0:00 / 0:00

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

درويشتم باب

عدل او اِنصاف

۱ د دروغو خبر مۀ خوروئ او د دروغو ګواهۍ په ذريعه د يو مجرم کس مدد مۀ کوئ. ۲ د ډېرو خلقو په بد عمل کښې يا د قانون ماتولو په ګواهۍ کښې ملګرتيا مۀ کوئ او بې‌اِنصافى مۀ کوئ. ۳ په يوه مقدمه کښې د يو غريب سړى ناجائزه طرفدارے مۀ کوئ. ۴ کۀ تاسو د خپل دشمن غوا يا خر ووينئ چې لار يې غلطه کړې وى، نو هغۀ له يې خامخا واپس ورولئ. ۵ کۀ د هغۀ خر ووينئ چې د بار لاندې پرېوتلے وى، نو د خر په پاڅولو کښې د هغۀ مدد وکړئ، او ځان پرې مۀ ناغرضه کوئ. ۶ چې کله يو غريب سړے په عدالت کښې حاضر شى نو د هغۀ سره بې‌اِنصافى مۀ کوئ. ۷ د دروغو اِلزام مۀ لګوئ او يو صادق او بې‌ګناه سړے مۀ وژنئ، ځکه چې څوک داسې بد عمل وکړى نو زۀ به هغه نۀ پرېږدم. ۸ رشوت مۀ اخلئ، ځکه چې رشوت بينا خلق ړندوى او حق نۀ ګورى او رشوت د صادقانو په خبرو کښې هم چالاکى پېدا کوى. ۹ د يو مسافر سره بد سلوک مۀ کوئ، تاسو ته پته ده چې د يو مسافر په زړۀ څۀ تېريږى، ځکه چې تاسو هم د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ.

د سبت ورځې دپاره قانون

۱۰ شپږ کاله خپله زمکه کَرئ او فصل ترې نه رېبئ. ۱۱ خو په اوؤم کال يې شاړه پرېږدئ او چې څۀ په کښې شوى وى هغه ترې نه مۀ رېبئ، چې څۀ په کښې پاتې وى نو هغه به غريبانان خلق او ځنګلى ځناور وخورى. د انګورو او زيتُونو د باغونو سره هم دغه شان وکړئ. ۱۲ په هفته کښې شپږ ورځې کار کوئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د دې دپاره چې ستاسو غلامان او هغه مسافر چې ستاسو دپاره کار کوى او داسې ستاسو څاروى به هم آرام وکړى. ۱۳ چې ما مالِک خُدائ تاسو ته څۀ وئيلى دى په هغې عمل کوئ. د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ او نۀ چې ستاسو د خولې نه د هغوئ د نومونو ذکر واورم.

درې اخترونه

۱۴ زما د درناوى دپاره په کال کښې درې ځله اختر کوئ. ۱۵ چې ما څنګه حُکم درکړے دے هم هغه شان د ابيب په مياشت کښې، تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ، دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ. د دې اختر په اووۀ ورځو کښې تاسو پتيره روټۍ خورئ. او هيڅ څوک به هم زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى. ۱۶ چې کله تاسو خپل فصلونه رېبل شروع کوئ، نو د لَو کولو اختر کوئ په خپلو پټو کښې چې تاسو کوم تخم کَرلے وى نو د هغه فصل وړومبے پېداوار پېش کوئ او چې کله تاسو خپل فصل د پټو نه راټول کړئ نو په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ. ۱۷ هر کال په دې درېو اخترونو کښې دې خامخا ستاسو ټول نران مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک عبادت له راځى. ۱۸ چې کله تاسو يو ځناور قربانى کوئ او د هغۀ وينه ما ته پېش کوئ نو خمبيره روټۍ ورسره مۀ پېش کوئ. په دې اخترونو کښې چې کوم ځناور ما ته قربانى شى د هغوئ وازګه دې د سحر پورې نۀ شى پرېښودلے. ۱۹ هر کال د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، کور ته د خپلې زمکې نه رېبلے شوې وړومبۍ غله راوړئ. د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.

لار ښودنه او وعدې

۲۰ ګورئ، زۀ به ستاسو نه وړاندې يوه فرښته درولېږم چې په لار کښې ستاسو حِفاظت کوى او هغه ځائ ته مو راولى کوم چې ما تيار کړے دے. ۲۱ هغې ته پام کوئ او د هغې خبرې ته غوږ نيسئ. د هغې خِلاف بغاوت مۀ کوئ، ځکه چې هغې له مې پوره اختيار ورکړے دے او هغه به ستاسو بغاوت معاف نۀ کړى. ۲۲ خو کۀ تاسو په رښتيا سره د هغې خبره ومنئ او هغه هر څۀ وکړئ چې ما حُکم درکړے دے، نو زۀ به ستاسو د دشمنانو سخت دشمن يم. ۲۳ زما فرښته به ستاسو په وړاندې روانه وى او تاسو به د اموريانو، حِتيانو، فرزيانو، کنعانيانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک ته بوځى او زۀ به هغوئ تباه کړم. ۲۴ د هغوئ معبودانو ته سجده مۀ لګوئ او مۀ يې عبادت کوئ او د هغوئ طريقې مۀ خپلوئ او د هغوئ بُتان مات کړئ او د هغوئ د کاڼو مقدسې ستنې وغورزوئ. ۲۵ کۀ تاسو زما، مالِک خُدائ د ستاسو خُدائ پاک عبادت کوئ، نو زۀ به ستاسو په خوراک او اوبو کښې برکت واچوم او د ټولو بيماريانو نه به مو بچ وساتم. ۲۶ ستاسو په مُلک کښې به د يوې ښځې هم بچى نۀ ضائع کيږى او يوه ښځه به هم شنډه نۀ وى. زۀ به تاسو له اوږد عُمر درکړم. ۲۷ زۀ به په هغه خلقو خپله يره راولم چې کوم ستاسو مخالفت کوى، زۀ به هغه خلق په وارخطايۍ آخته کړم د کومو خلقو سره چې تاسو جنګ کوئ او زۀ به ستاسو ټول دشمنان ستاسو نه وزغلوم. ۲۸ زۀ به ستاسو په دشمنانو وارخطائى راولم، چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به حِويان، کنعانيان او حِتيان ستاسو د مخې نۀ لرې کړم. ۲۹ زۀ به هغوئ په يو کال کښې نۀ وباسم، کۀ ما داسې وکړل، نو زمکه به ويجاړه شى او هلته به ډېر زيات ځنګلى ځناور وى. ۳۰ خو زۀ به هغوئ ورو ورو وباسم، تر دې پورې چې تاسو زيات شئ او هغه زمکه ستاسو خپله شى. ۳۱ زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ. ۳۲ د هغوئ يا د هغوئ د معبودانو سره لوظ مۀ کوئ. ۳۳ هغوئ خپل مُلک کښې اوسېدو ته مۀ پرېږدئ، کۀ تاسو پرېښودل نو هغوئ به تاسو دوکه کړى او زما خِلاف ګناه کولو ته به مو جوړ کړى. کۀ تاسو د هغوئ د معبودانو عبادت وکړئ نو دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.“