0:00 / 0:00

د اِستَر کِتاب

نهم باب

د يهوديانو خپل دشمنان تباه کول

۱ د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ راغله، دا هغه ورځ وه چې په دې باندې شاهى فرمان عملى کول وُو، هغه ورځ چې د يهوديانو دشمنانو دا اُميد لرلو چې يهوديان به د خپل طاقت لاندې راولى. خو يهوديانو ورباندې فتح وموندله. ۲ د اخسويرس په ټوله بادشاهۍ کښې يهوديان په خپلو ښارونو کښې د هغه چا خِلاف يو شول چا چې په هغوئ د حملې کوشش کولو. د هر ځائ خلق د هغوئ نه يرېدل او هيچا د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے. ۳ د صُوبو ټولو آفسرانو، حکمرانانو، وزيرانو او شاهى نمائندګانو د يهوديانو مدد په دې وجه وکړو چې هغوئ د مردکى نه يرېدل. ۴ په ټوله بادشاهۍ کښې دا ښۀ مشهوره وه چې مردکى اوس په محل کښې يو تکړه سړے وو او نور هم تکړه کېدو. ۵ نو په هغه ورځو کښې يهوديانو خپل دشمنان په تُورو ووژل او نيست او نابود يې کړل. او چا چې د يهوديانو نه نفرت کولو د هغوئ سره يې د خپلې مرضى په مطابق عمل وکړو. ۶ د سوسه په مرکزى ښار کښې يهوديانو پينځۀ سوه کسان ووژل. ۷‏-۱۰ همان د همداتا زوئ چې د يهوديانو دشمن وو د هغۀ لس زامن هم په کښې وژلے شوى وُو، چې نومونه يې دا دى، پرشنداتا، دلفون، اسپاتا، پوراتا، ادلياه، اردتا، پرمشتا، اريسى، ارِدى او ويزاتا، دا ټول مړۀ شول خو لوټ مار ونۀ شو. ۱۱ هم په هغه ورځ بادشاه خبر کړے شو چې په سوسه کښې څومره کسان وژلے شوى دى. ۱۲ بيا بادشاه مَلِکه اِستَر ته ووئيل، ”صِرف د سوسه په قلعه کښې يهوديانو پينځۀ سوه کسان وژلى دى، چې په دې کښې د همان زامن هم شامل دى. چې دلته دومره زيات وژلے شوى دى نو په صُوبو کښې به څۀ شوى وى. اوس تۀ څۀ غواړې؟ تۀ ووايه کۀ نور څۀ هم غواړې نو در به کړے شى.“ ۱۳ اِستَر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو يهوديانو له سبا په سوسه کښې يو ځل بيا د نن په شان اجازت ورکړه. او دا حُکم ورکړه چې د همان د لسو زامنو لاشونه په دار باندې ځوړند کړے شى.“ ۱۴ نو بادشاه حُکم وکړو چې داسې دې وشى او په سوسه کښې دا فرمان جارى شو. د همان د لسو زامنو لاشونه په دار راځوړند کړے شول. ۱۵ د ادر مياشتې په څوارلسمه ورځ د سوسه يهوديان يو ځل بيا يو ځائ شول او په ښار کښې يې درې سوه نور کسان ووژل. خو هغوئ بيا هم څۀ لوټ مار ونۀ کړو. ۱۶ يهوديان په صُوبو کښې هم د خپلو ځانونو د حِفاظت دپاره راغونډ شول. هغوئ د خپلو دشمنانو نه داسې ځانونه خلاص کړل چې پينځۀ اويا زره يې هغه کسان ووژل چا چې د هغوئ نه نفرت کولو. خو هغوئ لوټ مار ونۀ کړو. ۱۷ دا د ادر د مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې وشول. په ورپسې ورځ يعنې په څوارلسمه ورځ باندې نور قتلونه ونۀ شول او هغوئ په دې ورځ د خوشحالۍ نه يې مېلمستيا وکړه. ۱۸ خو د سوسه يهوديانو پينځلسمه ورځ د چُهټۍ ورځ وګرځوله، ځکه چې هغوئ په ديارلسمه او څوارلسمه ورځ باندې خپل دشمنان وژلى وُو او په پينځلسمه ورځ يې وژل بس کړى وُو. ۱۹ نو په دې وجه هغه يهوديان کوم چې په کلو کښې اوسيږى هغوئ د ادر د مياشتې په څوارلسمه ورځ د خوشحالۍ چُهټى کوى، په دې وخت باندې هغوئ مېلمستيا کوى او يو بل له د خوراک دپاره تُحفې ورکوى.

د پوريم اختر

۲۰ مردکى دا واقعې ليکلې وې او د فارس په ټول سلطنت کښې نزدې او لرې ټولو يهوديانو له يې خطونه لېږلى وُو، ۲۱ هغوئ ته يې وئيلى وُو چې هر کال د ادر مياشتې په څوارلسمه او پينځلسمه ورځ اختر کوئ. ۲۲ دا هغه ورځې وې چې په هغې باندې يهوديانو د خپلو دشمنانو نه ځانونه خلاص کړل، دا هغه مياشت وه چې د غم او د خفګان وخت نه په خندا او خوشحالۍ باندې بدله شوې وه. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې په دې ورځو باندې خوشحالى او مېلمستيا وکړئ او يو بل او غريبانانو له د خوراک دپاره تُحفې ورکړئ. ۲۳ نو يهوديانو د مردکى په اصُولو باندې عمل وکړو او دا اختر د هر کال رِواج جوړ شو. ۲۴ د همداتا زوئ همان چې د اجاج د اولاد نه وو او د يهوديانو دشمن وو، هغۀ پچه واچوله چې دا پوريم بللے شوه، دا د دې دپاره وه چې د يهوديانو د تباهۍ ورځ معلومه کړى، هغۀ دا منصوبه جوړه کړې وه چې هغوئ صفا ختم کړى. ۲۵ خو اِستَر بادشاه له لاړه او بادشاه د دې نتيجې سره يو ليکلے فرمان جارى کړو چې همان د يهوديانو دپاره کومه منصوبه جوړه کړې وه نو هغه ورته اولټه راوګرځېده او هغه او د هغۀ زامن په دار باندې پهانسى کړے شول. ۲۶ نو ځکه هغې ته د پوريم اختر وائى، پخوا زمانه کښې به دا لفظ د پچى اچولو دپاره استعمالېدو. د مردکى د خطونو په وجه او د هغه هر څۀ په وجه چې په هغوئ شوى وُو، ۲۷ يهوديانو د خپلو ځانونو، د خپل اولاد او د هغه چا دپاره دا اصُول جوړ کړو چې څوک يهودى شى، نو هر کال به په صحيح وخت باندې دا دوه ورځې په باقاعدګۍ سره د مردکى د اصُولو په مطابق مناووى. ۲۸ دا فېصله شوې وه چې د يهوديانو د خاندان راتلونکے هر يو نسل چې په هره صُوبه يا ښار کښې وى په راتلونکى ټولو وختونو کښې به د پوريم دا ورځې يادې ساتى او دا ورځې به مناووى. ۲۹ بيا د ابى‌خېل لور مَلِکه اِستَر هم، د مردکى سره يو خط وليکلو او چې مردکى کوم خط د پوريم په باره کښې مخکښې ليکلے وو د هغې د تصديق دپاره هغې خپل ټول ليکلے اختيار هم شامل کړو. ۳۰ دا خط د ټولو يهوديانو دپاره وو او د دې نقلونه د فارس سلطنت ټولو يو سل او اوويشتو صُوبو ته لېږلے شوى وُو. په دې کښې د يهوديانو خېر او امن غوښتے شوے وو ۳۱ او هغوئ او د هغوئ اولاد ته يې دا نصيحت کړے وو چې په صحيح وخت باندې د پوريم ورځې هم هغه شان مناو کړى، لکه څنګه چې هغوئ د روژو د نيولو او د غم د وخت اصُول خپل کړى دى. د دې حُکم مردکى او مَلِکه اِستَر دواړو کړے وو. ۳۲ د اِستَر هغه حُکم کوم چې د پوريم د اصُولو پوره کېدل وو هغه په يو کِتاب کښې ليکلے شوے وو.