پاک مونږ ته د عيسىٰ مسيح په حقله خپله پټه منصوبه څرګنده کړه، هغه منصوبه چې د هغۀ خوښه وه او چې په کښې خپله نېکه اراده پوره کړى. ۱۰هغه منصوبه دا ده چې په صحيح وخت کښې به هغه ټول څيزونه کۀ په آسمان کښې وى او کۀ په زمکه وى د مسيح د واک او اختيار لاندې راجمع کړى. ۱۱مونږ چې اوس د مسيح په يووالى کښې شريک يُو، نو په دې وجه مونږ ته د خُدائ پاک نه ميراث مِلاو شوے دے، هغۀ په خپله مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو. او د هر څيز نه هغه د خپلې منصوبې په مطابق کار اخلى. ۱۲نو بيا چې مونږ په مسيح اول ايمان راوړے وو نو د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د هغۀ د ستائنې او جلال سبب شُو. ۱۳نو تاسو چې حقيقت واورېدو يعنې د خلاصون زيرے چې تاسو پرې په مسيح ايمان راوړو، نو هغۀ په تاسو د خپلې هغه وعدې په مطابق چې پخوا يې کړې وه د روحُ القُدس مُهر ولګولو او خپل يې کړئ. ۱۴هم دغه روح د خُدائ پاک د خوا نه مونږ سره د هغه ميراث ضمانت دے د کوم چې يې مونږ سره وعده کړې ده او هغۀ مونږ په بيعه واخستو، چې د خُدائ پاک خپل خلق شُو، د دې دپاره چې د هغۀ ثناء صِفت او جلال بيان کړُو.

د پولوس رسول دُعا

۱۵نو د کله نه چې زۀ ستاسو د هغه ايمان نه چې په مالِک عيسىٰ مو دے، او د هغې مينې نه چې د ټولو مقدسينو سره يې ساتئ خبر شوم، ۱۶ما ستاسو دپاره شُکر کول نۀ دى پرېښى او همېشه تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوم. ۱۷زۀ دُعا کوم چې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح جلالى پلار خُدائ پاک دې تاسو ته د حکمت او پېژندګلو روح درکړى ترڅو چې تاسو د هغۀ په پېژندلو کښې ترقى وکړئ. ۱۸نو زۀ دُعا کوم چې ستاسو د زړۀ سترګې دې روښانه شى چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغۀ تاسو د څومره لوئ اُميد دپاره رابللى يئ، يعنې هغه شاندار ميراث له چې هغۀ د خپلو مقدسينو دپاره ساتلے دے څومره لوئ دولت دے، ۱۹او مونږ ايماندارانو دپاره د هغۀ لوئ قدرت څومره بې‌شانه دے. دا قدرت په مونږ کښې لکه د هغۀ د لوئ قوت کار کوى، ۲۰دا هم هغه قوت دے چې د کوم په وسيله چې خُدائ پاک مسيح د مړو نه بيا راژوندے کړو او خپل ښى لاس ته يې په آسمان کښې کښېنولو. ۲۱هلته يې مسيح د هر قسم حکومت او اختيار او قدرت او رياست او د هر يو نوم نه زيات اوچت کړو کوم چې به نۀ تش په دې دُنيا کښې بلکې په راتلونکې دُنيا کښې هم اوچت وى. ۲۲او خُدائ پاک هر څۀ د مسيح د پښو لاندې کړل او هغه يې د جماعت په ټولو څيزونو سردار جوړ کړو، ۲۳او جماعت د مسيح بدن دے. او د مسيح نه پوره معمورتيا حاصلوى او هم دې وخت کښې ټول کائنات د خپل حضور نه ډکوى.

Previous chapter