0:00 / 0:00

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

پينځويشتم باب

مقدسه خېمه

۱ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲ ”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما ته يوه نذرانه پېش کړى. چې څوک د زړۀ نه ما ته څۀ نذرانه پېش کول غواړى تۀ يې ترې نه اخله. ۳ دا هغه نذرانې دى چې کومې به ترې نه تۀ اخلې، سرۀ زر، سپين زر او زېړ، ۴ کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ کپړه، ۵ سره رنګ شوې د ګډو څرمن، ښۀ څرمن، د کيکر لرګے، ۶ د ډيوو دپاره تېل، د غوړولو د تېلو دپاره مصالحې او د خوشبويۍ مصالحې، ۷ اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په مقدس واسکټ باندې چې پېش بند ورته وائى او د هغۀ د سينې جېب باندې ولګولے شى. ۸ او خلق به زما دپاره يوه مقدسه خېمه جوړه کړى، نو زۀ به د هغوئ په مينځ کښې اوسېږم. ۹ دا مقدسه خېمه او د هغې ټول سامان د هغې نقشې په مطابق جوړ کړئ کومه چې زۀ درته ښايم.

د لوظ صندوق

۱۰ هغوئ به زما دپاره د کيکر د لرګى نه يو صندوق جوړ کړى، چې پينځۀ څلوېښت اِنچه اوږد وى، اوويشت اِنچه پلن او اوويشت اِنچه لوړ وى. ۱۱ دننه او بهر ورباندې د سوچه سرو زرو پترے وخېژوه او د دې د سر نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه. ۱۲ د وړلو دپاره ورله د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړه او دا ورله په څلورو پښو پورې ولګوه، چې دوه کَړۍ يو خوا وى او دوه بل خوا وى. ۱۳ د وړلو دپاره ورله د کيکر لرګى نه بازوګان جوړ کړه او د سرو زرو پترى ورباندې وخېژوه ۱۴ او دا بازوګان د صندوق د وړولو دپاره په کړو کښې دواړو طرفونو ته وردننه کړه. ۱۵ هغه بازوګان به په هغه کړو کښې پرېږدئ او وباسئ به يې ترېنه نه. ۱۶ بيا د لوظ صندوق کښې هغه د کاڼو دوه تختې کېږده کومې چې زۀ درکوم، په کومو باندې چې حُکمونه ليکلى دى. ۱۷ د سوچه سرو زرو يو سر ورله جوړ کړه چرته به چې کفاره ادا کيږى، چې پينځۀ څلوېښت اِنچه اوږد وى او اوويشت اِنچه پلن وى. ۱۸ د ټکېدلے شوو سرو زرو نه دوه د وزرو والا مخلوق ورله جوړ کړه، ۱۹ يو ورباندې په يو سر کښې او بل په بل سر کښې جوړ کړه نو چې دواړه د لوظ صندوق د کفارې د سر سره يوه ټُکړه شى. ۲۰ د وزرو والا مخلوق دې د لوظ صندوق د کفارې په تخت باندې يو بل ته مخامخ وى او د هغوئ خورې وزرې دې د صندوق د کفارې تخت پټ کړى او مخونه به يې لاندې وى. ۲۱ د کاڼى چې کومې دوه تختې زۀ درکوم هغه د لوظ صندوق کښې کېږده او هغه د کفارې تخت د صندوق دپاسه کېږده. ۲۲ زۀ به تا سره هلته ملاقات وکړم او د دې دوو وزرو والا مخلوق په مينځ کښې چې د کفارې صندوق د سر دپاسه دى زۀ به تا له د اِسرائيلو دپاره خپل حُکمونه درکړم.

د پېش کېدونکې روټۍ مېز

۲۳ د کيکر لرګى نه يو مېز جوړ کړه، چې شپږ دېرش اِنچه اوږد وى، اتلس اِنچه پلن او اوويشت اِنچه لوړ وى. ۲۴ په دې د سوچه سرو زرو پترے وخېژوه او د دې نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه. ۲۵ ګېرچاپېره درې اِنچه پلنه يوه ژۍ ورله جوړه کړه او ژۍ نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه. ۲۶ د دې وړلو دپاره د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړه او دا په هغه څلورو ګوټونو کښې ولګوه، چرته چې پښې دى. ۲۷ دا کَړۍ به د ژۍ سره نزدې ولګولے شى چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا مېز وړلے شى. ۲۸ دا بازوګان د کيکر لرګى نه جوړ کړه او په دې باندې د سرو زرو پترى وخېژوه. ۲۹ د سوچه سرو زرو نه رکېبۍ او لوښى جوړ کړه او دغه شان د نذرانو تويَولو دپاره منګى او جامونه هم جوړ کړه. ۳۰ دا مېز به د لوظ صندوق په مخکښې کېښودلے شى او ما ته پېش کړے شوې مقدسه روټۍ به د همېشه دپاره په مېز پرته وى.

ډيوټ

۳۱ د سوچه سرو زرو نه يو ډيوټ جوړ کړه. د دې بېخ او د دې ډنډا د ټکېدلے شوو سرو زرو نه جوړ کړه، د دې د ښۀ ښکارېدلو دپاره ګلونه، سره د غوټو او پاڼو جوړ کړه، چې د دې سره يوه ټُکړه شى. ۳۲ د ډيوټ د اړخونو نه دې شپږ څانګې وتلې وى، چې درې په يو طرف وى او درې په بل طرف وى. ۳۳ د دې شپږ واړو څانګو به درې درې د ښۀ ښکارېدو ګلونه وى، دا به سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان جوړ وى. ۳۴ د ډيوټ د ډنډې به د ښۀ ښکارېدو څلور ګلونه وى، دا به سره د غوټو او د پاڼو د بادام د ګلونو په شان وى. ۳۵ د دې درېو واړو څانګو د هرې يوې لاندې به يوه غوټۍ وى. ۳۶ دا غوټۍ، څانګې او دا ډيوټ به د ټکېدلے شوو سوچه سرو زرو د يوې ټُکړې نه جوړ وى. ۳۷ د ډيوټ دپاره اووۀ ډيوې جوړې کړه او هغه داسې کېږده چې د ډيوټ مخامخ ځليږى. ۳۸ د هغې سرپوښونه او مجمعې د سوچه سرو زرو وى. ۳۹ پينځۀ دېرش کلو سوچه سرۀ زر په دې ډيوټ او د دې په ټول سامان جوړولو کښې استعمال کړه. ۴۰ ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړ کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“