0:00 / 0:00

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

يوولسم باب

په مِصر لسم افت: مرګ

۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به د مِصر په فِرعون او د هغۀ په خلقو يو آخرى افت راولم. د هغې نه پس به هغه تاسو د دې ځائ نه تلو ته پرېږدى. په رښتيا سره، هغه به تاسو ټول د دې ځائ نه وباسى. ۲ خلقو ته ووايه چې هر يو سړے د خپل ګاونډى نه او هره يوه ښځه به د خپلې ګاونډۍ نه د سپينو زرو او سرو زرو کالى وغواړى.“ ۳ مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د مِصريانو په نظر کښې درانۀ کړى دى. د دې نه علاوه، په خپله موسىٰ هم د مِصر په مُلک کښې د فِرعون د درباريانو او د ټولو خلقو په مخکښې يو عزتمند سړے ګڼلے شو. ۴ موسىٰ بيا فِرعون ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ فرمائى چې تقريباً په نيمه شپه به زۀ د مِصر نه تېر شم، ۵ د مِصر په مُلک کښې هر يو مشر زوئ به مړ شى، د فِرعون د مشر زوئ نه واخله کوم چې په تخت کښېنى د وينځې تر هغه مشر زوئ پورې کوم چې مېچنې ته ناست وى، او د څاروو ټول وړومبى پېدا شوى بچى به هم مړۀ شى. ۶ د مِصر په ټول مُلک کښې به داسې په زوره ژړا وى، چې نۀ به مخکښې کله شوې وى او نۀ به وشى. ۷ خو چې چرته بنى اِسرائيل اوسيږى نو هلته به خېر وى، دوئ او د دوئ په څاروو پسې به يو سپے قدر هم ونۀ غپيږى. نو تا ته به پته ولګى چې زۀ، مالِک خُدائ د مِصريانو او بنى اِسرائيلو په مينځ کښې فرق راولم.“ ۸ موسىٰ خپله خبره د دې وئيلو سره ختمه کړه، ”ستا ټول درباريان به ما له راشى او زما په مخکښې به ټيټ شى او دوئ به زما مِنت وکړى چې خپل ټول خلق روان کړه او لاړ شه. د دې نه پس به زۀ لاړ شم.“ نو موسىٰ د قهره تک سور وو چې د فِرعون نه لاړو. ۹ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون به ستا خبره ځکه وانۀ ورى، چې زۀ د مِصر په مُلک کښې نورې معجزې هم وکړم.“ ۱۰ موسىٰ او هارون د فِرعون په مخکښې دا ټولې معجزې وکړې، خو مالِک خُدائ به د فِرعون زړۀ سختولو او هغۀ به بنى اِسرائيل د هغۀ د مُلک نه تلو ته نۀ پرېښودل.