Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ بیا موسی او اسراییلیانو څښتن ته دا سندره وویله:
زه به ووایم سندره د څښتن دپاره
ځکه چې ویې موند بری د جلاله سره
بحیرې ته یې اسونه ورګوزار کړل
او سپاره د هغو
۲ څښتن قوت دی زما او هغه څوک دی
چې په هکله یې سندره وایم
دا هغه څوک دی چې یې ژغورلی یم زه
هغه دی خدای زما او زه به یې کړم ستاینه
زما د پلار خدای دی او وبه وایم
چې دی لوړ هغه
۳ دی جنګیالی څښتن
د هغه نوم دی څښتن
۴ جنګي ګاډۍ او لښکرې د فرعون
بحیرې ته ورګوزارې کړې هغه
د فرعون ډېر ښه منصبداران
سره بحیره کې ډوب شول
۵ هغوی لاندې کړل ژورې بحیرې
هغوی ورسېدل تل ته لکه د تیږې په شان
۶ ستا په ښي لاس کې ای څښتنه
هیبتناکه زور موجود دی
ستا ښي لاس ای څښتنه
ټوټې ټوټې کوي دښمنان
۷ په خپل لوی جلال سره
ته له پښو غورځوې خپل دښمنان
لمبه کیږي قهر ستا
او سوځوي هغوی لکه د بوسو په شان
۸ تا بحیره پو کړه او اوبه ډېرۍ شوې
ودرېدل کلک سېلابونه لکه دېوال په شان
شوه جامده د بحیرې ډېره ژوره برخه
۹ دښمن وهلې لافې
زه به تعقیب کړم هغوی او وبه رسېږم ورته
وبه وېشم زه غنیمت د هغوی
زه به موړ کړمه خپل ځان ورباندې
زه به راوباسمه خپله توره
او زه به تباه کړم هغوی
۱۰ خو تا وکړ یو پوکی
او کړل لاندې بحیرې هغوی
په زورورو اوبو کې
هغوی ډوب شول لکه د سرپو په شان
۱۱ د خدایانو منځ کې
څوک ستا په شان دی ای څښتنه؟
څوک دی ستا په شان؟
ته سپېڅلی یې او لوی یې
ستا جلال دی هیبتناکه
ته کوې عجیب عجیب کارونه
۱۲ تا کړ اوږد خپل ښي لاس
او ژوندي تېر کړل ځمکې زمونږ دښمنان
۱۳ تل ولاړ په خپل وعده یې
کړې به خپل قوم ته لارښوونه
کوم چې ژغورلی دی تا
په خپل قوت سره به بوځې ته هغوی
سپېڅلې ځمکې ته خپل
۱۴ شي قومونه به خبر او په لړزان به شي
د فلسطین په قوم به راشي سخته وېره
۱۵ وبه وېریږي ډېر د ادوم مشران
شي په لړزه به د موآب مشران
د کنعان خلک به له لاسه ورکړي خپل همت
۱۶ په هغوی باندې به پرېوځي سخته وېره او لړزه
ستا د مټ په زور باندې به
وي غلي هغوی لکه د تیږې په شان
تر هغه وخته پورې
ترڅو تېر شي ای څښتنه ستا قوم
ترڅو تېر شي ستا قوم
چې ازاد کړی دی تا د غلامۍ نه
۱۷ ته به راولې هغوی دننه
او ځای په ځای به یې کړې
ته په خپل غره باندې
هغه ځای څښتنه
چې غوره کړی دی تا د خپل کور دپاره
سپېڅلی ځای چې ودان کړی تا په خپله
۱۸ پاچاهي به کاندي تل ترتله به څښتن
۱۹ کله چې د فرعون اسونه، جنګي ګاډۍ او سپاره بحیرې ته ورداخل شول، څښتن په هغوی باندې اوبه بېرته راوستلې. خو اسراییلیان په بحیره کې په وچه ځمکه باندې تېر شول. ۲۰ بیا مریم د هارون خور چې پیغمبره وه په خپل لاس کې یوه چمبه واخیستله او ټولې ښځې د چمبو سره ورپسې شوې او نڅا یې کوله. ۲۱ مریم د هغوی دپاره دا سندره وویله:
سندره ووایئ څښتن ته
ځکه هغه بریالی شوی دی په سرلوړۍ سره
هغه اسونه او سپاره دي غورځولي بحیرې ته
۲۲ بیا موسی اسراییلیان د سرې بحیرې څخه د شور دښتې ته بوتلل. درې ورځې هغوی په دښته کې روان وو، خو اوبه یې ونه موندلې. ۲۳ بیا هغوی یو ځای ته چې ماره نومېده، راغلل. خو د هغه ځای اوبه ډېرې ترخې وې او هغوی نه شو کولای چې هغه وڅښي. له دې امله په هغه باندې د ماره نوم کېښودل شو. ۲۴ نو خلک د موسی په وړاندې راپورته شول او ویې ویل: «مونږ به څه څښو؟» ۲۵ بیا موسی څښتن ته زارۍ وکړې او څښتن ورته د لرګي یوه ټوټه وروښودله. موسی هغه په اوبو کې وغورځوله او اوبه خوږې شوې.
څښتن هلته هغوی ته قوانین ورکړل چې د هغو له مخې ژوند وکړي او هغوی وازمایي چې د هغه قوانینو ته غاړه ږدي او که نه. ۲۶ هغه وویل: «که چېرې تاسو خپل څښتن خدای ته په غور سره غوږ ونیسئ او هغه څه وکړئ چې د هغه په نظر کې ښه دي او که چېرې تاسو د هغه په امرونو باندې عمل وکړئ او د هغه د فرمانونو څخه پیروي وکړئ، نو زه به په تاسو باندې هغه ناروغۍ نازلې نه کړم کومې چې ما په مصریانو باندې نازلې کړې وې. ځکه چې زه څښتن یم او زه تاسو ته شفا درکوونکی یم.»
۲۷ بیا هغوی ایلیم ته راغلل. هلته دولس چینې او د خرما اویا ونې وې. نو هغوی هلته د چینو په غاړه خېمې ودرولې.